تاند- په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او آیرلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځینۍ مسابقه روانه ده.
افغانستان لومړۍ مسابقه له سکاټلنډ سره کړې وه چې په ۸ ویکټونو یې وګټله.
نن پچه آیرلند وګټله خو غوره یې وګڼله چې لومړی افغانستان بیټنګ وکړي.
افغان ټیم په ۲۶ اور کې ۱۱۹ منډې کړي او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
دا شېبه نجیب الله ځدراڼ او جاوید احمدي بیټنګ کوي.
جاوید احمدي د لوبې له پیله میدان ته راوتلی او تراوسه پوري یې په ۸۳ توپونو ۷۶ منډې کړي دي.
عثمان غني په دوو توپونو ۱ منډه وکړه، افسر ځاځي په ۱۲ توپونو ۱ منډه، ناصر جمال په ۱۹ توپونو ۸ ، اصغر ستانکزي په ۱۶ توپونو ۸ او محمد نبي په ۹ توپونو ۲ منډې وکړې.
نجیب الله ځدراڼ په ۲۲ توپونو ۱۴ منډې کړي او لا لوبه کوي.
د دې لوبې نور جزییات به وروسته همدلته خپاره شي.
دا شېبه د افغانستان د منډو شمېر ۱۲۰ ته رسېدلی، او ۵ لوبغاړي لا لري.
جاوید احمدي وسوځېد.
جاوید احمدي خورا ښه لوبه وکړه، په ۹۰ توپونو کې یې ۸۰ منډې وکړې.
اوس د افغانستان د منډو شمېر ۱۳۰ دی، ۶ لوبغاړي یط سوځېدلي دي.
د جاوید احمدي پر ځای میرویس اشرف راووت.
۳۱ اور روان دی د افغانستان د منډو شمېر ۱۳۰ دی.
د افغانستان د منډو شمېر ۱۵۵ دی. ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۳۷ اورذ روان دی.
دا شېبه میرویس اشرف او نجیب ځدراڼ بیټنګ کوي.
ځدراڼ ښه لوبه کوي.
میرویس اشرف په ۲۲ توپونو یوازې ۵ منډې کړي خو نجیب الله ځدراڼ په ۵۵ توپونو ۳۹ منډې کړي دي. له جاوید احمدي وروسته تراوسه په افغان لوبغاړو کې ده ښه لوبه کړې، نور ډېر ژر سوځېدلي دي.
د افغانستان د منډو شمېر ۱۵۹ ته ورسېد. ۳۸ اور پیل شو.
افغان لوبغاړو لوبه تېزه کړه. اوس د منډو شمېر ۱۶۵ دی، ۳۹ اور روان دی. ۶ لوبغاړي سوځېدلي دي.
نجیب ځدراڼ ۳ شپږیزې او ۳ څلوریزې وهلي او ټولټال یې ۴۵ منډې کړي دي.
افغان لوبغاړو لوبه تېزه کړه. اوس د منډو شمېر ۱۶۶ دی، ۳۹ اور روان دی. ۶ لوبغاړي سوځېدلي دي.
نجیب ځدراڼ وسوځېد په ځای یې دولت ځدراڼ راووت.
د افغانستان د منډو شمېر ۱۷۰، ۷ لوبغاړي سوځېدلي، ۴۱ اور روان دی
د افغان ټیم د منډو شمېر ۱۷۴ شو
افغان لوبغاړو ټولټال ۱۸۰ منډې جوړې کړې.
آیرلنډ په ۶ اورونو کې د ۲ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳ منډې کړي.
افغان لوبغاړي په ۴۴ اور وسوځېدل.
حمید حسن یو، محمد نبي ۲ او جاودید احمدي ۴ آیرلنډي لوبغاړي سوځولي دي.
جاوید احمدي په ۱۰ اورونو کې څلور آیرلنډي لوبغاړي سوځولي او ۳۷ منډې یې ورکړي دي.
آیرلنډ ۱۴۵ منډې جوړي کړي، ۳۶ اور روان دی.
آیرلنډ په ۱۴ اورونو او ۳ لوبغاړو یوازې ۳۶ منډو ته اړتیا لري.
ایرلنډي لوبغاړي اوس هڅه کوي چې ورو لوبه وکړي څو لوبغاړي ونه سوځي ځکه چې زیات اورونه لري او لږ منډو ته اړتیا لري. دوی په ۱۳ اورونو کې ۳۶ منډو ته اړتیا لري یعني که په هر اور کې ۳ منډې وکړي، بس یط دي.
دا شېبه د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۴۸ دی.د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۵۷ ته ورسېد. اوس په ۱۰ اورونو ۲۴ منډو ته اړتیا لري. په هر اور تر ۲ لږ زیات
آیرلنډ د بري په درشل کې دی. ۱۶۷ منډې یې کړي او یوازې ۱۴ منډو ته اړتیا لري. ۴۷ توپونه لا ورته پاتې دي.
د ایرلنډ ۷ لوبغاړي سوځېدلي دي. اوس آیرلنډ یوازې ۹ منډو ته اړتیا لري ۴۴ توپونه لري. په هر اور کې ۱ اعشاریه ۲۲ منډې یې پکار دي.
آیرلنډ اوس ۳ منډو ته اړتیا لري. داسي ښکاري چې لوبه یې په ۳ ویکټونو وګټله.
د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۸۰ شو
آیرلنډ افغانستان ته په ۳ ویکټونو او ۴۰ توپونو ماتې ورکړه