زه يو ځل بيا بايد د ويناوالو د ظاهري ښودونو په اړه ټينګار وکړم په ځانګړي توګه په شونډو د يوې وړې مسکا لرل؛ پرېږدئ چې بيا يې تاسې ته در ياده کړم:((هغه څه چې واياست مهم دي، خو دا چې څه ډول وويل شي دا بيا ډېره مهمه ده.))

دا لاندې موارد د يو ملګري سره وازمايئ:

  په پيل کې له خندا پرته وواياست: ((زه فکر کوم کومې خبرې چې تاسې لرلې، ډېرې بدې وې.))

ډېر امکان شته هغه دفاع کوونکی غبرګون وښايي او ښه شېبه به ونه لري.

   اوس کوښښ وکړئ، هماغه جمله په خندا سره وواياست، امکان د دې ډېر دی چې دا ډول غبرګون وښودل شي (( زه هم له تاسره همغږی يم، زه هم فکر کوم خوندورې نه وې.!))

  هيله ده په ياد ولرئ، که چېرې ويناوال په خپل ځان کنټرول له لاسه ورکړي دا رفتار کولی شي د هغې لپاره آفت وي او که چېرې وينا کوونکی کنټرول له لاسه ور نه کړي، تل مثبت وي؛ نو ښې لاسته راوړنې به ولري.

  پوښتنو ته ځواب ورکولو په هر  فن کې اهميت دادی چې ټول ګډونوال وکولی شي ځواب واوري. نو د تل لپاره پوښتنې په لوړ غږ مطرح کړئ او ځواب هم نېغ په نېغه پوښتنې کوونکي ته ورکړئ او ځان په دې هم ډاډه کړئ چئ ځواب مو ټول وګړي اوري.

  يو ښه ويناوال هغه وګړی دی چې اورېدونکو سره مرسته وکړي، څو سمه پرېکړ وکړي او د ښې وينا قضاوت بايد د اورېدونکو غبرګون ته په کتو وارزول شي.

ټول ويناوال هڅه کوي نوې نظريې، فکرونه اوعقايد وړاندې کړي، نو په مقابل کې مقاومت يو طبيعي بدلون دی، اړينه ده چې د عقايدو د تغير وړتيا ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *