د بدلون اوونیزې لید ستوري –
جنګ، جګړې، تشدد او مسلسل بحرانونه له خلکو څخه د ژوند، عقل، منطق او سړیتوب لار و ګودر ورکوي، اخلاق فاسدوي، عواطف وژني، شرم و حیا له منځه وړي؛ مانا دا چې دوامدارې شخړې د یوه ملت مادي و معنوي بنیادونه له بېخه نړوي.
په تاوتریخجنو حالاتو کې خلک په سلونو او زرونو بلاوو اخته وي، له چا سره د ښو او بدو د توپیر توان نه وي، د دوست و دښمن د تفکیک فرصت نه وي او له خاین، وطنفروش او تباکار سره د حساب و کتاب جرئت نه وي.
زموږ په هیواد کې چې څومره جنګي جنایتونه وشول، وطن تبا و برباد شو، د ملک عزت لیلام شو، د پردیو په اشارو مو هر څه د تباهۍ په اور پسې شول، د جهاد، اسلام، شریعت، مجاهد، ملا او طالب په نومو د دغو ټولو ارزښتو خلاف عمل وشو او دغه ټول ارزښتونه د هغو د مدافعینو او شعاریانو په لاس په ټول جهان کې بدنام- بدنام شول نو نن بیا هم همدغه د پردیو په اشارو لوبېدونکي او بربادوونکي نه شرمیږي، بیا چیغې وهي چې باید یووار بیا دوی ته په هغه اداره کې لوړ ځای ور کړل شي چې پرون دوی په خپلو لاسو ونړوله او د هغو ارزښتو په نوم واک غواړي چې دوی د خپل واک په دوران کې بې ارزښته کړل.
تېره سه شنبه د دلوې پر ۱۳- مه د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استاځي احمد ضیاء مسعود د هلمند ولایت له یو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل.
د هلمند ولایت قومندانانو په دغه ولایت کې د ناامنۍ د زیاتوالي او په ادارو کې د مسلکي کادرو د نشتوالي په برخه کې خپلې ستونزې د جمهور رئیس له فوق العاده استاځي سره طرحه کړې او ویې ویل چې د هلمند ولایت په دولتي ادارو کې د زدکړې خاوندو مجاهدینو شتون ناڅیز دی او باید په بېلا- بېلو ادارو کې یې شتون پیاوړی شي.
احمدضیاء مسعود له دوی سره ژمنه وکړه چې له قانون سره سم به یې ستونزې حل کړي.
دلته باید څو سوالو ته په ښه سم غور سره پاملرنه وشي او دا پوښتنې زموږ هر محترم هموطن له خپل ځان سره پخپله ځواب کړي:
یو- یو وار خو په ۱۳۷۱ کې ټولې جوړې ادارې او ټول وطن د مجاهدینو په پښو کې سقوط وکړ، دوی ور سره څه وکړل چې اوس بیا په اداره کې د خپل حضور پیاوړتیا غواړي؟
دوه- هغه مجاهد چې جهاد کړی، آیا دا جهاد فی سبیل الله وو که په اداره کې د حضور د پیاوړتیا لپاره؟
درې- که له شوروي سره د جنګ په وخت کې چا جهاد کړی وي نو هغه خو په جهاد بوخت او هغه نو د مسلکي زدکړې او کادر کېدو وخت چيري وموند چې اوس یې په اداره کې د کادري پوهې له امله د پیاوړي حضور غوښتنه کيږي؟
څلور- که له شوروي وروسته چا زدکړې وکړې او په رشتیا په یوه مسلکي کادر بدل شو نو دا خو بیا په هغه مانا مجاهد نه شو، چې دوی یې تعریفوي، ولي بیا د مجاهد په نوم په اداره کې پیاوړی حضور غواړي؟
پنځه- که دوی له قانون سره سم د جمهور رئیس د فوق العاده استاځي له خوا د ستونزو د حل پر ژمنه باور لري نو قانون خو د مجاهد په نوم چا ته امتیاز نه شي ور کولای بلکې د مسلکي و اداري اهلیت پر بنسټ به د تقرر حکم کوي، دلته د دوی عقل و منطق څه ور ته وایي؟
شپږ- که دوی بیا هم د قومندانانو په نوم ځانونه مطرح کوي نو د چا په مقابل کې قومندانان؟ آیا د دغسې قومندانۍ وخت تېر نه دی؟ او آیا په دغه نوم بیا ځان را مخې ته کول د وخت تېرو درملو غوندې نه دي؟
او ډېري نورې پوښتنې، چې هم یې باید دغه ډول جهادي قومندانان او هم ولس، جواب کړي.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/ دولسمه/ پرلپسي ۶۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۱۴/ ۱۳۹۴
دادآفغانستان دخلګو ملامتياده چه داسو خلګوته چه درته معلوم وه لکه دآمريکاه اټم بم چه پر هيروشما او ناګاسي باندي استعمال سو او ۷۰۰۰۰ جاپانيان ئې په۱۹۴۵ميلادي کال کي ووژل تر اوسه پوري ئې په دوئ په ياد دي.
مګر دافغانستان خلګو هير سوه چه پرون ورځ ئې ۷۵۰۰۰ دکابل معصوم خلګ تر تيغ تير ګړه او په ورين تندي او ډيره دلچسپي مو دخپل لسوڼو مارانو ته رايه ورکړه.
دا حکومت ددې خلګو محصول دئ .
اوس ددې حکومت په رآس هغه ټوله پخواني لنډغر اواشرار چه ددوئ خپلوان ئې په خاورو منډلي دي رايه ورکړه په کوم عقل؟
دډوبئ بانکونه ټوله ددوئ په غلا سوئ ډالرو چه ددې مظلوم ملت څخه غلا کړي دي ډک دي
تر اوسه پوري ئې زړه سوړ ندئ نورهم ددې ملت ووينو ته تږي دي