همت یار جانزی: پکتیکا
په پکتیکا کی د مدني ټولنو فعالین اوچارواکي وایي چي په پارلمان کې ددي
ولایت ځیني استازې د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره پدې ولایت کې د عام
المنفعه پروژو د پلي کیدو مخه نیسي.
د اورګون د ځوانانو فرهنګي ټولني مشر یعقوب خان منظور وایي چي په ولسي او
مشرانو جرګه کي د پکتیکا د خلکو استازي له هغو ساختماني شرکتونو څخه خپل
باج او حصه غواړي چی د ارګون او ښرنې شکین او سروبي ولسوالیو ترمنځ د
غزیدلو لویو لارو د جوړیدودقرارداد داخیستو لیوالتیا لري.دی وایي ((مونږ د
هغو ساختماني شرکتونو د مسولینو سره لیدلي دي چی غواړي ددې سړک
دجوړیدوچارې قرارداد کړي خو هغوی وایې چې هرځل موږ د قرارداد د اخیستو
وروستیو پړاونو ته نیږدي کېږو،دپکتیکا یوشمیروکیلان اوسناتوران راته
ستونزې جوړوي)) منظوروایې که ددې خپل سریو په وخت مخه ونه نیول شي
پکتیکا وال به ددغه لویې پروژې لپاره منظورشوې پنځوس میلیونه ډالر له
لاسه ورکړي چې نړیوالواودولت ته یې له ډیرونارو وهلو وروسته پیداکړي دي.
ددې ولایت د مدني ټولنې یو بل تن فعال نعمت الله خالد هم ورته نظرلري،او
وایي چی دپکتیکاځینی وکیلان او سناتوران د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره
ددې لویي پروژې مخه ډب کړیده.دده په خبره چې تقریبآ یو کال کیږي چي ددي
لویې لارې بودیجه منظوره شوې خو د چارواکو د شخصي غرضونو له وجې یی چارې
په میاشتو میاشتوځنډیدلي نوموړي دمرکزي دولت څخه وغوښتل چې دڅو وکیلانو
او سناتورانوترګټود ټولو پکتیکاګټې نه قرباني کوي.
.
د پکتیکا د ولایتي شورا ریس عبدالمبین فقیرزاده هم مني چی د ځینو کسانو د
بې ځایه مداخلو او شخصي ګټو د لاسته راوړولو له امله ددي سړک د جوړیدو
چارې ځنډیدلې دي نوموړي وایي چې ځينې کسان پدې پروژه کې دشخصي ګټو په لټه
کې دي ځکه دیادې پروژې د قرارداد چارې د دوهم ځل لپاره داوطلبئ ته وړاندې
کيږي.
فقیرزاده په مشخص ډول د کوم شخص اویا ډلې نوم وانه خیست.
آخوا په مشرانو جرګه کې دپکتیکا دخلکو استازي جمعه دین ګیانوال هم ومنله چې
په پارلمان کې دپکتیکا دخلکوځينې استازي دخپلو ګټودلا س ته راوړلو لپاره
ددې لویې پروژې دپلي کېدو مخنیوی کوي
هغه زیاته کړه که پکتیکاوال دنوموړوکسانو دافشا کيدو غوښتنه ترینه وکړي دوی به يې نوم په نوم ورته وښایي .
دګیانوال په خبره چي ځیني وکیلان او سناتوران دساختماني شرکتونودخاوندانو څخه پیسې
غواړي، او همدا علت ده چې ددې لارو دجوړیدو چارې له یوي ورځې تربلې ځڼډیږي.
خو په ولسي جرګه کي د پکتیکا د خلکو منتخب استازي سید اسحاق ګیلاني وایي چي که هر څوک ددې لارو د جوړیدو مخه نیسي دوی به یي پر وړاندي کلک ودریږي او هیچاته به اجازه ورنکړي چي په پکتیکا کي د رغنیزو کارونو مخه ونیسي.
د دې ملت وینو مو وڅکلې ملت مو د خاورو سره خاورې کړو لامو هم زړنو یخ نه دې د ملت خونه د داسې غدارانو څخه ډکه ده خداې دې دوی ته د نیکې لارې لارښونه وکړې او که نه کیږي خداې دې دوی په خپل قهر او غضب ککړ کړي چې تل یې د ملت ګټې د خپلو ګټو څخه زار کړي دي د هیواد به څنګه پرمختګ وکړي چې داسې خاین وکیلان ولري؟