عبدالکریم خرم- د ولسمشر کرزي د دفتر ريیس

 تاند- د افغانستان د حکومت یو جګپوړی چارواکی وايي چې د طالبانو لپاره د قطر د مرکز دوحې دفتر د افغانستان د وېشلو لپاره دسیسه وه چې پاکستان او یا امریکا جوړه کړې وه.

شرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې د ولسمشر کرزي د دفتر ریيس عبدالکریم خرم وايي چې کابل د واسنګټن او اسلام اباد پر زیاتېدونکي نژدې توب اندېښمن دی او له دې سره سره چې د قطر د دفتر پر سر د اختلاف د کمولو لپاره زیاتې هڅې وشوې افغانستان لا هم له امریکا سره په دې مسله ژور اختلاف لري.

شرق الاوسط وايي کرزي ته د خورا نژدې چارواکي له لوري دا څرګندونې د امریکا او افغانستان ترمنځ د بې باورۍ د ژورتیا نښه ده.

ښاغلي خرم آی ټي وي ته په مرکه کې وویل:« د قطر د دفتر پرانستنه او د هغې د پرانستنې څرنګوالی یوه دسیسه وه چې افغانستان شنډه کړه او د دې دسیسې هدف د افغانستان وېشل یا تجزیه کول و.»

تر دې مخکې ولسمشر کرزي هم دې مسلې ته اشاره کړې وه خو د خرم په شمول افغان چارواکي دا وضاحت نه کوي چې د قطر د دفتر له لارې په څه ډول د افغانستان د تجزیه کولو پلان عملي کېدو او ایا دا پلان له قطره پرته په بل ځای یا بل ډول نه شي عملي کېدای.

کله چې د جون په اتلسمه په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانستل شو ډېرو افغانانو په دې هیله د هغه هرکلی وکړ چې له ۱۲ کلونو وروسته به د لومړي ځل لپاره د سولې خبرو ته لار اواره شي خو کرزي د دغه دفتر د پرانستنې پر څرنګوالي اعتراض وکړ. پر دفتر د یوه خپلواک دولت په شان د افغانستان د ملي بیرغ پرځای د طالبانو د امارت بیرغ او لوحه ولګول شول.

عیدالکرم خرم وویل:«موږ اندېښنې لرو او دا اندېښنې مو د جنورۍ له میاشتې راهیسي زیاتې شوي، او د دې علت د امریکا او پاکستان نژدې والی دی، په تېره بیا د افغانستان پر سر د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو پر نژدې توب زموږ اندېښنه ډېره شوې ده.»

د ښاغلي کرزي د دفتر ريیس همداراز وویل:«سل په سلو کې ډاډه نه یم، خو تاسو پوهېدای شئ چې یو له دغو دوو هیوادونو څخه د قطر(د دوحې د فتر) په دسیسه کې لاس لري.»

5 thoughts on “خرم: د قطر دفتر د افغانستان د وېشلو لپاره د امریکا یا پاکستان دسیسه وه”
  1. د جاهېلستان او د دلالستان هېوادونو وړاندوينه

    د ترهګرو دوتر د افغانستان د ماتېدو پلان دی دا هېواد يوځل مخکې هم پر دې چل مات شوی دی هلته ستا دوتر او دلته زما دوتر

    مېوند اشنا

    منځنۍ د ١٤٣٣هـ کال د صفرې ٣

    د ٢٠١١ز کال د دسمبر ٢٨

    ترهګربه په قطرکې تر ٢٠١٤ زکاله پورې دوتر ولري ترهګر به دغه دوتر په عربي خاوره کې ديوۀ سفارت په توګه داسې کاروي لکه د تېلو د غلو نوکران چې افغان سفارتونه کاروي بيابه له ٢٠١٤ ز کاله وروسته ترهګر دغسې دوتر په اروپايي هېوادونو کې ولري تر ٢٠٢٠ ز کاله پورې . بيا به د تېلو غلۀ په جرمني کې سره راغونډشي پرېکړه به وکړي چې تر ٢٠٣٠ ز کاله پورې دې د تېلو د غلو نوکران نيم افغانستان ترهګرو ته پرېږدي بيا به په ٢٠٣٦ ز کال کې هغه سيمه چې پښتانۀ په کې زيات دي په پوره توګه جاهېلستان شوی وي بيا به ښه په اسانه شمال کې يو ګلالی حکومت جوړ کړي چې به په کې سرکاري دوترونو کې پر ښځو له نرانو سره د مخ مچول فرض شي بچابازان به په کې د نرانو د پرتوګونو ساتونکي وي ،د تېلو غلۀ به په کې دشتمنيو ساتونکي وي ، زناکاران به په کې د ښځو د حقوقو ټېکوال وي .په ټلويژن کې به د دپېسې )سټيج( پر سر نجونه مينې ژوب کې ګډېږي ،نجونه به په کې چې د بالېغتوب عمر ته ننوځي د ځان لپاره به د ځوانۍ مېړۀ يا بوای فرېنډ هيله منده وي ،هره مور به په کې دلاله وي او هر پلار به په کې دلال وي ،هر زوي به په کې بې پلاره وي او هر ورور به په کې بې غېرته وي ،هره خور او لور به په کې د شلم)٢٠( مېړۀ په نيکاح کې مري .

    يوۀ مشر خبره کوله، کله چې ظاهرشابابا رانسکورشو نو پر هماغه ماښام په پېښور کې د مهاجر غږ وشومخکې له دې به افغانانو ته چا په لوړ غږ غږ نه شو کولی هغۀ ته خپل پلار او نيکه ويلي وۀ چې پخوا وختونوکې موږ کله له کونړه راتلو موږ به داسې نه ويل چې پېښور ته اويا دا موږ د ننۍ زمانې احمقان چې وايو پښتونخوا يا خېبر پښتونخواته ځو موږ به ويل ښکته ځو کله چې به کونړ ته تلو بيا به مو ويل بره ځو. په پېښور کې زموږ په کورنۍ کې تر ننه داغږ دود دی )کېدای شي ټولو افغانان کې دود وي( وطن ته تلی دی او له وطنه راغلی دی .

    په کال ٢٠٣٥ ز کې به د افغانستان په نوم هېواد د نړۍ له نقشې څخه ورک شي او دوه نور هېوادونه د دلالستان او جاهېلستان په نوم به په کې زيات شي . بيا به په کال ٢٠٣٦ز کې به په پېښور کې غږ وشي جاهېل ،د جاهېلستان واکمنان ترهګر به له پاکستاني حکومت سره د جاهېلستانيانو په بېرته راستنېدو خبرې داسې پېل کړي لکه داودخان چې د مهاجرو د راستنېدوخبرې پېل کړې وې او تر ننه يې دا دی ګوډاګيان شاربي .

    په جاهېلستان کې به کار نه وي د رزق د ګټو کومه بله چاره به هم نه وي خلک به خپلې لوڼه او خوېندې پر يو بل خرڅوي ، په بدو کې به يې ورکوي د لسو کالو ماشومه به ٤٠ کلن جاهېل ته وده وي ماشومه به له کوره بهر منډه کړي په لاره کې به يې ترهګر راونيسي چې له کوره ولې تښتې پرښکاره مېدان به يې سنګسارکړي .

    په لويديزه نړۍ کې چې کوم پښتانۀ باتوران وسېږي او د اوسېدورېښته لري هغه د لندن والا پښتنوخو په خپلو کورنو کې د صمدخان او ولي خان مړي لمبول له اوسه څخه پېل کړي دي او دا ځيني نور چې راتلونکی کهول به يې د جاهېل په نوم لندن کې پېژندل کېږي ورسره غاړه شوي دي کوڅو او واټونو ته راوځي موږ ډيورندلاين نه منو! مې منه کنه،تۀ خو دا خبره په پېښورکې د جي ټي روډ پر سر وکړه چې دا ټول لوی افغانستان دی موږ ډيورند لاين نه منو، چې همدغه د صمدخان او ولي خان پاتمړي درله دا خولۀ په سوک وهي او څټ ته يې درله اړوي .لږ له هېلمنده هم ځان خبر کړئ چې د ډېورنداولادې په کې کومې چارې روانې کړي دي .

    په کال ٢٠٤٠ز کې به د بهرمېشتوافغانانو د کوشينانوله پېژند پاڼې څخه د افغان ټکی ورک شي د پاکستان پښتانۀ به په خپل حال پاتې وي ځانونو ته په د اوس په شان پاکستانی شهري واي لويديزه نړۍ کې چې يو بل سره مېلاويږي وايي به وروره پاکستانی يې هغه بل به هم ورته وايي اوجي پاکستانی يمه .

    د جاهېلستان وګړي چې کله له يوۀ بل سره ويني نوپر يوۀ بل به غږ کوي وروره جاهېل يې هغه بل به هم ورته وايي هووروره جاهېل يمه پلار او نيکه مې افغانان ول، ډېرباتوره خلک وۀ ان تر ډيلي يې ټول اسمان فتح کړی وواو اوس موږ څه شی يو! جاهېلان .

    د دلالستان وګړي به په خېټه نهر وي خو ډمتوب به يې ښه ډېر وي په جهالت کې به له جاهېلستانيانو څخه هم جاهېله وي او ټول عمر به يې په همدې خبرو تېرشي ، وبه شي ،واړۀ به شي،لوی به شي او مړۀ به شي ،چې کشور ما نام نه دارند،دلالستان يا دلال مانايي مردګاوه مېده امي امريکايا پدرنالته بودند، اوخت از نامې افغان ما،صدقۀ نام افغانم شوم ،چيقه مېترسيدندپدرکلاناي ما ان تر ډيلي اسمان را فتح کرده بود،و ايمروز ما چه استيم! مردګاوا.

    د ١٣٩٠ ل کال د مرغومې ٧

  2. ډیردشکرځای دی چي دغه دسولې په نوم دافغانستان د تجزیې ( دپنجاب پلان ) شنډ شو. په هغوورځوکي چي دطالبانوپه نوم په دوحه کي دفترپرانستل شوی وو نو ځینو سیاسي چارپوهانو لکه ( انجنیرمطیع الله خروټی ) هم دفیس بوک له لاري طالبانوته دنوموړي دفتر دپرانستني مبارکي لیکلي وه اودایي هم لیکلي وو چي طالبانوپه زور دقطر دفتر خلاص کړی دی، ښه نوچي زموږسیاسيون دغسي بلاوي وي چی دملک الطوایفي دفترته، یادپاکستان په لاس جوړشوی دفترته دومره ډيرخوشحالیږي نو دلته دوې خبري دي یاخو نوموړي سیاسي کارپوه ولا که ددوو مرکبو دانه سره بیله کړي اوپه هیڅ نه پوهیږي، اویاخوبه دغسي کارپوهانوته خامخاڅه منل شوي وي، په هرصورت داښه کاروشوچي دپاکستان دغه شوم پلان شنډ شوی دی

  3. په رښتیا هم ځینو پاکستاني رسنیو دا ویلي ول چې جنوبي سمیې که چرته دودولت مخالفینو وروسپارل شي نو له یو خووا به په افغانستان کې سوله راشي اولې بلې خوا به ملک الطوافي دولت رامنځ ته شي چې دا نظریه شمال ټولواله هم په پام کې لري څوک چې دافغانستان تجزیه کول غواړي هغه به افغان نه وي

  4. My dear Afghan uneducated brothers including the commenters, the Qatar office is the only way to take us out of the country’s current turmoil, it’s not a plot and president Karzai is aware that from 2010 Germany mediated and that such and such would happen, Nato knows that as soon as they leave Taliban will take over the country so it’s better that they are part of the political process.The issue of flag and Taliban Emirate should have been part of the talks agenda. Now as Karzai wants to install his interest protector and since Taliban dominate most of the south where impossible for Karzai to kill the Pashtun and represent them and get the gains they call it a plot.

  5. جناب خرم صیب له ځانه خبر یاست چه تاسی له وطن سره څه وکړه؟
    زه دامنم چه پاکستان خو زموږ سوګند خوړلی دشمن دی او که وس یی په لاس ورشی زموږ مړی به له قبر راوباسی او هډوکی به یی سپو ته واچوی ،او امریکا دنړی په یوه کنج کی هم په خپو ولاړ هیواد نه غواړی د بشرحقوق ، دښځو دنڅا اوفحشا حقوق ،داقلیتونو حقوق او انسانی زد کپیټلیستی ازاد مارکییت هغه بی رحمه چړی دی چه دمستقلو هیوادو په زړه یی ورمنډی تر څو دقطر او دوبی په څیر مزدور هیوادونه رامنځ ته کړی .
    دایران ایران ،ناټو اوپاکستان دی ګیله هم نکوم ،ځما سوال په هیواد له حاکموجنابانو ځنی دادی ،چه تاسی څه وکړه یو زور واکی ،چورواکی ،جنګ سالار ،زمین خور او فاصد رشوت مو تر اوسه محاکمه کړو؟ نه ، او دا ځکه چه داټول په خپله تاسی یاست او خپل ځان په قانون کی نه راولی،
    څمره سامان چه دا ۱۲ دولس کلونه هیواد ته راعلل او څمره ساختمانی کارونه په هیواد کی وشوه که همدغه مالیه سمه راټوله شوی وای اوس به نه غریب وه او یوه ډیره قوی او په درندو وسلو سمبال اردو به مودرلودلای ،او که دا یو کار هم نشی کولی نو بیا دڅه لپاره ناست یاستی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *