يادښت: ډاکتر ګيان چند دهندوستان د اردو ژبې نامتو ليکوال او څېړونکی دی. د څېړنې فن دنوموړي له غوره اثارو څخه دی. دغه اثر مې څلور کاله د مخه داستاد عبدالله بختاني خدمتګار، استاد صمیم او استاد هېوادمل په سپارښتنه له اردو نه پښتو ته وژباړه او هغه مهال د سیمه ييزو مطالعاتو په مجله کې دعبدالغفور لېوال په مرسته برخه برخه خپور شو. دغه کتاب تر اوسه چاپ شوی نه دی نو همدې امله غواړم چې برخه برخه يې تاسې درنو لوستونکو ته وړاندې کړم او بیا يې په نږدې راتلونکي کې په کتابي بڼه چاپ او خپور کړم.
په درنښت: محبوب الله خان
څېړنه او څېړونكى
څېړنه څه ده ؟
څېړنه يا تحقيق دلغات دمانا له مخې لټونه ،پلټنه اوموندنه ده .دڅېړنې كار او عمل د لومړني انسان او ديوه فرد له پيدايښته نيولې دژوند تر پايه روان دى .پخوانيو انسانانو دخپلې پوهې سره سم د طبعيت د مظاهرو لكه دلمر ختل او پرېوتل ، دشپې راتلل ،ورېځو ،باران سېلاب، زلزلې او نورو په اړه بېلا بېل تاويلونه او تعبيرونه كړي دي . دزلزلې په اړه ېې ويلې چې ځمكه دغوايي پر ښكر باندې ولاړه ده او كله چې غوايي ښكر وخوځوي نو زلزله راځي.
بله مشهوره كيسه ده چې په يوه كلي كې يوه ورځ باران شوى و او د شپې يو فيل له دې كلي تېر شوى و،په سبا چې خلكو پر ځمكه باندې دفيل دپښو خاپونه وليدل نو حيران شول، ټول دپلټنې له پاره دكلي يو نامتو څېړونكي ته ورغلل ، هغه ورته په شعر كې داسې ځواب وركړ : يا خو هوسۍ لوېې پڼې په پښو كړي ،يا شپې سره يوځاى شوي او يا مغل پاچا له دې لارې تېر شوى دى . دهغه شاعرانه تاويل دپام وړو مګر له حقيقته ډېر لرې و ،لامل ېې دا و چې سمه څېړنه ېې نه وه كړې . ماشومان هم دانساني فطرت په اړه له لويانو ډول ډول پوښتنې كوي . ماشومان لا پرېږدئ چې موږ لويان هم په ژوند كې ډول ډول لټونې او څېړنې كوو.
دبېلګې په توګه كه دګاونډي دكور تر مخ يو موټر ودرېد ، نو موږ له كړكۍ ورګورو چې هغه كره څوك راغى ؟ جامې وينځونكى چې كله پر خېرنو جامو باندې داغ وويني نو، لومړى دا مالوموي چې، داغ دسبو دى ، دچاى دى اوكه دګريسو؟؟؟ له پېژندلو وروسته ېې چاره كوي. كه دخپل كور دبوټو پاڼې مړاوې يا چينجي وهلې ووينو نو،دا فكر ضرور كوو چې دد لامل او علاج څه دى .؟ دا يو ډول اطلاقي او عملي څېړنه ده چې دډاكټرانو او حكيمانو كار دى .هغوى لومړى دا مالوموي چې يو ناروغ ته دكوم سبب له امله رنځ ورولېدلى دى ، دا ډول پېژندنه كه څېړنه ،نه ده نو څه ده ؟ يو ډول غير علمي څېړنه له جرمونو سره هم تړلې ده . يو پوليس او څارنوال دتورن كس دپېژندنې او لټونې لپاره دپېښې ځاى ته ورځي ،پلټنه كوي ،دپېښې دليدونكو او ښكار شويو خبرې را اخلي او له تورنو پوښتنې ګروېږنې كوي ، دا هم څېړنه ده چې دپلټنې نوم ورته وركړ شوى دى.
كه په دې برخه كې له عملي ساينس او پوهې نه كار واخيستل شي نو، دا بيا يو ډول عملي ساينسي څېړنه جوړېږي .كه پېژندنه ده او كه پلټنه خو دواړه يو ډول څېړنه ده .دلته زموږ له هر ډول شننې او پلټنې سره كار نشته . موږ څېړنه ديوې علمي اصطلاح په څېر كاروو او زموږ كارله ادبي څېړنې سره دى . دمسلم پوهنتون ددينياتو دڅانګې استاد مولانا كلب عابد په خپل كتاب (عمادالتحقيق ) كې دڅېړنې كليمه داسې تشرېح كړې ده . ((څېړنه يا تحقيق يوه عربي كليمه ده چې د تفعيل له وزنه راوتلې ده .اصلي توري ېې ح ق ق دي چې مانا ېې دحق ثابتول او يا دحق په لور تلنه ده .)) ۱ دحق مانا ريښتيا ده . له حق نه بيا حقيقت جوړ شوى ، چې مانا ېې دريښتيا څېړنه او موندنه ده . دډاكټر سيد عبدالله په وينا: (( دتحقيق او څېړنې لغوي مانا دعلم په رڼا كې ديوه شي د حقيقت ثابتونه ده يا دداسې كتنې نوم ده چې دريښتونولۍ پر بنسټ دموجوده شيانو سمه او غلطه ثابونه ده )) ۲ قاضي عبدالودود وايي چې : (( څېړنه په اصلي بڼه ديو شي ليدلو ته وايي )) ۳ خو دا تعريف پوره نه برېښي ، كه حقيقت څرګند وي نو داصلي شكل ليدل څېړنه نه ده . كه زه پر څوكۍ ناست يم او ليكل كوم ،خپله غاړه كږوم او هغه بل لور ته يوه څوكۍ ووينم ،نودا يو ډول كوښښ دى او څوكۍ هم په خپل اصلي شكل كې ښكاري ،ځكه نو دي كار ته څېړنه نه ويل كېږي .كله چې ديو شي اصلي شكل پوښلى او پټ وي نو دهغه اصلي شكل لټونه او موندنه څېړنه ده ،دانګليسي دريسرچ research كليمه درواخلئ ددې يوه مانا په دقت سره لټونه او دوهمه ېې بيا لټونه ده .درابرټ راس په وينا دا كليمه دفرانسوۍ د recherché نه راوتلې ده چې مانا ېې بېرته تلل او لټونه ده . د ريسرچ او دفرانسوۍ recherché دواړه ويونه دلاتينۍ ژبې له carfare نه راوتلي دي او مانا ېې اخوا دېخوا ګرځېدنه ده to go about له همدې نه بياد سركل circle او سركس circus كليمې راوتلې دي چې مانا ېې دايره ده . داسې برېښي چې دريسرچ ، research ،سركل circle اوسركس circus درې واړو سرچينه يوه ده. نو مانا ېې دا شوه په يوه دايره كې ګرځېدل را ګرځېدل او لټول .شيريډن بېكر وايي چې د ريسرچresearch مانا په دوهم ځل لټونه ده ، يانې هغه څه چې نورو لټولي وي د هغو يو ځل بيا لټول چې داسې يوه نوې خبره په كې راپورته شي چې نورو ته څرګنده نه وي او يا ېې موندلې نه وي . ۵ په هندي كې دڅېړنې داصولو بې شمېره كتابونه شته دي اوپه ټولو كې دڅېړنې دمفهوم او ماهيت دپېژندندې په اړه بحثونه شوي دي . په هندي كې كې د څېړنې لپاره ډېرې اصطلا ګانې شته چې دلته به پرې وغږېږو .
انو سندهان : ددې ريښه ((دهابي )) ده او مانا ېې پر خپل ځاى پرېښودنه ده . د((سندهان)) مانا (( لكش )) target او هدف ده يانې ديوه هدف پسې تلل يا په نښه كول . د ((انو )) مانا ده وروسته ، پايله ېې دا شوه چې د يوه هدف په نښه كول او څارل .د((انوسندهان ))بله مانا دخورو او يرې شويو تارونو تړنه او تاوونه ده . ۶ شوده: ددې ريښه ((شده)) يانې پاك او خالص نو د ((شوده )) مانا دا شوه چې ، دخيرې لرې كونه او پاكونه لكه سره زر چې څوك پاكوي .
انويشن : وروستى نون ېې سرچپه دى او ريښه ېې په معروفه يا باندې ((ايش)) يا ((ايشاه )) ده چې مانا ېې غوښتنه او تمنا ده . د((انو)) مانا وروسته وه يانې ديوې تمنا يا غوښتنې څارل . كه ددې ريښه ((ايش)) په زور باندې راشي نو مانا ېې پېژندنه راوځي ، يانې ديو شي پېژندنه او ورپسې تلنه . په دې ټولو اصطلا ګانو كې ((انوسندهان )) او(( شوده )) زيات كارېږي. ډاكټر ناګيندروايي چې نورې پرېږدئ او يوه غوره كړئ ، دهغه په اند ((انوسندهان)) تر ټولو غوره ده .۷ خو دهغه برعكس ډاكټر راوت او كهنډ يلوال داسانتيا په خاطر ((شوده )) تر ټولو غوره ګڼي . ۸په همدې توګه داردو اصطلاح تحقيق مانا ريښتيا يا حقيقت ده ، دانګليسي دريسرچ مانا لټونه او بيا لټونه ده او د هندي د انو سندهان مانا دټاكلې نښې څارنه ده . په اردو كې ريښتيا پوښلې ده او په انګليسي كې يواځې لټونه ده . لټونه ديوه عام او غېر مهم شي هم كېدلى شي . لكه پر ځمكه چې يوه نا څيزه سيكه پرېوځې ،نو دهغې لټونه او يا ديو ځاى لټونه هم يو كار دى .دهندي اصطلاح بيا تر ټولو اسانه ده يانې ديوه هدف پسې تلل . دا هدف هر څه كېداى شي . لكه ديو چا دوزير كېدو كوښښ . د((شوده )) اصطلاح هم سمه ده مګر د ((انوسندهان )) تر مخې ماته خوري . خو داردو اصطلاح تحقيق يا ادبي تحقيق بيا تر ټولو په لوړ ځاى كې واقع ده . دڅېړنې داصولو هندي كتابونو دپوهنتونونو دقوانينو دڅېړنې تجزيه هم كړې ده . ډاكټر ناګيندر او ډاكټر شيل كماري ۹ دواړو داګره پوهنتون قوانين ثبت كړي دي د شيل كماري سره داګره پوهنتون داساسنامې دېرشمه (۳۰) ماده داسې ده (( دنويو حقايقو پېژندنه او دزړو حقايقو څېړنه )) خو ډاګټر ناګيندر بيا ليكلي چې داګره پوهنتون د ((ډي لټ )) قواعد يوډول اضافه ده دعلمي بريدونو پراختيا بيا د ((پي اېچ ډي )) او (( ډي لټ )) دواړو له پاره سمه غوښتنه ده. په پوهنتونونو كې د څيړنې څلور غوښتنې دي .
۱. د ناڅرګندو حقايقو موندل .
۲.د موجود حقايقو دوهم ځل جاج اخيستل.
۳. د علم د بريدونو پراخول .
۴. وړ او مناسب اسلوب.
ډاكټر ناكيندر د هندي يو نامتو كره كتونكى دى . له همدې امله هغه په څېړنه كې د ادبي روح د لټونې پر مهال وايي، چې په ساينسي څېړنه كې حقايق (Facts ) ارزښت لري او په ادبي څيړنه كې فكراو. د ټولنپوهنې په څېړنه كې دواړه. د هغه په اند د ادبي څېړنې لوازم دادي .
۱-دناڅرګندو څرګندول
۲-دغير موجودو پيدا كول او راوړل.
۳-د موادو پلټل .
۴-د فكر په مرسته د اصولو لټول.
۵-وړ اسلوب.
۶-د پوهې د پراختيا بنسټيزه موخه.
ټولې پوهنې په پای كې فلسفې ته ورته شكل غوره كوي. هغه څه چې نه تر سره كيږي د ټيټې پوړې دي له همدې امله هغه په څېړنه كې فكر او فلسفه ځايول غواړي ډاكټر تلك سنګهـ هم د پوهنتونونو له اصولونه اغېز من دى .هغه د څېړنې تعريف داسې كوي (( څيړنه د پوهې هغه څانګه ده چې د يوې منظمې كړند لارې لاندې په ساينسي اسلوب سره د نا څرګندو حقايقو لټول او د څرګند و حقايقو نوې تشرېح وړاندې كول چې د پوهې په برخه كې پراختيا را منځته شي.))
د هغه په اند د څېړنې عناصر دا دي :.
۱-نا څرګندو څرګندول .
۲.- د څرګندو نوې تشرېح .
۳.- يوه ټاكلې كړند لاره.
۴. -ساينسي اسلوب .
۵-. د پوهې پراختيا .
۶. – د مواد را ټولول.
۷- د ريښتينو پايلو تر لاسه كول.
ددې نه اخوا هغوى د نورو معلوماتو ترتيبولو يادونه هم كړې ده واټسن ويلي دي چې د څېړنيزې مقالې د ليكلو يو لامل دا هم ده چې يو پوهاند داسې فكر وكړي چې د يوې موضوع په اړه مواد لږ پيدا كيږي دى كې پوره كوي يا كوم مواد چې پيدا شوي د هغو دغلطيو سمونه كوي.
۱۱. څيړنه د يو پوښلې حقيقت د روښانه كولوله پاره ټاكلې كار او عمل دى. له همدې تعريف سره د څېړنې موخه څرګنديږي ( د نا څرګندو يا كم څرګندو پيژندل ) يانې كوم حقايق چې زموږ تر مخ نشته د هغو لټول يا هغه څه چې شته خو روښانه نه دې د هغو روښانه كول . انسان تل د نا څرګندو شيانو د پيژندلو په هڅه كې دى . په څرګندلو او پيژندلو كې له نورو ګټو پرته د ذهني ډاډ او باور تر لاسه كول هم شته. تركومه چې دادبي څېړنې خبره ده، نو دلته موخه همداده چې د ځينو ليكوالو، پړاونو، سيمو، كتابونو او نورو پنځونو په اړه چې معلومات كم دې نور هم تر لاسه شي ، هغه څه چې مالوم دې جاج ېې واخيستل شي، غلطي يې سمې شي ،څو د غلطو مالوماتو په بنسټ غلطې پرېكړې و نه شي.
نور بيا
ګرانه استاده هیله کوم کوم لوی کار مو چې کړی ژر یې چاپ کړی او لدې برخې برخې خپراوي یې تیر شی ځکه چې مونږ په پښتو ادب کې پدې برخه کې زیات مشکلات لرو محصلین خو پر ځای پریږده چې خپله استادان هم له تحقیق سره ندي بلد څه موده وړاندې مو د تحقیق مضمون د افغان امریکن پوهنتون د ماستري پروګرام په برخه کې درلود چې زیات یې ستړي کړو زما په فکر د روهي صاحب د څیړنې لارښود څخه بغیر مونږ پدې برخه کې داسې کوم منظم اثر نلرو نو هیله کوم چې دا کتاب ژر تر مونږ راورسوی ګنې بیا درباندې عریضه کوو.ههه