تاند- یو شپېته کاله پخوا د ۱۹۵۲ م کال د جولای د دوه ویشتمې په شپه او د ۲۳ په ورځ یو شمېر مصري ملتپالو پوځیانو، چې ځانونه یې (ازاد افسران) بلل، د مصر د پاچا لومړي ملک فاروق پر ضد کودتا وکړه او واک یې په لاس کې واخیست.
لومړی ملک فاروق د ۱۹۳۶ م کال د مې د میاشتې په شپږمه د پلار پر ځای د واک پر ګدۍ کښېنستی و.
ده د خپلې پاچهۍ په دوره کې انګرېزانو ته ډېر امتیازونه ورکړل او عملاً یې مصر د بریتانیا پر مستعمرې بدل کړی و.
لومړي ملک فاروق په ۱۹۵۱ م کال د سویس کانال تر ۱۹۵۶ پوري برتانیا ته وسپاره. مصریان چې هسي هم د خپل هیواد په چارو کې د انګرېزانو له مداخلې په تنګ ول، دې کار لا وپارول.

په دې موده کې دوو لویو ډلو د حکومت پرضد فعالیت کاوه. یوه داخوان المسلمین ډله وه او بله د ازادو افسرانو ډله چې ۳۳ کلن ډګروال جمال عبدالناصر جوړه کړې وه. ناصر د اسراییلو پرخلاف د جګړې اتل هم و.
د جولای په دوه ویشتمه شپه او د د درویشتمې په ورځ د جمال عبدالناصر په مشرۍ ازادو افسرانو کودتا وکړه او د لومړي فاروق شاهي حکومت یې وپرزاوه.
ملک فاروق اروپا ته جلاوطنه شو. له کودتا وروسته ناصر د حکومت د مشرۍ چارې جنرال محمد نجیب ته وسپارلې.
د ۱۹۵۳ میلادي کال د جون په اتلسمه په مصر کې جمهوري حکومت اعلان شو. جنرال نجیب د دواوود خان په شان ځان ولسمشر او صدراعظم ونوماوه.
د ۱۹۵۴ کال د نومبر په څوارلسمه جنرال نجیب له واکه لېري شو او عبدالناصر یې ځای ونیوه.
ناصر بریتانیایان له مصري وایستل، سویس کانال یې ملي اعلان کړ او د انګرېزانو او فرانسویانو مقابلې ته ودرېد.