تاند- د امریکا په مشرانو جرګه یا سینټ کې هغه لایحه له ډېرو بحثونو وروسته په سخته تصویب شوه چې پر اساس یې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې د حملې د قربانیانو د کورنیو غړي د سعودي عربستان خلاف دعوه اقامه کولی شي.

اوس به دا لایحه د امریکا د استازو جرګې ته وړاندې کېږي او که د استازو جرګې هم تصویب کړه، د توشیح لپاره به ولسمشر بارک اوباما ته سپارل کېږي.

اوباما مخکې تر مخکې ویلي چې دا لایحه به لاسلیک نه کړي.

سعودي عربستان خبرداری ورکړی چې که امریکا دا لایحه تصویب کړه په متحدو ایالتونو کې به خپلې شتمنۍ، چې شاوخوا ۷۵۰ ملیارد ډالره ارزښت لري، وپلوري.

(د سعودي خبرداری)

د سپټمبر د یوولسمې د حملې اکثره عاملان د سعودي عربستان وګړي ول خو سعودي عربستان په دې برید کې د خپل حکومت یا دولتي ادارو رول په کلکه رد کړی دی.

9/11که دا لایحه تصویب شوه د سپټمبر د یوولسمې نېټې په حمله کې د وژل شویو کسانو خپلوان د امریکا په محکمو کې د سعودي پر ضد دوسیې پرانستلی شي. که محکمو پرېکړه وکړه چې په حملې کې سعودي عربستان ملامت دی امکان لري چې د امریکا محکمې په متحدو ایالتونو کې د سعودي عربستان شتمنۍ د تاوان په توګه ضبط او لیلام کړي.

دا لایحه په مشرانو جرګه کې د دیموکرات ګوند د نیویارک سناتور چک شمر او په دې جرګه کې د جمهوریپال ګوند د ټکساس سناتور جان کورنان وړاندیز کړې او ګومان کېږي چې د استازو جرګه به یې هم تصویب کړي.

سناتور شمر ویلي، ټولو ومنله چې د تروریزم د قربانیانو له عاملانو سره باید حساب وشي، پروا نه لري چې عاملان په کوم هیواد پوري تړاو لري.

One thought on “د امریکا مشرانو جرګې د سعودي خلاف د دوسیې پرانستلو پرېکړه وکړه”
  1. نو د امریکا سرہ بہ سوک حساب وکری پہ نری کی د امریکا سخہ غت ترھگر نستہ ھرہ ورز سومرہ بیگناہ مسلمانان شھیدانہ وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *