استاد محمد مشتاق احمد

کشر وم، لږ خلک مې ليدلي و؛ خو هغه تله راسره نه وه، چې خلک پرې وتلم. په ټلويزيون، راديو، اخبار او مجله… کې مې د ځينو خلکو عکسونه ليدل. چا د وينا په حال کې لاس پورته نيولی او خوله يې خلاصه ده، له چا سره مرکه شوې، د چا مقاله خپره شوې.. هغه وخت مې ګومان کاوه چې، څوک چې په ميډيا کې ښکاره کېږي، دوی حتمي تکړه خلک دي؛ ځکه خو مشهور شوي دي!

اوس پنځ ويشت کلن يم. ځينو هغو کسانو سره مې وليدل چې پخوا يې له نامه يا څېرې سره آشنا وم. يا مې کومه مرکه کې ليدلي وو، يا اخبار يا بل چېرته. يا وزير و مدير تېر شوي.. خو هغه ګومان چې مخکې مې لاره، راسره بدل شو. ځکه دوی ستر شخصيتونه نه وو، کاذب شهرتونه يې تر لاسه کړي وو، يا د کومې موخې له پاره مشهور کړل شوي وو.

خبره ډېره نه غځوم، اصلي موضوع ته راځم. کله چې پوهنتون کې وم، د عمران احسن خان نيازي له نامه سره ډېر مخ کېدم. هغه په اسلامي قانون او غربي قانون کې د حقوقو پوهنځي محصلينو ته پرېمانه کتابونه ليکلي. زما مينه ورسره هغه وخت پيدا شوه چې په ځينو ژورو موضوعاتو کې مې د ده بدل او بېل نظر ولوست. نو ورسره د ملاقات تلوسه مې ډېره شوه.

1د پوهنتون درېيم کال و. زما بېلګه استاد محمد مشتاق احمد په نړيوال قانون او اسلامي قانون کې د ځواک استعمال (Use of force) په اړه کتاب ليکلی و او د کتاب مخکتنې ته يې عمران احسن خان نيازی هم رابللی و. زه د نيازي په خاطر غونډې ته ورغلم. نيازی که څه هم د غونډې مشر مېلمه و، خو د مېلمنو په کتار کې کېنناست. د نورو له ټينګار سره سره، يې دا ځای غوره کړ او ويلې يې چې زه له شاګردانو سره په ناسته خوښېږم.

هلته مې نيازې لږ وليده، خو پخوانۍ مينه ورسره څو چنده شوه.

د پوهنتون دبچلر مرحلې وروستی سمستر و، چې استاد خالد حاتم خبر کړم چې نیازی صاحب د ماسترۍ يو صنف ته درس ورکوي، ډېر خوشاله شوم. د هغه درس به د شپې اته بجې پيلېده. په اوله ورځ اووه نيمې بجې لاره کې ورته منتظر وم چې د صنف ته تلو اجازه ترې واخلم، ځکه زه د دې مرحلې او د دغې څانګې شاګرد نه وم. نيازي ډېر ښه روغبړ راسره وکړ او په ډېره مينه يې د حاضرېدو اجازه راکړه.

ما له نيازي سره د نږدې درې مياشتو شاګردۍ وياړ تر لاسه کړ. په دغو درې مياشتو کې په دې قانع شوم، چې په ليدلو کسانو کې، نيازی تر ټولو ستر شخصيت و. هغه په صنف کې له خپلو شاګردانو سره داسې معامله کوله، لکه د پلار او زوی او يا تر دې هم صميمي. درس به يې په ټوکو پيلاوه، او خپلو شاګردانو ته يې د ټوکو کامله آزادي ورکړې وه. هر چا ورته د زړه خبره کولای شوای. خو کله چې يې جدي خبره کوله او خپل فکر يې بياناوه، د صنف هغه شاګردان چې ډېر لاابالي هم وو، ډېر به دقيق ورته ناست وو. ما ته د اسلامي تاريخ هغه کيسې رايادې شوې، چې د فلانکي سړي درس ته به شاګردان دومره ځير وو، چې مرغيو به د بوتانو ګومان پرې کاوه!

هغه له خپلو شاګردانو سره بېل تعامل لاره. درس کې به يې بېل خوند و. ما د زده کړې په شپاړس کلنه دوره کې له درسره دومره خوند نه و اخيستی، لکه د ده له تدريسه چې مې واخيست. ټوله ورځ به مې انتظار کاوه چې ژر د نيازي د تدريس شېبې راورسېږي او په ختمېدو به يې خپه کېدم.

نيازي تجمل نه کاوه، بلکې خپل حقيقت يې تمثيلاوه. هغه انسان دی او نه يې غوښتل چې ځان خپلو شاګردانو ته له انسانيته پورته ښکاره کړي. هم يې ټوکې کولې، هم د فلم کيسې او هم به يې جدي خبرې او ژور بحثونه.

ما چې نيازی له نږدې وليده، ويل مې، د ده شاګردان چې زموږ د پوهنتون له اوچتو استادانو دي، لامل يې د ده اوچته روزنه ده. ما د پوهنتون په څلور کلنه دوره کې، له استاد محمد مشتاق احمد نه ډېر څه زده کړي وو خو زه نه پوهېدم، چې د هغه د لياقت او نبوغ کې له شکه پرته د هغه خپل استعدا هم شامل دی، خو اصلا د نيازي د اغېزې پايله ده.

د نيازي ليدل او له ده سره لنډه موده تېرول زما د ژوند له ښو او نه هېرېدونکو شېبو څخه وو. ما په هغه کې د سترتوب واقعيت وليد او د ځينو کاذبو شهرتونو خامي هم راته ښکاره شوه.

نيازی متعاقد پروفیسر دی، اويا کاله عمر لري، خو زه لا هم هيله من يم، چې بيا د ده شاګردي وکړم، پوهه ترې تر لاسه کړم او انسانيت ترې زده کړم.

شاګرد او مريد يې، زاهد جلالي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *