تاند- وروسته له دې چې هند په خپله خاوره کې دوه پاکستانیان چې د افغانستان په پاسپورت یې د هند وېزې اخیستې وې، ونیول، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې دغو کسانو په نوي ډیلي کې د تروریستي حملو نیت درلود.
د پنجشنبې په ورځ هندي رسنیو وویل چې د دغه هیواد استخباراتو (را) دوه پاکستانیان نیولي دي او هغوی د افغانستان په پاسپورټونو د درملنې په پلمه د هند وېزې اخیستې وې.
د هند انډیاټوډې ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې دغو پاکستانیانو له کابله هند ته د درملنې په پلمه سفر کړی وو خو د نوي ډیلي په بېلابېلو سیمو کې یې د تروریستي بریدونو پلان درلود.
د دې خبر له خپرېدو وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر وویل چې په کوټه کې یې د افغانستان او هند ۶ جاسوسان نیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان امنیتي ادارې په افغان پاسپورټونو د دغو دوو پاکستانیانو له سفره خبر دي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ولسي جرګه کې منلې وه چې د نورو هیوادونو اتباعو افغان پاسپورټونه جوړ کړي دي.
صلاح الدین رباني دا خبره د هند له لوري افغانانو ته د وېزې په ورکولو کې د سختیو د علت په اړه د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې وکړه.
ادعا کېږي چې په بېلابېلو هیوادونو حتي جرمني کې د افغانستان پاسپورټونه د نورو هیوادونو، په تېره بیا ایرانیانو ته ورکړای شوي دي.
ډېر شمېر ایرانیانو په تهران کې د افغانستان پاسپورټونه ترلاسه کړي او د هغو په وسیله یې په اروپايي هیوادونو کې د افغانانو په نوم پناه اخیستې ده. دغه راز ډېرو پاکستانیانو د افغانانو په نوم په اروپا او امریکا کې پناه اخیستې ده.
د هند سفارت ویلي چې که هرڅوک د دغه هیواد د وېزې غوښتونکی وي باید لږترلږه په خپل بانکي حساب یا اکاونټ کې ۱۰۰۰ ډالره ولري.
په هرځای کی چی دا پاسپورټونه اخستل شوی وی ،پلټنه ، مسولین یی تثبیت او باید عدالت ته وسپارل شی . .
دا هم د استاد ربانی اوستاد صبغت الله او نورو علمای کرامو او جنتیانوتحفه وه چی د د خوشخدمتی په نامه یی دبن لادن به شمول دیرو پاکستانیانو انګریزانو مردګاوانو اوفاحشوته پاسپورتونه ورکړي چی ملی خیانت ګڼل کیږي
داهم باید دیاده ونه باسو چه اسامه بن لادن اودهغه ملګرو ته دافغانستان پیژندپاڼی یا تذکری او پاسپورتونه دبرهان الدین ربانی اودهغه دملګرو په ذریعه ورکړی شوی وی، په دغه خبره دربانی څخه د بی بی سی او که دآزادی راډیو داسی پوښتنه کړی وه ( ښاغلی ربانی صیب داسامه اودهغه دملګرو سره دافغانستان تذکری اوپاسپورتونه ستاسو په امظآ اولاسلیک ورکړی شویدی، داکار مو ولی
کړیدی؟) ښاغلی ربانی او دبی بی سی اوکه د آزادی راډیو ته په ځواب کی وویل داځکه چه دازمونږ مجاهدین دی.
همداسی پاکستانیانو اوایرانیانو ته هم ورته کار د ربانی دحکومت په وخت کی شویدی
From along time that kind of Passport & Tazkira Issued In Government of Mr Dawood Khan Gave some passport for Pahtoon Pakistani in Gog of Mr Babrak Karmal & Najib more then 200 Passport Issued to ANP Party of Wali Khan & other Nationalist party in Pakistan that is Not new issue every one had friends in other countries……….