د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره
څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
خوشخالخان خټک
تر هغه چې یوه مسئله حل شوې نه وي نو باید په بیا– بیا ور باندې بحث وشي، مختلف اړخونه یې وڅېړل شي، مسلسله حلاجي و وشنل شي؛ په افغانستان کې یو له دغه ډول جدي مشکلاتو څخه د دوامدار جنګ ربړه ده چې نژدې څلویښت کاله یې پوره کېدونکي دي، نه یوازې دا چې د ختم څرک یې نه لیدل کیږي بلکې لا یې پېچلې و خوړین اړخونه خپل کړي دي.
که څه هم د افغانستان د روان بحران مقدمات د ډیموکراسۍ لسیزې (۱۳۴۲– ۱۳۵۲ش) په متن کې د څېړنې وړ دي ځکه، له بده مرغه هغه مهال هغه سیاسي جریانات د مخکښۍ سټېج ته ور پورته کېدونکي ول او د حریصو نړیوالو توجه یې جلبوله چې خپله افغاني مفکوره او ملي اهداف یې نه لرل بلکې څوک د خلقیانو په نوم د چپي ایډیولوژۍ په پردي ماشین کې وایشېدل او نور هم د اسلامي نهضت په عنوان د ښي افراطي ایډیولوژۍ په بېګانه بطن کې نطفه ګزاري شول او دواړه اړخه لکه ماشیني چرګوړي بې مور و بې پلاره په مصنوعي توګه را وزېږول شول، دوی له هیڅ ډول ټولنیز– طبیعي مسیر سره عادت نه ول، ځکه دواړو، ظاهراً یو له بل سره غلیمو اړخو، لکه د غیچې دوې پلې، د افغاني حیثیت پردې رښکۍ– رښکۍ کړې.
په ۱۳۵۲ش کې د چنګاښ پر ۲۶– مه د مرحوم داؤد خان له سپینې کودتا سره دغو پردیپالو سیاسي پروژو ته د تطبیق زمینې مساعدې او د افغانستان په وجود کې د سترو نړیوالو حریفو کمپونو (امیریالیزم و سوسیالیزم) دمخامختیا ډول ته د ګډېدو بهانې په لاس ورغلې خو خونړۍ فاجعه نو د ۱۳۵۷ش د غوایي له ۷– مې عملاً را پیل شوه او دا خونرېز په ۱۳۵۸ش کې د جدي پر۶– مه پر افغانستان له شوروي یرغل سره لا سېلابي شو.
په ۱۳۷۱ کې د بل غوايي پر ۸– مه چې د خدای د لارې لارویان، د پیغمبر د میراث ساتونکي او د قرآن قانون په لاس اخوانیان د کمونیزم او د هغو د پاتې شونو د شکست په نشه مست ول نو ارګ ته یې د مرګ پر لار ټېلې و ټمبې پیل کړې؛ دوی، اتو له ایرانه او اوو له پاکستانه را وارد کړه شویو جهادیانو د یوې چوکۍ پر سر او د اقتدار په خمار کې داسې په خپل منځ کې سره بې حیثیته و قتل عام کړل چې سور شوروی، بریتور خلقی او مزدور پرچمی یې د خپل اسلامي شریعت تر شعار لاندې دې ناانساني سرکس ته داسې هک حیران کړ.
د ۱۳۷۳ د عقرب پر ۱۳– مه د کندهار په نیولو سره د طالبانو د اسلامي تحریک تکبیري چېغه اوچته شوه، جهاد یې شر و فساد اعلان کړ، د شوروي بلاک او نړۍ لړزوونکې سرې امپراتورۍ ماتوونکي اتل مجاهدین یې توپکیان، جنګسالاران، پاټک اچوونکي او ناموس لوټوونکي وبلل او د کندهار په میخانیک ښوونځي کې یې، چې دوی جهادي مدرسه ځنې جوړه کړې وه، مرحوم ملا محمدعمر اخند د امیرالمؤمئین په لقب ملقب کړ، د افغانستان د ۱۵۰۰ جیدو علماوو په لاسلیک یې د دغه شر و فساد پر ضد د کلام الله مجید او نبوي احادیثو په حکم د شریعت غرای محمدي په رڼا کې د جهاد فتوا صادره او په مجاهدینو پسې یې د اور، وینو، دوړو، زخمونو، مرګونو او یومخیزو تباهیو سیلۍ ور خوشي کړه او دا نو داسې سیلۍ وه چې د افغانستان له جنوبه تر شماله یې، هر په مخه ورتلونکی کاڼی، بوټی، کور، باغ، ژوی او ولس د نېستۍ په خوله ور کاوه؛ دا بحث د ولس د کیسو مرکزي موضوع وه چې په زانګو کې یې ماشوم ور پرېنښود، یوه جګړمار به په ډېر ویاړ ویله چې په دا خپله توپنچه مې په دا خپلو لاسو په زانګو کې کوشنی ور وویشت.
په ۲۰۰۱م کې چې د طالباني افراط او القاعده وحشت په غبرګون کې د امریکا په مشرۍ غونډ غرب پر افغانستان غوبل جوړ کړ نو د جنګ و جنایت په عملو و عکس العملو کې داسې ابتکارات او تخلیقات وشول چې د بشر د جګړې تاریخ یې نندارې ته ګوته په غاښ پاته شو او لا هم د افغانستان دوهم نوم د جنګ تور جهنم دی او لا هم افغانان، لکه د نه بخښې وړ دوزخیان د جګړې د جنون په اور کې سوځي، ویليږي، جزغاله کيږي او نه ور ته په ملي، نه سیمه ییزه او نه هم نړیواله کچه د رحم و کرم توجه وجود لري.
دې ټولو جنګو و ناتارو او کشتارو و تخریبو ته د قتل و تخریب لوبغاړو قهرمانانو هر یوه په خبل وخت کې مختلف توجیهات وړاندې کړل، عجیب تفسیرونه و تاویلونه یې ور ته و تراشل، د جګړې د تقدس توغونه یې د خدای د کور پر بام ودرول او عام ذهنیت یې د دین، مذهب، قرآن، خدای، رسول، شریعت او اعلاء کلمة الله تر شعارو لاندې د تکبیر په نارو سره داسې ګرم و لمبه– لمبه کړ چې نور یې نو د ځان و جهان ایره کېدو ته هیڅ حساب و نکړ او په دې چېغه، چې نه به پر ورځې نبي دې یې شفاعت نه کوي، خبل ټول حیثیت و هست یې نېست کړ.
نن دې ټولو حقایقو و واقعیتو ته په کتو سره د ښي او چپ د جنګ و جهاد له خاورو– ایرو څخه را پورته شوی ځوان افغان نسل متوجه شوی او معتقد شوی چې (جنګ په هر نوم، په هر وخت کې، د هر چا له خوا او د هر هدف لپاره جنایت دی) او نوی افغان کول د خپلو اسلافو جګړه مار تاریخ، نه یوازې تکراروي نه او دوام نه ور کوي بلکې په شرميږي او غواړي چې د زمان د نبض مطابق په عقلاني سولییزو و مدني فعالیتو سره د خپل ټولنیز تاریخ په کږلېچو کې سیده انساني لار وباسي.
د ښي او کیڼو ایډیولوژیو له کورنیو څخه راوتلی ځوان ولس پوهیږي چې له پردیو را وارد شويو معنویاتو و باورو، هغه که د کفر په نوم ول یا د اسلام، زموږ د پنځه زره کلن تاریخ خزانې را لوټ کړې، اخلاق یې را فاسد کړل او ملي تریبه یې را زهرجنه کړه.
موږ نور د متمدنې دنیا د علمي تجربو په رڼا کې د افغاني ظرفیتو د سیسټماټیک استعمال لپاره د خپلې ټولنپوهنې زمېنه پېژندلې او په دې علمي روش سره به د خپلو اسلافو د سیاسي سهوو زېږنده بحران ته پایان اعلانوو.
زموږ زلمی شعوري نسل باید جدي متوجه اوسي: تر ننه چې په مختلفو نومو و عقیدو سره دا څلوېښت کلن بحران روان ساتل شوی وو، اوس چې بل هر شعار شړېدلی نو غرضي و مرضي جګړه مارو و مفسدو مخکښانو مو د قوم، قبیلې، ژبې، مذهب او سیمې په زهرو د ولسو د مسمومېدو جنایت ته لاس اچولی دی، دې خطرناکې لوبې ته مو سخت پام وي چې د پرون چپ انټرناسیونالیزم او راست نړیوال اسلامیزم څنګه نن د قومیت و قبیلویت په کوهي کې سقوط کړی او دغو دواړو ایډیولوژیکو ژاندارمو ته منسوبې استفراق شوې څېرې هڅه کوي چې د خپلو شخصي ګټو د تامین لپاره افغاني ټولنه په دې ډول د ډبري زمانې ته ریورس کړي؛ د کمونیستانو یو څرګند مثال یې پوهاند محمد اسماعیل یون دی چې دین و مذهب یې د ټولنې تاریاک ګاڼه، نن یې د اسلامیت په چیغو له خلکو خوب وړی او د مسجد جوړولو اشر ته مسلمانان را بولي؛ د مجاهدینو بېلګه یې محترم حفیظ منصور دی چې د جهاد او پان اسلامیزم په نارو یې مسلمان دنیا ته په ترهګر او اسلام په تروریزم معرفي کړ، نن د دین و سیاست پر جلاوالي یا سیکولرزم ټینګار کوي.
دا ټولنپوهنیز اصل هم باید هېر نکړو چې وطنونه و ملتونه، ملي یووالي و ورورلۍ په تشریفاتو، وچو احساساتو، ړندو عواطفو او خالي اخلاقي موعظو سره، نه تامنیږي او نه هم ساتل کيږي بلکې دا نړیوالو تجربو ته په کتو سره د یوه سلسله قانونمندو علمي– عملي زمینو په ایجاد سره، چې نتیجه یې سرتاسري اقتصادي غوړېدا و ښېرازې وي، تحقق مومي.
ودان افغانستان ګوند دغسې یوه طرح و ستراتیژې د علمي قانونمندیو په چوکاټ کې تنظیم، تدوین او فورمولبنده کړې ده او پر ټول افغان ولس ږغ کوي چې راځئ تر ژور تحلیل وروسته یې د هماهنګ و منطقې عمل لپاره د کلک هوډ ملا وتړو او د ګوند د دغه پر نسیپ «یو د ټولو او ټول د یوه لپاره» د تعمیم په صورت کې، هم موجود جنګ ختم کړو، هم یې د بیا ممکنه پېښېدا امکانات له منځه یوسو او هم نه یوازې د ملي، بلکې سیمه ییزې او بالاخره نړیوالې همږغۍ لپاره انساني و عاقلانه ګامونه واخلو.
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۷ مه / پرلپس