میرمن کلتوري ټولنیز بهیر تیره چهارشنبه د ۱۳۹۲ کال د زمري د میاشتې په د یرشمه نیټه غونډه وکړه. یاده غونډه د افغانستان د آزادۍ د ورځې ۹۴ مې کلیزې لمانځلوته ځانګړې شوې وه. چې مشري یې د اغلې نظیفې نیازۍ په غاړه وه، ویانده پاکیزه آرزو او میرمن شینو منلې او د ایران له مشهد څخه راغلې افغان مهاجره مریم دورانۍ د غونډې میلمنې وې.

د غونډې  په سر کې د غونډې ګډونوالو د انګلیس د هغه وخت د امپراتورۍ په وړاندې د افغان ملت د میړانې او سرښیندنې یادونه وکړه او دا آزادي  یې د زرګونو افغانانو د وینو او خولو بیه وبلله او ټینګار یې وکړ چې نن ورځ هر افغان وګړۍ نر/ ښځه دا دنده لري چې له دې ګټلو ارزښتونو څخه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ساتنه وکړي او د پرمختللي ژوند د کاروان سره په یو ځای کولو سره دا مبارزه همداسې روانه وساتي او ځان دې له اوسني اقتصادي، ټولنیز او کلتوري اسارت څخه خلاص کړي. او دا خلاصون یوازې د ښوونې او روزنې، متوازنې ټولنیزې او کلتوري ودې او د افغانستان د بنسټيز اقتصادي زیربناوو په جوړولو سره ممکن دی.

د غونډې په دوهمه برخه کې د آغلې پلوشه کلیوال په غزل کره کتنه وشوه چې مطلع یې داسې وه.

د حیا پړونی ما چې په سر کړی

د پښتو دستور مې دلته بیان کړي

د غزل مطلع د غونډې د ګډونوالو ډیره خوښه شوه او د غزل لپاره یې یوه ښه شروع وګڼله. چې د شاعرې په خپله تجربه ولاړه ده.

یمه پیغله پښتنه د زړګي سره

هر یو چاته مې په ډاګه عیان کړی

په دوهم بیت کې د عیان کلمه د مینه ابراهیم خیل لپاره یو څه درنده ښکاره شوه چې نظیفې بیا وویل که په مطلعه کې د بیان په ځای د عیان کلمه راشي او په ځای یې دلته د بیان راواخیستل شي نو انځور به بشپړ شي او پړونی د بیان نه مخکې عیان دی مګر دا چې یو څوک ووایي چې زه پښتنه یم دا خبره څه نا څه بیان ته اړتیا لري.

ستا له خوږ خوږ زړګي نه جار شمه وطنه

ای کاش وای ځان مې ترې څو وارې قربان کړی

میرمن مریم دورانۍ وویل: دلته د شعر وزن مات شوی او ښایي چې د لومړي نیم بیت څخه د نه کلمه او له دوهم نیم بیت څخه  ای کاش لرې شي نو د بیت وزن به له غزل سره برابر شي.

شولې خاورې د غیرت ککری دلته

ما کلیوالې ورپسې ډير ډير ارمان کړی

پاکیزې ارزو او حورې سپيڅلې شاعرې ته سپارښتنه وکړه چې د تخلص کارونه په داسې توګه وکړي چې له یوې خوا د غزل دود په ځای شي او له بلې خوا د شعر مانا ښکلې او ظریفه راشي. شاعرې د خویندو له نظرونو څخه مننه وکړه او له دې امله یې خوښي څرګنده کړه، چې یو داسې ځای شته چې میرمنې هلته خپل تخلیقات اصلاح کولي شي.

د غونډې په پای کې د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د غونډې ګډونوالو هرې یوې نظیفې نیازۍ، حورې سپیڅلې، کائینات سعادت، پاکیزه ارزو، زمزمه نیازۍ ، پلوشه کلیوال، مینه ابراهیم خیل، حیابابکرخیل، مرضیه امین ، خاطره علی خیل، مریم درانۍ، شینو منلې او نعیمې خپل شعرونه ولوستل.

په غونډه کې وپتییل شوه چې راتلونکې غونډه د ځوان ژورنالست او شاعر شهید محمد امین رحیمي د شهادت په اړه شعرونو او ویناوو ته ځانګړې شي. شهید محمد امین رحیمي د روژې په مبارکه میاشت کې شهید شوی و. دغه راز پریکړه وشوه چې په بله غونډه کې د پاکیزې ارزو په لنډه کیسه کره کتنه وشي او هم ددغې کیسې په اړه د وتلي کیسه لیکوال ایمل پسرلي لیکلی نقد هم په غونډه کې واورول شي.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *