موږ له ادب نه تمه لرو، چې زموږ ټولنيزې ستونزې دې بيان کړي؛ خو د ادب کار د ټولنې پرځاى له فرد سره وي.
فرد څه وايي او څه غواړي، د ادب کار دا دى.
د فرد خوى بوى ښايي د ټولنې ورکړه وي؛ خو د فرد احساسات د ټولنې پرخلاف هم راپاڅېداى شي. افراد د ټولنې هرې خبرې ته امنا نه وايي.
ټولنه د افرادو ترمنځ په چلند کې مداخله کوي؛ خو افراد هم د ټولنې په چارو کې خپل فرديت نه محوه کوي.
ټولنه د ارزښتونو خاونده وي او موږ چې کله ټولنه يا ټولنيز وايو، نو د ټولنې ارزښتونو ته مو هم اشاره وي. افراد هغه دي، چې د دې ارزښتونو په رڼا کې ژوند تېروي او د خپل فرديت د محوه کولو هڅه کوي؛ خو درېغه چې دا کار بشپړ شونى نه وي، ځکه د انسان له فطرت سره چندان هماهنګي نه لري.
ارزښتونه وايي، چې سړى دې صالح، د مشر د هرې ناروا زغمونکى، له غيبت پاکه وي او له خندا سره دې احتياط وکړي. ارزښتونه چې زموږ وجدان جوړوي، زموږ هر عمل څاري او له موږه هيله کوي، چې پر خپلو پټو او ښکاره اړيکو او چلندونو بيا بيا فکر وکړو.
خو فرديت مو زياتره وخت پر ټولنيزتوب يا ارزښتونو برلاسى وي. ها چې خوشال وايي:
عقل سل د مصلحت بندونه جوړ کا
چې د عشق سيلاب پرې راشي، واړه نوړ کا
هغه همدا اجتماعيت او فرديت ښيي.
فرد د ډېرو مرموزو جنسي، ناجنسي، عشقي تمايلاتو او ….رواني ځانګړنو خاوند وي. دا اړخونه ښايي ساديستي هم وي، چې يو فرد پکې د نورو له جنسي ځور يا پخپله له جنسي ځور نه خوند اخلي؛ نو معلومېږي خو همدا چې د فرد ډېرې غوښتنې او د دغو شعوري او لاشعوري ارمانونو پر بنسټ رامنځته شوي او رامنځته کېدونکي چلندونه له ټولنيزو ارزښتونو سره توپير څه، چې ټکر لري.
کله ناکله د ټولنې غوښتنې د فرد د غوښتنو پر وړاندې هسې سراب ښکاره شي. په ډېرو ځايونو کې به مو ليدلي وي او تاريخونو کې به مو لوستي وي، چې افرادو د خپلو تمايلاتو لپاره ارزښتونه مسخه کړي دي؛ نو سړى شکمن کړي، چې ارزښتونه تشې خبرې دي، بلکې فردي تمايلات د ارزښتونو رنګ و ډول اړوي.
نو که ادب د ټولنې سترګو ته وګوري او له ارزښتونو سره سم وچلېږي، ګومان نه کوم، چې د افرادو يا ټولنې د خوږ دوا شي. کېداى شي، د اخلاقو کتاب شي؛ خو ادب به ورته سړى په مشکله وايي.
افراد که هر څومره ناټولنيزې او منحرفې غوښتنې لري، دا د ادب مسووليت دى، چې انځور يې کړي، ځکه چې دا په افرادو کې شته دي؛ نو ولې ترې سړى انکار وکړي؛ نو چې راوايې خلي، ښايي شدت يې کم شي، ښايي له خلکو سره د اشخاصو په پېژندلو کې مرسته وکړي، ښايي خلک د داسې تمايلاتو له نېکو او بدو پايلو خبر کړي.
اوس به دا هم ووايو، فرد چې څه غواړي، هغه پخپله ټولنيز وي. دلته له ټولنيز نه د ټولنې اختناق او ارزښتونه بالکل نه دي مراد ، بلکې له ارزښتونو نه ماورا مو د افرادو د فردي غوښتنو مجموعه ترې هدف ده.
شاعر و ليکوال هم يو فرد دى، چې ښايي د ټولنيزو ارزښتونو د انځور تمه ترې بشپړه ونه لرو، بلکې هيله مو دا وي، چې خپل فردي احساسات راته ووايي. فردي احساسات که هر څومره د ټي ايس ايليټ په اند ټولنيز وي او د دود په بڼه راانتقالېږي؛ خو څرنګه چې په يوه يوه فرد کې راټول وي؛ نو فردي ورته ځکه وايو او څرنګه چې له نورو افرادو سره يې تجربې ګډې وي؛ نو اجتماعي(جامعه يي نه) ورته وايو.
نو شاعر يا ليکوال چې راته خپلې داسې فردي غوښتنې بيان کړي، چې له ټولنيزو ارزښتونو سره مخالفې وي، زموږ مخالفت هم ورسره معقول پکار دى. که دا فردي غوښتنې زهرجنې وي، بيا مخالفت معقول دى، نور له ادب سره احتياط او څه نا څه ازاد چلند پکار دى، چې فردي غوښتنې انځوروي.
ضرور نه ده، چې د شاعر يا ليکوال هره (جنسي ناجنسي) خبره دې د ده د شخصي ژوند تجربه يا د ده خپله ارزو وي. شاعر ډېرې خبرې د نورو افرادو د تمايلاتو پر بنسټ هم کوي او د افرادو د( جامعه يي نه) اجتماعي غوښتنو استازى وي، ځکه نو د شاعر يا ليکوال خبرې د ځان ګڼل پکار دى، چې دا ليکوال يا شاعر څه ويلي، دا زما او زما د ټولنې عمومي محروميت دى، چې ده رااخيستى دى.
داسې نو د پنځګر تورنول ما ته چندان معقول کار نه ښکاري.
———————
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
د مطلقو فعلونو املا، د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح،