د دوحې غونډه

تاند- يه قطر کې د طالبانو، مدني ټولنې او یو شمېر خپلواکو افغانانو د غونډې په ترڅ کې وسله والو طالبانو ژمنه وکړه چې نور به پر ټولګټو پروژو بریدونه نه کوي.

د قطر په دې دوه ورځینۍ غونډه کې، چې د کاناډا د پګواش نړیوالې موسسې په نوښت دایره شوې وه، د طالبانو ۱۰ استازرو برخه لرله.

د کنفرانس برخوالو افغان وژنه وغندله او په عین حال کې یې د ورته نورو غونډو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

پګواش نړیوالې موسسې، چې به نړۍ کې د خبرو اترو او غونډو له لارې د شخړو د حل کولو لپاره هلې خلې کوي، د دوحې د غونډې هدف د افغانستان د ښکېلو خواوو ترمنځ د اعتماد له رامنځته کولو سره مرسته بللې وه.

د دې غونډې، چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوه، څو برخوالو تاند ته وویل چې په ډېرو مواردو کې د بېلابېلو لورو نظرونه سره ورته ول.

2دغو سرچینو وویل چې طالبانو حتي ژمنه وکړه چې د ټاپي، عینک، کمال خان، سلما او دهلې بندونو په شان له ملي پرمختیايي پروژو سره کار نه لري.

دا لومړی ځل دی چې طالبان رسماً په یوه نړیواله غونډه کې د افغانستان د عام المنفعه پروژو پر ضد نه یوازې د اقدام نه کولو ژمنه کوي بلکې د هغو ملاتړ کوي. دا په داسي حال کې ده چې تر دې پخوا د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د سلما، کجکي، کمال خان او بخش اباد د پروژو د مخنیوي ښکاره هڅې شوي دي.

غونډې ته د طالبانو د قطر د دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي وویل چې طالبان د «اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي.

ښاغلي ستانکزي همداراز وویل، د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ له نړیوالو سره ښې اړیکې غواړي او د نړیوالو قوانینو له هغو برخو سره مخالفت نه لري چې له «اسلامي اصولو او ملي ګټو او ارزښتونو» سره په ټکر کې نه وي.

طالبانو د قطر په غونډه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره هم ژمنې وکړې.

د طالبانو له لوري عموماً په انتحاري بریدونو او د سړک د غاړې په چاودنو کې ملکیانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اوړي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري پر کلیو او هستوګنو سیمو د بې هدفو بریدونو په نتیجه کې ملکیان زیات وژل کېږي.

One thought on “د دوحې په غونډه کې طالبانو د ټولګټو پروژو د ساتنې ژمنه وکړه”
  1. هغه پروژ ی چی دی خرو په دا تیرو ۱۵ کلونو کی تخریب کړی د هغو پوښتنه به له دوی څخه څوک کوی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *