افغان چارواکي وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د بمي چاودنو او د وسلوالو د حملو له کبله اووه تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.
د دفاع وزرات نن وويل چې دغه اووه تنه افغان سرتېري په څلورويشتو ساعتونو کې په بېلابېلو ولايتونو کې وژل شوي دي.
دغه سرتېري په لوګر، غزني او هلمند کې د بمي چاودنو او د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت په همدې اوونۍ کې وويل چې د افغان قواوو له خوا د بشپړو امنيتي مسووليتونو تر اخيستلو وروسته پر دغو ځواکونو د وسلوالو حملې او د هغوى تلفات زيات شوي دي.
په همدې حال کې د لوګر ولايت چارواکي وايي د ناټو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ١٥ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند دين محمد دروېش تاييد کړه چې تېره شپه ناوخته په پل علم کې د طالبانو يوه غونډه په نښه شوې او په نتيجه کې يې ١٥ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دروېش وايي په وژل شويو کې د طالبانو قوماندان سباوون هم شامل دى.
دغو عملياتو درې ساعته دوام کړى دى.
په وروستيو کې له لوګر څخه راپورونه ورکړل شول، چې ازرې ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره ده، خو د کورنيو چارو وزارت دا راپورونه رد کړل. د ازرې تر څنګ د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په اړه هم راپورونه ورکړل شوي، چې طالبانو محاصره کړې ده.
که امریکه و غواړی طالبان په یوه هفته کی ورک کوالی شی، لکه چه په ابتدا کی داسی وشول چه ټول د بی ۵۲ په زور وتښتیدل. د طالبانو جنګ د امریکایان د بقا له پاره یو مهم اصل دی او که دا طالبان نوی، نو بیا امریکایان هڅکله د امنیتی تړون په اړه خبری بشی کوالی. د قطر دفتر څه شو؟ د امریکایانو په امر جوړ شو، خلکو یی سیل وکړ چه څنګه د امارت بیرق پورته او بیا راګوزیږی، او څنګه د فتر بیرته تړل کیږی. شاید هم امریکایان یو ځل بیا داسی لوبی پیل کړی و کوی هم. طالبان پریږده چه د پښتنو لاری وتړی او د چرسو او تریاکو عشر واخلی. لعنت دی په داسی طالبانو شی چه د اسلام نوم یی په ټوله نړی کی بد کړ. له یوی خوا فاسد حکومت او له بلی خوانه فاسده طالبان، بیکاری، غربت، مریضی او قحطی دا ټول هغه آفتونه دی چه له دواړو خواونه مونږه بیوزله خلکو ته را پښ شوی. الله دی نه طالب پاتی کړی او نه هم دا حکومت