د لومړي ځل لپاره پروفیسر فریېدریښ ېرنست ډورن په ۱۹۰۰ عیسوي کال کې رادون وموند او د رادون ېمانېشن نوم یې ورته غوره کړ . په ۱۹۰۸ کې بېا رامسي او ګرېی دا ثابته کړه چې رادون تت او تر ټولو دروند ګاز دی. په رادون کې د الکترونونو د تتوالي ځانګړی ډول، ده ته د ګازي خاصیت وړتېا ورکوي سره له دې چې دی له سربو نه هم زېات وزن لري.

د درانده فزیکپوه ښاغلي ٬محمد تنها٬ له مرکې وروسته ما د رادون په هکله ددې پړپړې ژباړل ځکه اړین وګڼل چې په افغانستان کې ولس له خپلط روغتېا سره قمار وهي او بې پروايي کوي بله دا چې په دې هکله معلومات ډیر کم دي. البته په دې برخه زه هم کومه اکاډیکمه زده کړه نه لرم خو هیله دا هم ده چې لوستي او کارپوه کسان به په منظم او مسلسل ډول د عامه پوهاوي د زېاتولو لپاره لاس په کار سي او په خواله رسنیو کې د بحث لپاره د بحث کولو پر ځای به د ولس د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره هدفمنده کار ته ملا وتړي او هم به په هغو ساحو کې چې دوی مېشت دي د کور په کور ګرځېدا او مالوماتي پاڼو د وېش په مټ ولس ته د عملي لارو چارو په ښودنې خپل ټولنیز مسولیت هم ادا کړي. هغوی چې زما په څېر لږ معلومات نه لري، هر یو په خپله مسلکي ساحه کې، د ویکیپیدیا د پښتو بڼې په غني کولو کې اغېزمنه ونډه اخیستی سي خو په دې شرط چې د فیسبوک له تاریاکو پرهېز وکړای سي. د دې لیکني د لوستلو په موکه دا هم په پام کې لرئ چې دا هر څه ما یوازي له مختلفه انترنتي وېبپاڼو څخه راژباړلي خو شخصا زه په دې اړوند هیڅ زده کړي نه لرم. هیله مند یم سې په کار پوه کسان به زما د لیکنې خطاوي راسمي او پخپله به په دې برخه کې د ولس د پوهې د لوړو لپاره اړین مالومات شریک کړي.

رادون د غرونو د کمرونو په تل کې د توریوم په زېرمتونونو کې شته او ګڼ ایزوتوپونه لري سې په هغو کې د تورون ۲۲۰ ایزوتوپ یې له توریوم نه رابېلېږي. توریوم یو رادیواکتیف فلز دی او په نارویجي غرتلونو کې په لوړه پیمانه موندل کېږي او د رادون نورو ایزوتوپونو ته په ورته والي د الفا وړانګي آزادوي. په لنډیز ډول کولی سو ووایو سې الفاوړانګي د هېلیوم له هستې نه رابېلېدونکي وړانګې دي سې د دوو الکترونونو کمی لري. همدا د هېلیومونو په هستو کې د دوو الکترونونو کمی، په هماغه چاپېرېال کې د هېلیمونو د همدې کمشوېو الکترونونو د بېا موندنې په یوه هڅه کې په سږو، ډې اېن اې، اینزایمونو او د حجرو په دېوالونو کې د هغوی د چارج د لوړېدا سبب ګرځي. د کنګلتلونو د راوړېو تېږو په کوړو کې د تورون زهرې اثر لا لوړېږي او رادون مخامخ د همدې غونډیو سرونو ته راپورته کوي په کومو سې ګڼو خلکو په ناخبرۍ کې خپلونه کورونه آباد کړي وي. په همداسي غونډیو آباد سوي کورونو په تکاویوو کې د تورون د شتون شونتېا زېاته وي ځکه نو په کار ده سې د دولت د مضره وړانګو سره د مبارزې اداره ،که په افغانستان کې اصلا شتون ولري، او روغتېاپالې ادارې باید داسې آبادیو ته زېاتره پاملرنه وکړي تر څو د رادون د کچې په راټیټولو کې اغېزمن ګامونه واخیستل سي. هېره دې نه وي سې که د ښارې پراختېا یا ښارجوړوني یا ښاروالی اداري هم د رادون نه له اغېزمنو ساحو خبر واوسي نو د ځمکو قوالو د ورکړې او یا د کور د نقشو د تایئدولو په موکه به هم له احتېاط نه کار اخلي او به همزمانه د ځمکې اخیستونکی د مالوماتي پاڼو په ورکړه د رادون له شتون او په روغتېا د هغه له منفي اغېز نه خبروي.

وروستی څېړني (۲۰۱۵ع) سې په دې اړوند تر سره سوي دا راڅرګندوي سې رادون د یو کس د سږو د سرطان په اخته کېدو کې د هوا تر ککړتېا هم خطرناکتره دی او له سګرټو وروسته په سرطان د اخته کېدو دوهمه سرچینه په ګوته سوي. رادون د سږو د سرطان د اخته کېدو په اړوند په ناروې او امریکې کې یوه ستره ټولنیزه ستونزه ګرځېدلي. د بېلګې په ډول په امریکې کې د سرطاني پېښو شل سلنه د رادون له وجې رامنځ ته سوي. دا ګاز د الفا وړانګو د آزادولو په مټ په سرطان اخته کېدو ته لار هواروي او سږي ژوبلوي. کله سې رادون سږو ته لار مومي د سږو هجرې د رسېدلې صدمې د جبران لپاره چټک غبرګون ته آماده ګې لوړوي او ډي این اې او اینزایمونه لوړکچی غبرګون ښيي. په مسلسل ډول د رادون تر برید لاندي راتګ او اغېزمنېدا د ساه بندۍ، حساسېت او په اوږده مزل کې په سرطان اخته کېدو ته لار هواروي. دا سې یوازي له ښاغلي محمد تنها نه بغیر کوم بل چا په افغانستان کې د رادون د کچلو هڅي نه دې کړي مانا یې دا نه ده سې هلته به یې کچه ټیټه یا په نشت کې وي.

رادون یو غیر مرئي، بې بویه ګاز دی سي په مسلسل ډول د ځمکې پر برسېرنه غشا رامنځته کېږي. په عادي حالاتو کې د کور نه بهر د رادون شتون چندان لوړ نه وي خو روغتیایي خطره یې هلته محسوسېږي سي کله د دې ګاز راټولېدا یا متمرکزېدا په کورني چاپېریال کې زیاته سي. رادون کورونو ته د هوا پر مټ له ځمکتل نه رالوړېږي او د دېوالونو او په تهدابونو کې د شته چاکونو، د نل غزونو او د برېښنایي کېبلونو د غزولو په کانالونو کې د شته خلاوو له طریقه او د اوبو او اوبه ایستنې د نلونو له طریقه د کورنې چاپېریال هوا ته لار موندي. دا په دې مانا ده سي رادون له دېوالونو او تهدابونو نشي تېرېدای او که په دې دیوالونو او تهدابونو کې شته خلاوې تتي کړای سي نو د رادون ګاز د وړانګو د خپرېدو مخنیوی هم کېدای سي. دا سي دا ویل کېږي سي رادون د اوبو له طریقه هم د انسان بدن زېانمنوالی سي. دلته اړینه ده سي په دې مو سر خلاص وي سي خپله د همدې اوبو څښاک انسان نه زېانمنه کوي بلکه له همدې اوبو نه آزاد سوی د رادون ګاز انسان ته خطرناک دی. د بېلګي په ډول د رادون د شتون په اړوند د نلکو اوبه په خپله نه دې خطرناکي خو د لوښو مینځلو، شاورنېولو او په دې اوبو دې ته ورته نورو چارو تر سره کولو په موکه د دې ګاز آزادېدا د تنفس له طریقه د انسان سږو ته لار ووباسي. دا سي افغانستان یو غرنی هېواد دی او په ناروې کې د رادون د شته ساحو نقشې ته په پام سره داسي برداشت کېږي سي ګواکي دا ګاز په زیاته پیمانه په همداسي منطقو کې زېات شتون ولري نو په افغانستان کې د کورونو زېرزمینيوي، بدرفتونه، څاګاني او نلکۍ هغه څه دي سي له رادون نه د اغېزمنو ساحو مېشتي خلک باید ژور پام ورته ورکړي او تر جوړولو د مخه یې د رادون د مخنېوي کولو او یا د ځانګړو هواایستونکو په ذریعه یې د ایستلو لارو چارو ته ژور فکر وکړي. البته په دې اړوند د حکومت د مضره وړانګو د خپراوي د مخنیوي د اغېزمنې او فعالې ادارې شتون یو اساسي شرط دی.

دا سي رادون د کورونو له تل نه پاس ته رالوړېږي یا په بله عباره الوت کوي، نو له رادون نه په یوه اغېزمنه محوطه کې به د دې ګاز زیات تمرکز له زېرزمیني راپيلېږي او سي څومره پورته راځئ هغومره به یې تمرکز کمېږي. که د دې ګاز د اندازې د کچلو وسایل ولرئ کم له کمه د کور په هر پوړ کې یې په یوه کوټه کې اندازه سنجي تر سره کړئ. په هغو اپارتمانونو کې سي په لوړپوړو بلاکونو کې دي یوازي هغه منزلونه سي تهداب ته نږدې وي خو په هغه بلاکونو کې سي په غرونو کې بسېا سوي او د کورونو میلان یې فرق کوي هلته بېا ښه ده سي تر دریم او حتئ څلورم پوړه پوري یې په اپارتمانونو کې د رادون د شتون کچه وسنجول سي.

دلته په ناروې کې د هر هغه کور خاوند سي خپل کور په کرایه ورکوي د دې مسولیت لري سي د په کرایه ورکولو په موکه په کور کې د رادون کچه په کمترینه ممکنه برید کې وي. که د یو کور په هر متر مکعب کې د رادون ګاز کچه له  ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ بي کیو نه لوړه واوسي نو باید د دې مضره وړانګو د خپراوي د مخنیوي تدابیر ژر تر ژر عملي کړای سي.

په ناروې کې سي کله یو څوک خپل کور یا د کور یوه برخه په کرایه ورکوي د دې شونتېا هم سته سي د دولت د مضره وړانګو د خپراوي د مخنیوي اداري ناببره تفتیش ورواستوي او په هغو حالتو کې باید د کور مالک هغه اسناد ولري سي دا په استناد رسوي سي د رادون کچه له ټاکلي ستاندارد سره سمون لري او یا دا سي مالک یې د لوړوالي په حالت کې لازمه تدابیر پلي کړي دي. دې اسنادو ته باید د کور په کرایه نیونکی شخص هم لاسرسی ولري. که په کرایه ورکړ سوي کور کې د رادون کچه ټیټه وي خو مالک اصلا نه وي کچلې په کرایه کې د تخفیف غوښتنې ته لار هوارېږي خو که په همدې کور کې د رادون د وړانګو کچه لوړه او پهکرایه نېوونکی له هغې نه زیانمن سوی واوسي نو:

۱: کرایه کې د تخفیف په ورکړه کې پرېکنده فرق باید راسي.

۲: د درملنې، د کار د وړتېا د له لاسه ورکولو جبران او د یوې کورنۍ د یو نفقه رسوونکي د وفات له درکه د رسېدلې زېان جبران ته لار هوارېږي.

د رادون د خپرو شویو وړانګو د کچې د ټاکلو لپاره یو ډول پلاستیکي خښته رقمه پیته او هم د الکترونیکي کچلو وسایل سته، سې په ناروې کې له دولتي ادارو سره د تماس نیونې پر مټ او یا شخصي کارپوه کمپنیو سره د تماس نیونې له طریقه یې شتون عملي بڼه خپلوالی سي. په ورته وخت کې یو کس په خپله هم د یادې شوې پيتې او یا هم الکترونیکي وسیلې په ذریعه د رادون کچه مالومولی سي خو د هغو مالوماتو د پوهېدا لپاره باید یاده شوي پیته یا الکترونیکي وسیله بېا کارپوه ادارې یا دولتي اړوندې مرجعې ته واستول سي تر څو د همغو نتایجو پر اساس د تدابیرو وړاندیز درته وکړي.

په دې اړوند سي ولي ښایي سي په ژمي کې دي د رادون وړانګو د کچې سنجول تر سره سي، دا د یادولو وړ ده سي دا کار ځکه په ژمي کې تر سره کېږي سي په همدې موسم کې د هرې تړلي محوطې په هوا کې د رادون تمرکز ثابتره وي او همدارنګه تر اوړي یې کچه لوړتره هم وي. دا ډول کچل ښایي سې د کال په همدې موسم کې کم له کمه د ۲ مېاشتو لپاره تر سره سي دلته په ناروې کې بېا د اکتوبر له نیمایي بېا د اپریل تر نیمايي د رادون د کچې سنجولو مناسب وخت دی. دې ته مو هم پام وي سې ځیني وخت کېدای سي په هغو ساحو کې سې د رادون له شتون نه د اغېزمنو ساحو په نوملړ کې شاملي هم نه وي ځیني کورونه دې رادون ولري. د دې وجه کېدای سي دا واوسي سې هغه تعمیراتي مواد یا خاوره سې د کور تهداب ته راوړل سوي له داسې یو ساحې نه راوړل سوي واوسي سې له رادون نه اغېزمنه سوي واوسي.

رادون دوراني سلولیز وېش اغېزمنوي

د رادون ګاز د اوبو په زېرمو کې هم موندلی سو سې دلته په ځانګړي ډول کولای سو امریکې او فلسطین ته اشاره وکړو چې د هاضمې له طریقه هم اخیستل کېدای سي. رادون خو اصلا په بدن زهري اثر لري خو د وړو دوزونو په ورکړه د عام او مفصلي روماتیزم په درملنه کې هم کار ځنې اخیستل کېږي. زهرجن تاثیرات یې بېا په سږو، مرۍ او حنجرې کې راڅرګندېږي. کله سې د رادون ګاز په سږو کې د هیلیوم هستې تشي کړي، دوی د هغه اکسیجن سې دوه الکترونونه یې بایللي، په ذریعه غبرګون ښيي او هغه فوق العاده ریاکتیفه O2+  او O2+. پنځوي.

د اکسجن دا ډولونه په اینزایمونونو، ډي این اې، حجروي اجزاوو او حتئ له ککړ چاپېریال نه په نایتروجن ډي اوکسید هم غبرګون ښيي. په سږو کې دا ډول غبرګونونه د پاړسوب د کچې د لوړولو سبب ګرځي سې هغه بېا په خپل وار سره د ساه ایستنه مشکلوي، حساسېت پنځوي او په بدترینه حالاتو کې تر کلونو اغېزمنېدا نه وروسته د سرطان سبب ګرځي.

رادون د خپلو رادون لوڼو په ذریعه هم تاوان رسولی سي. رادونلوڼي هغه ثقیله رادیو اکتیف فلزات دي سې د رادون د هستو د تشولو په موکه راوپنځېږي. رادونلوڼي اساسا د پولونیوم او بیسموت رادیو اکتیفه واحدونه دي سې د ګاما وړانګي آزادوي. د ګاما وړانګو د خپرونې فریکوینسونه د اتم بمب د چاودنې فریکونسونو ته ورته دي، او د شته مضره وړانګو د خپراوي غښتلیترینه او مضرترینه ډول دی سې په مستقیم ډول ډي این اې ژوبلوي. دا ډول یو میکانیزم سې د التهابیت ته وده ورکونکو اکسیجن د ډولونو او رادیو اکتیفي ثقیله فلزاتو پر اساس پایي، حتئ کمه متمرکزېدا یې د سږو د حجرو لپاره زښته درنه تمامېږي.

په نړیواله کچه رادون د هوا تر ککړتېا د په سرطان د اخته کېدو لویتره دلیل بلل کېږي او له سګرټڅکولو وروسته د سږو په سرطان د اخته کېدو دوهم نمبر اخته کوونکی دی. نوري هغه ناروغیوي سې د رادون له مسمومېدا نه رازېږي د پوست او لیموفونونو سرطان دی. دلته په ناروې کې وروستۍ څېړنو دا راسپړلي سې د پلازمینې اسلو او ورته څېرمو منطقو کې چېرته سې د رادون کچه نسبتا لوړتره ده، مولتي سکلیروز او یا د څوګونی فلج ناروغي زېادتره تر سترګو کېږي سې دا موندنه په خپل ذات کې د څېړونکو لپاره هیښوونکي وه.

په ناروې کې د سرطاني پېښو د ښودنې ملي احصایوي راجسترونه له ۱۹۵۵ عیسوي کال نه راپدیخوا د سږو د سرطان په زېاتیدا کې یو پریکنده توپیر ښيي. که څه هم په نارینه وو هغو کې دا بدلونونه ثابتره دي خو په ښځینه وو کې سې پخوا یې د سږو د سرطان بېلګي هغومره زېاتي نه وي، له ۱۹۸۰ عیسوي کال نه راپدېخوا ژور منفي بدلون تر سترګو کېږي. نو کله سې په ناروې کې د مېشتېدا بڼې ته، یاني له کلیو نه ښاریو ته سې چاپيریال یې ککړتره دی، د کوچېدا بدلون ته د سږو د سرطان د اخته کېدو د یو دلیل په سترګه کتل کېږي نو تصور یې کولی سو سې د افغانستان په لویو ښاریو کې به د هوا ککړتېا او د مضره وړانګو نه د متاثره ساحو نه ناخبرتېا د څومره سرطاني پېښو په رامنځ ته کولو کې ګرمه واوسي. دا شووني ده سې د سږو په سرطان د اخته افغانانو نه ډېری دي یا د هوا له ککړتېا نه او یو هم د رادون د ګاز له مسمومېدا نه د سرطان په دې دول اخته سوي واوسي خو ستونزه دا ده سې مونږ به ښایي داسي کومه اداره اصلا ونه لرو سې له دې دي اصلا خبره واوسي سې د وطن کومې برخې له رادونه اغېزمني ساحي دي.

له یوې محوطې نه د رادون د اغېزمنې ایستنې لپاره، یاني کم له کمه پنځوس سلنه محوطه ځني تشه سي، د بېلابېلو میتدونو وړاندیز کېږي. په دې اړوند دClinical Advances in Haematological Oncology (2012) مجلې د رادون ایستنې د ۱۱ میتودونو نوملړ خپور کړی دی سې تر ټولو اغېزمنترین ته یې ”active soil depressurization” میتود وایي سي د یو کور په تهداب یا تکاوۍ کې د رادون ایستنې د سیستم د نصبولو پر مټ تر سره کېږي. د دې مېتود اغېزمنوالی بېا هم له ساحې تر ساحې فرق لري. د دیوالونو او فرشونو یا کوټه تلونو تتولو ته هم د یو اغېزمن تدبیر په سترګه کتل کېږي خو هغه میتودونه سې د کور تتول پکې په پام کې نیول کېږي کېدای سي د کور دننه هوا د خرابېدا او د کاربن دای اکساید د کچې د لوړېدا سبب وګرځي. ځکه نو اړینه ده سې هر اړخیز فکر ورته وسي. البته تکاویوو ته د طبیعې هواکشونو جوړونه ارزانترینه او هممهاله اغېزمن میتود ګڼل کېږي. په فایبري   فرش د اغېزمن ځمکې پوښل یو بل نسبتا ارزان میتود ګڼل کېږي سې په ډېرو ځایونو کې کارول کېږي. د ناروې په څېر شتمن مملکت کې لا داوا کېږي سې ډېری کورونه یې د رادون ایستنې له آسانتېاوو بغیر جوړ شوي سې دا پخپله د خپلې روغتېا په مقابل کې د انسان بېپروایي ښيي.

په عامه روغتېا د رادون ګاز منفي اغیز ته په پام سره او دا سې د ناروغه وګړو پالنه او درملنه شخصي او دولتي اقتصاد ته څومره ګرانه پرېووزي په کار ده سې دولت په دې هکله هراړخیزي څېړني پیل کړي او حتئ په نویو آبادیو کې په وړیا ډول هم مشورتي کار مخ ته بوزي او هم په وړیا توګه د رادون ګاز د خپراوي او رادون ایستنې وسایل وویشي. داسي هم کېدای سي دولت دې هغو وګړو یا تعمیراتي کمپنیو ته سې د رادون ګاز د خپرېدو په مخنیوي کې برخه اخلي دکړو لګښتونو عوضي ورکړي. په ورته ډول دولت ولایتونو ادارو ته هم د دې چارې د پلي کولو لپاره سبسایډي ورکولی سي خو اول باید د څېړنیزو مرکزونو بنسټ کېښودل سي تر څو هغوی په اوله مرحله کې اغېزمنې ساحې په ګوته کړي. د اغېزمنو ساحو د نقشو شتون به د ولایاتو په کچه هم د همغږۍ او هدفمنده کړنلارو پلي کولو ته لار هواره کړي.

د ولس روغتیایي سلامتتېا د دولت سلامتتېا، بودجې د سپما، سالمو کدرنو شتون او سالم کلتور ودې ته لار هواروي. د وګړو روغتېاپالنه باید د هر ولسواک دولت د دندو له اساسي ترینو هغو نه واوسي او هغه بودیجه سې روغتېاپالنې ته بېلېږي باید د پوهنې او لوړو وزارت بودیجو ته په ورتهوالي تر بل هر وزارت لوړه وي. دا د ولس ښېرازي ته د ژمنو دولتونو په چوکاټ کې دولتي مرجعې دي سي د دې وس، وسایل او اړینه پوهه لري سي په پراخه کچه په یوه ساحه او په ځانګړي ډول په یوه محوطه کې د رادون شتون او د هغې کچه ولګوي او د مضره وړانګو د خپراوي د مخنیوي لپاره د عامه شعور او پوهې لوړولو ته اغیزمن تدابیر ونیسي.

 

Alun shale is a baddie in radon context. The rock is a black shale that contains much of the element uranium. Uranium degraded to new radioactive substances, including radium, which is in turn broken down into radon (222Rn).

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *