خبریال: محمدالله همت یار- په پکتیکا ولایت کې د مدني ټولنو لسګونو ښځينه او نارينه استازو په یوه احتجاجي غونډه کې د فرخندې وژنه په سختو ټکو وغندله او د هغې د قاتلانو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
٢٧ کلنه فرخنده تېره اوونۍ د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو وروسته ووژل شوه او وروسته يې جسد هم وسوځول شو.
خلکو ادعا کوله، چې فرخندې قران کريم ته اور ورته کړى دى، خو د ارشاد، حج او اوقاو او کورنيو چارو وزارتونو، چې د پېښې د څېړنې مسووليت پر غاړه لري، ويلي چې په دې سيمه کې د قران کريم د سوځولو هېڅ پېښه نه ده شوې.
د پکتیکا لسګونه ښځينه او نارينه د همدې پېښې د غندلو په موخه نن د دې ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې سره رايوځاى شوي وو او د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې يې د فرخندې د قاتلانو د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
غونډې ته د ډاکټر لیلا په نوم یوې ښځینه ویناوالې په خپلو خبرو کې، د فرخندې وژنه له بېلابېلو اړخونو يوه ډېره دردوونکې پېښه وبلله، د لیلا په خبره چې له دين او ټولنيزو اخلاقو څخه ناخبرو د کوڅې او بازار جاهلانو قانون په خپل لاس کې واخيست، د اسلام له نوم څخه يې ناوړه استفاده وکړه او په همدې نوم يې يوه بې ګناه تور سرې په ډېر وحشت ووژله او بيا وسوځوله.
هغې، دغه پېښه د بشر او انساني کرامت د سپکاوي تر ټولو بې سارې بده پېښه ياده کړه او ويې ويل: ((اوس د ټولو هېوادوالو سترګې د اړوندو مسوولينو لوري ته دي، ترڅو عدالت تامين کړي.))
په غونډه کې د سواد مدني ټولني مشر محمدالله همت یار هم په خپلو خبرو کې دا پیښه یوه لویه دردوونکي پیښه یاده کړه او له قضايي ارګانونو یې غوښتنه وکړه چې د هغې د قتل ټول عاملين باید په خپله سزا ورسوي، ترڅو په راتلونکي کې د داسي پیښو د پیښیدو مخنیوی وشي.
د ويلو ده چې له دې وړاندې هم په کابل، جوزجان، کندوز، باميان، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو کې خلکو د لاريونونو په ترڅ کې د فرخندې وژنه په کلکه غندلې او عاملانو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
دپكتيكا د خلكو دعه عمل د قدر او ستايلو ور دئ ، خو كاشكي چه د پكتيكا د شزو خقونو ته هم پاكم وكري ، د زده كري خق وركري ، د ميراث برخه وركري ، د واده كولو په وخت كي ورته د خپل راتلونكي ژوند پوره صلاحيت وركري ، په دي نمايشي كارونو هيس هم نه كيژي ، بريالي اوسي