تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې یې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو یو لوی مرکز نیولی دی.

د ننګرهار ولایتي اداره هم د افغان امنیتي خواکونو له لوري د دغه مرکز د نیولو خبر تاییدوي او وايي چې افغان ځواکونو د داعش غړیو ته درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

ویل شوي چې په دغه مرکز کې د داعش ډلې پوځي اډه، د تروریستي زده کړو مرکز، محکمه او نورې ادارې شاملې دي.

د داعش محکمه
د داعش محکمه

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې په دغه مرکز کې، چې افغان ځواکونو نیولی دی، د داعش غړیو ماشومان د تروریستي فعالیتونو لپاره روزل.

د ده په وینا داعش په دغه مرکز کې یو مجهز کلینیک هم جوړ کړی او پرمختللي طبي وسایل یې پکې ځای پر ځای کړي دي.

د ننګرهار د والي د ویاند په وینا په کوټ کې د داعش د مرکز د نیولو په عملیاتو کې د دې ډلې مرستیال قوماندان سعد اماراتي هم وژل شوی دی.

سعد اماراتي په کوټ ولسوالي کې د داعش ډلې د ټولو چارو مشري په غاړه لرله.

سعد اماراتي په کوټ ولسوالي کې د داعش ډلط مشري کوله
سعد اماراتي په کوټ ولسوالي کې د داعش ډلط مشري کوله

د دولتي چارواکو په وینا سعد اماراتي پخوا په لوګر کې د طالبانو قوماندان و او عموماً یې له بهرنیو جګړه مارو سره سروکار درلود. د ملا عمر د مړینې له اعلانه وروسته سعد اماراتي داعش ته واوښت او ننګرهار ته لاړ.

له دې جلا افغان امنیتي ځواکونو په اچین ولسوالي کې هم د داعش پر ضد پراخ عملیات کړي او ویل کېږي چې د دې سختدریځې ډلې نژدې ۱۲۵ غړي یې وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې سعد اماراتي پرون ماښام ۶ بجې د کوټ ولسوالي په سرای بازار سیمه کې له ځانګړو ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې له خپلو یو شمېر ملګرو سره یوځای ووژل شو.

One thought on “افغان امنیتي ځواکونو په کوټ ولسوالي کې د داعش مرکزونه ونیول”
  1. دا خو یو نیک ګام او ستر بری دی. افغان امنیتي ځواکونو ته دې الله تعالی بری ورکړي چې د ټولو مظلومو خلکو بدل ترې واخلي او دا وحشي ډله په ټول هیواد کې نابود کړي. امنیتي ځواکونه باید د کوټ سره نزدې په نورو ولاسوالیو کې هم دوی تعقیب او نابود کړي، ځکه ددې ډلې جلب او جذب او اکمالونکي اکثره په مهمندرې ولسوالۍ کې دي او په ښکاره ډول فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *