تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د ملګروملتو له خاص استازي سره د نوې کابینې او د انتخاباتو په سیستم کې د اصلاحاتو په باب خبرې وکړې.
د اجرايي چارو د ریاست له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي عبدالله د افغانستان لپاره د ملګروملتو له ځانګړي استازي نیکولای هیسم او د هغه له مرستیال سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې ژر به نوې کابینه معرفي شي.
ښاغلي عبدالله وویل چې له ژمنې سره سم به نوې کابینه له مسلکي او متخصصو کسانو جوړه وي.
ده په انتخاباتي سیستم کې اصلاحات د ملي یووالي د حکومت یو لومړیتوب وباله، ویې ویل:«اصلاحات حتمي دي.»
له خبرپاڼې سره سم د ملګروملتو خاص استازي ښاغلي هیسم د نوي کابینې د معرفي کېدو په اړه د ملي یووالي د حکومت هڅې وستایلې او ویې ویل، ټول دې ته په تمه دي چې د ملي یووالي حکومت د تخصصي او مسلکي کابینې په معرفي کولو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
هغه دغه راز په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو راوستلو په اړه هم وپوښتل او ویې ویل، اړتیا ده چې ټاکنیز سیستم اصلاح شي.
د ملي یووالي د حکومت په اړه د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ په موافقه کې ویل شوي چې په انتخاباتي سیستم کې به اصلاحات راولي.
د ملي یووالي حکومت په ځلونو د کابینې د ژر اعلانولو وعدې کړي خو هر ځل د کابینې اعلان ځنډېږي.
ښاغلی ګل مرجان وایې چې مسلکي کسان به انتخابوي: ستا په ټوله ډله کې خو نیمه مسلکي هم نشته،.کیدی شي تاته شیرزی، عطاء، معنوي او یو څو نور مسلکي ښکاري.قدرت طلب او خاینه د افغانانو د نوي حکومت ارمانونه دې د خاورو سره خاورې کړل. مسلکیان دومره بې حیثیته نه دي چې ستاپه خودخواه ډله کې شامل شي.