تاند – ولسمشر محمد اشرف غني ته نن ماښام د هند ولسمشر پرناب موکرجي د تعارفي کتنې پرمهال ښه راغلاست ووایه او هندوستان ته د ده په رسمي سفر یې خوښي څرګنده کړه.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشرغني له افغانستان سره د هند د همکاریو یادونه او ستاینه وکړه او همدارنګه یې د هغه د مېلمه پالنې له امله د هند حکومت، خلکو او لومړي وزیر نریندر مودي څخه مننه وکړه.

ویل کیږي چې په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان او هندوستان د اړیکو او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث وکړ.

د ارګ خبرپاڼه وایي، ولسمشرغني د افغانستان د بېخ بنا په برخه کې د هند په مالي مرسته د ترسره شویو پروژو یادونه وکړه او وې ویل، د افغانستان خلک او حکومت د هند د حکومت او خلکو د دغو همکاریو قدرداني کوي. نوموړي له افغانستان سره د هند یو میلیارد ډالرو مرستې ته په اشارې وویل، د دغو مرسته شویو پیسو یوه برخه به د حرفوي زده کړو د کیفیت په ښه والي او په عزت د کډوالو افغانانو د راستنېدو په چارو ولګول شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د هند ولسمشر وویل، هند به تل د ښه دوست په توګه د افغانستان تر څنګ وي او همدارنګه یې ولسمشر غني ته له افغانستان سره د هند د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

ویل کیږي چې هند له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستان سره خواوشا ۲۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده چې ډېره برخه یې په اساسي پروژو لګول شوې ده او د سپتمبر په ۱۴مه د اعلان شویو زر میلیونه ډالرو په ورزیاتولو سره به له افغانستان سره د هند مرسته ۳۵۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي چې د اسیا په سطحه لومړنی هېواد دی چې د افغانستان په بیا رغونه کې داسې په خلاص مټ برخه اخلي.

One thought on “ولسمشر غني د هند ولسمشر پرناب موکرجي سره وکتل”
  1. This is a very good news for Afghanistan to get the 1 Billion donation of India. India really wants a strong Afghanistan. Our leaders are supposed to effectively use this money for the infrastructure development of Afghanistan.

    India well-done and zillion thanks

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *