تاند- په فرانسه کې د پولیسو له لوري یوې مسلمانې ښځې ته د ټیکري د لېري کولو امر خورا بحثونه پارولي دي.

ډېرو خلکو د فرانسې حکومت په دوه مخۍ یا هیپوکراسۍ تورن کړی دی.

د سرزورو مسلمانو ډلو له لوري له پر له پسې تروریستي بریدونو وروسته د فرانسې په څو ښارونو کې پر بورکیني یا حجاب بندیز لګول شوی دی او یو شمېر ښځې په دې خاطر جریمه شوي چې سر تر پایه یې ځانونه پوښلي ول.

د فرانسې صدراعظم مانویل والس (Manuel Valls) د فرانسې په یوه ساحل کې د پولیسو له لوري له یوې مسلمانې ښځې د حجاب لېري کولو ته په اشارې وویل، دا ډول د لامبو جامې د فرانسویانو له ارزښتونو سره سمون نه خوري او د ښځو د مرییتوب سمبول دی.

خو ډېرو اروپایانو، په تېره بیا فرانسویانو د حکومت دا پرېکړه دوه مخي بللې او ویلي یې دي چې همدې فرانسې په ۱۹۲۵ کې د ښځو د لمنو اوږدوالی مېچاوه خو اوس مسلمانو ښځو ته وايي چې باید سر پټ نه کړي.

دوی وايي، څوک حق نه لري چې د چا په شخصي کارونو غرض ولري، دا د ښځو خپل حق دی چې سر پټوي، اوږدې لمنې اغوندي او که لنډې.

ځینو ښځو ویلي چې ولي باید نارینه د دوی لپاره د لباس ډول او اندازه وټاکي.

دا (پاسنی) عکس په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه پیمانه خپور شوی دی. په دې عکس کې څلور وسله وال پولیس، چې ډنډې یې هم په لاسونو کې دي، د فرانسې د نیس ښار د سمندر په غاړه یوې ښځې ته ولاړ لیدل کېږي او هغې ته امر کوي چې حجاب له سره لېري کړي.

۱۹۲۵ م کال
۱۹۲۵ م کال

ډېرو فرانسویانو دا عکس د ۱۹۲۵ کال له عکس سره پرتله کړی چې پولیس د ښځو د لامبو د جامو اندازه مېچوي. هماغه وخت لنډو لمنو ته اجازه نه ورکول کېده.

یو شمېر نورو په کارتونونو کې د فرانسې پر بندیز ملنډې وهلي دي. په دې کارتون کې د فرانسې پولیس له سرزورو مسلمانانو سره پرتله شوي دي.2

2 thoughts on “له یوې مسلمانې ښځې په زوره د حجاب لېري کولو په فرانسه کې پراخ بحثونه وپارول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *