تاند- د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې استرالیا ورڅخه رسماً نه دي غوښتي چې افغانانو ته پناه ورکړي.
د قرغیز خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د استرالیايي ورځپاڼې د راپور په ځواب کې وویل چې استرالیا له قرغیزستانه رسماً نه دي غوښتي چې په خپله خاوره کې په سلګونو افغان کډوال ومني.
قرغیز خبري اژانس واييو یوې استرالیايي ورځپاڼې ویلي چې د استرالیا حکومت پرېکړه کړې چې یو نیم زر افغان پناه غوښتونکي له افغانستانه قرغیزستان ته ولېږي.
په تېرو کلونو کې قزاقستان یو شمېر افغان قزاقانو ته، چې په پامیر کې اوسېدل، په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.
د افغانستان په شمال کې محدود شمېر قرغیز هم اوسي.