ایمل ولي

د کرنې پوهنځی، اګرانومي څانګه

لنډیز

په دې مقاله کې د پایښت لرونکي کرنې هغه  شاخصونو ته یوه کتنه شوي ده، چې د تیرو پنځلسو کالونو راهیسې د مختلفو څیړونکو له خوا هم په نظري ډول او هم په عملي ډول کار پرې شوی دی. که څه هم د پایښت لرونکي کرنې د شاخصونو د تجزیه او تحلیل په مورد د پام وړ کارونه تر سره شوي دي، ولې بیا هم وړاندې شوي شاخصونه مخ پرودې هیوادونو کې د پایښت لرونکي کرنې د یوې وسیلې په ډول ګټور نه دي ثابت شوي. د شاخصونو غوراوي کې په کار ده دلاندې معیار څخه ګته پورته شي. د اړونده شاخصونو په مورد د ارقامو شته والی، په سستم کې د فشار پر وړاندې مقاومت، د حد د قیمتونو او لارښودونو شته والی، حاصلخیزي او د وخت تغیر منونکی وي. په دې مقاله کې د یادو شوو معیارونو په نظر کې نیولو سره د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د پایښت لرونکي کرنې په شاخصونو باندې کار شوی دی.

دغه شاخصونه لومړی په دریو لویو ډلو باندې ویشل شوي دي. وروسته هره یوه ډله په نورو شاخصونو باندې ویشل شوي ده. د بیلګې په ډول د کیمیاوې سرو (کود) او حشره وژونکو درملو د استعمال اندازه، د اوبخور د اوبو د استعمال اندازه، په خاوره کې شته غذايي مواد، د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې ژوروالی (Depth of Ground Water Table)، د اوبو د کارولو موثریت، د اوبخور لپاره د ځمکې لاندې اوبو څرنګوالی او د ځمکې لاندې اوبو او نباتاتو کې د نایرټریټ اندازه هغه شاخصونه دي چې په ایکالوژیکي ډله پورې تړاو لري. د اقتصاد اړونده شاخصونه عبارت دي له : د نباتاتو د تولید اندازه، د فارم خالص عاید، د تولیداتو د ګټې او توان تر منځ نسب او د یو سړي په سر باندې د غذايې موادو تولید څخه. د غذايي موادو له اړخه په خپل ځان بسیه کیدل، د غذايي توکو کیفیت او د بزګرانو تر منځ د عایداندازه، منابعو او حمایوي خداماتو ته لاسرسی او د منابعو د ساتنې څخه د بزګرانو پوهه او باخبري هغه شاخصونه دي چې په ټولنیزه برخه پورې اړه لري. دا مقاله ددې سپارښتنه کوي چې د پایښت لرونکي کرنې اړونده شاخصونو ته باید د سیمې د حالاتو په نظر کې نیولو سره لومړیتوب ورکړل شي.

سریزه

په دې نیږدي کالونو کې اکاډمیکو مرکزونو، علمي او پالیسي جوړونکو ټولنو د پایښت لرونکي چاپیریال او پایښت لرونکی پرمختګ  پر مفکوره باندې ډیر تمرکز کړی دی. ښه بیلګه يې WCED، 1987 ده. د فارم د سستمونو په شمول د یو سستم د پایښت اندازه کولو لپاره ډول ډول هڅې شوي دي. Lynam او Herdt په 1989م کال کې د کرنې د ماهرینو او څیړونکو سره د پایښت لرونکي کرنې د اندازه کولو لپاره، د شاخصونو پر ټاکلو او په تجربوي ډول سره د ځینو نباتي فارمونو پایښت تر ازموینې لاندې راوستلو باندې خپل علمي بحث پیل کړ. د فارم د پایښت لرونکي سستمونو د ارزولو او پلي کولو لپاره د پایښت لرونکي کرنې د شاخصونو ټاکل خورا ډیراهمیت لري. ګڼ شمیر د پایښت لرونکي کرنې شاخصونه د لیستونو په ډول وړاندې شوي دي (Morse et al. 2001). د بیلګې په ډول Izac او Swift (1994) د افریقا دپایښت لرونکي کرنیز ایکو سستم لپاره د شاخصونو یو لیست وړاندې کړی دی. دا لیست د خاصل، ګټې، د خاورې منابع، د څښاک اوبه او د تعذيي خالت ته ځانګړی شوی دی. هرلوی شاخص په نورو کوچنیو شاخصونو باندې ویشل شوی دی. د بیلګې په ډول د اوبو کیفیت د څښاک د اوبو  یو ټاکونکی شاخص دی.

د شاخص (Indicator) کلیمه د شمیر پر ځای او یا هم د هغه تشریح کوونکي په توګه کارول کیږي چې د ډیرو شرایطو څخه نمایندګي وکړي. د بدن د تودوخې درجه د صحت ټاکلو ټاکونکی شاخص دی. یا د نباتاتو د پاڼو د رنګ تغیر د غذايي عناصرو د کمښت ټاکونکی شاخص ښې بیلګې دي. یا په بل عبارت د ډیرو فکټورونو تاثیراتو خلاصه شوي بڼې ته وايي. د بیلګې په ډول د نبات حاصل د خاورې د خاصلخیزی ټاکونکی شاخص دی. په دې مانا چې د نبات د خاصل په ټاکلو کې یو نه بلکې ډیر فکټورونه رول لري.

د فارم سستمونو د ارزولو لپاره ننی ستونزه داده چې د وخت او زمان مطابق څرنګه کولای شو چې مناسب شاخصونه غوره کړو او څرنګه کولای شو تصمیم ونیسو چې د دومره ډیرو شاخصونو په شتون کې، ایا یو فارم پایښت لرونکی دی او که نه. دا موضوع د څیړونکو لپاره یو لوی خنډ دی. پایښت لرونکي کرنه دری لوی بعدونه لري چې عبارت دي له چاپیریال، اقتصاد او ټولنې څخه ( Tisdell 1996).

په دې مقاله کې (1)  د موجوده وړاندې شوو شاخصونو ارزونه د پایښت لرونکي کرنې د دریو لویو بعدونو په اساس چې وړاندې ورته اشاره شوي ده، ترسره کیږي، (2) د شاخصونو د غوراوي لپاره د یوې کړنلارې معرفي کول او (3) د فارم په سطخه مخ پرودې هیوادنو لپاره د شاخصونو سپارښتنه کولو باندې بحث تر  سره شوی دی.

د پایښت لرونکي کرنې تعریف

د پایښت لرونکي کرنې مفکورې د 1980م کالونو په موده کې پراختیا ومونده. تر دې دمه د پایښت لرونکي کرنې تر 70 پورې مختلف تعریفونه د مختلفو پوهانو په واسطه لیکل شوي دي. دا تعریفونه نظر ځانګړي موخې او د فارم ارزښت ته په کتو سره یو د بل سره توپیر لري (Pretty 1995). د پایښت لرونکې کرنې یو ډیر دقیق، لنډ او مانا لرونکی تعریف ستونزمن دی، ځکه چې پایښت لرونکي کرنه دری خورا لوی ابعاد لري (Von Wiren-Lehr 2001). په 1 جدول کې ورته اشاده شوي ده.

2

Bowers (1995) پایښت لرونکي کرنه داسې تعریفوي چې: د نباتاتو او حیواناتو د تولیدي عملیاتو هغه هر اړخیز سستم دی چې په هغه کې د بشر د اړتیا وړ غذایي مواد او فایبر برابرول، د چاپیریالي منابعو د ښه کیفیت ساتنه، د فارم د منابعو او تمامیدونکو منابعو څخه تر ټولو موثره ګټه اخیستنه، د طبعي بیولوژیکي دورانونو یو ځای کول او کنټرولول، د فارم په عملیاتو کې د اقتصادي پیاوړتیا ساتنه او د بزګرانو او په عمومي ډول د ټولنې د ښه ژوند د رامنځ ته کیدو اړتیاوې پوره کړي.

یا په بل عبارت پایښت لرونکي کرنه د غذایي موادو، فایبر یا د حیواناتو او نباتاتو د محصولاتو په داسې ډول تولیدولو څخه عبارت دی چې د فارم  د تحنیکونو څخه په استفادې سره د چاپیریال ساتنه، عامه روغتیا، انساني ټولنې او د حیواناتو صحت ساتل په کې خوندي پاتې شي (Pretty and Hine 2000).

د پایښت لرونکي کرنې شاخصونه

د پایښت لرونکي کرنې د پرمختګ لپاره د پالیسي جوړولو بنسټیزې مرحلې، د مقداري شاخصونو د پیدا کولو څخه عبارت دي. کچیرې دا کار تر سره نه شي، نو په هغه تغیراتو او بدلونونو باندې هم پوهیدل ناشوني دي چې د کرنې دمختلفو تخنیکونو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي (Lo and Xing 1999). Pretty  (1995) په دې اند دی چې د فارم او ټولنې په سطحه کولای شو چې د پایښت لرونکي کرنې د شاخصونو مهم والی د اعدادو په بڼه یو د بل سره پرتله کړو، ولې که غواړو چې دا سلسله د ولسوالی، سیمې او هیوادونو په کچه تر مطالعې لاندې ونیسو، نو د شاخصونو ټاکل يې ستونزمن کیږي.

د مختلفو پوهانو له لوري وړاندې شوي شاخصونه

په دویم جدول کې هغه شاخصونو ته اشاره شوي ده چې د نړی د مختلفو پوهانو له لوري يې وړاندیز شوي دي. Barbier (1987) ، پایښت لرونکي اقتصادي پرمختګ ته یوه داسې کتنه کړي ده چې په دریمه نړی کې د تطبیق وړ ده.  په دې کتنه کې نوموړي د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره محتلف شاخصونه د ارثي احتلاف والي، بیولوژیکي ګټور توب، ټولنیز عدالت او ګډون په اساس وړاندې کړي دي.  د بیلګې په ډول کلیوالي سیمو کې د کرنیزو سستمونو د حاصلخیزی لوړوالی او د وګړو تر منځ د هغې مساویانه ویش د پایښت لرونکي پرمختګ په پیاوړي کولو کې رغنده رول لري. Lynam او Herdt(1989م) کال کې د کرنیزو سستمونو تر منځ توپیرونو پیژندلو تر عنوان لاندې څیړنیزه مقاله کې د خالص اوسني ارزښت پشنهاد کړی دی. دوی ادعا کوي چې  پایښت لرونکی پرمختګ په حقیقت کې د مخصول اقتصادي ارزښت تقسیم کول د هغې پر مصارفو څخه عبارت دی. کچیرې د خالص اوسني ارزښت قیمت یو او یا د یو څخه ډیر شي، نو د اقتصادي پلوه یو سستم پایښت لرونکی دی. د یادشوو پوهانو ادعا په 1996م کال کې د Tisdell له لوري وننګول شوه، ځکه چې ددوی په وړاندې شوي کار کې ګټه نه منعکس کیدله. نوموړی عالم په دې وجه یو بل  شاخص ته پراختیا ورکړه. دا شاخص د ګټې او توان تر منځ له نسبت څخه عبارت دی. دا په دې مانا ده چې د ګټې او توان تر منځ نسب به صفر او یا د صفر څخه لوی وي.، که داسې نه و، نو شاخص کومه مانا نه لري.

Senanayake په 1991م کال کې یو مرکب انډکس (Index) وړاندې کړ. ددې انډکس په مرسته دوی وکولای شول چې په استرالیا کې د پایښت لرونکي پرمختګ ځینې اقتصادي او ایکالوژیکي بڼي معرفي کړي. نوموړی عالم په دې عقیده دی چې په کرنیز و سستمونه کې د سستم ژوندي پاتې کیدل د خارجي تهیه کوونکو توکو په اساس د پایښت مختلفې درجې لري.  د ایکالوژي له اړخه د پایښت د انډکس ټاکلو لپاره مختلف فکتورونه وړاندې شوي دي. دا فکتورونه عبارت دي له خارجي توکو (ٍExternal input) یا Ei، د انرژي نسب (Energy ratio) یا Er، هغه څه چې د توان سره مساوي دي (Power Equivalents) یا Pe، د لمریز جریان د مصرف موثریت (Efficiency of solar flux use) یا Se، په خاوره باندې تیر شوی وخت (Residence time of soil) یا Rs او په یوه ساحه کې پر ژوندیو موجوداتو باندې تیر شوی وخت (Residence time of biota) یا Rb څخه. د ایکالوژي له اړخه پایښت (ٍEcological sustainability) یا S مساوي کیږي له سره. هر فکتور دوه یا دری نوره حالتونه هم لري. د بیلګې په ډول د Ei ادری احتمالي حالتونه عبارت دي له 0.1, 0.5 او 1 څخه. د Ei کم قیمتونه ددې مانا لري چې سستم ډیر پایښت لرونکی دی.  Rs او Rb یوازې دوه امکان لرونکي حالتونه لري، چې دا عبارت دي له صفر او یو څخه. د صفر په حالت کې د کرنیز فعالیت پایښت لرونکی نه دی، په داسې حال کې چې نوره هر ډول د صفر او یو تر منځ قیمت واخلي، کرنیز فعالیت پایښت لرونکی دی. د یادونې وړ ده چې د پایښت درجه د نورو فکتورونو په ارزښت پورې هم تړاو لري. د بیلګې په ډول د کرنې دپایښت داسې لیکلای شو چې:

2نو ویلای شو چې د کرنیز سستم هر هغه ډول چې په لویه کچه د خاورې په فزیکي تخریب کې کومک کوي، د صفر قیمت به ترې لاسته راځي. د صفر قیمت په دې مانا دی چې کرنیز سستم پایښت لرونکی نه دی. دا ډول انډکس د کرنیزو سستمونو د پایښت په ارزولو کې ګټور ثابت شوی دی.

Stock او نورو په 1994م کال کې د کرنېزو سستمونو د پایښت پر وړاندې د ننګونو په اساس د امریکا په متحده ایالاتو کې د پایښت لرونکي کرنې د ارزولو لپاره پر نهو مهمو شاخصونو باندې کار کړی دی. دا نهه فکتورونه عبارت دي له: ګټورتوب، حاصلخیزي، د خاورې کیفیت، د اوبو کیفیت، د هوا کیفیت، د انرژي موثریت، د کبانو او وخشي ژوو لپاره د اوسیدو ځای، د ژوند څرنګوالی او ټولنیز منلتوب څخه. ددوی له لوري په وړاندې شوي طرحه کې د هر شاخص پر وړاندې محدودیتونه شتون لري. په دې طرحه کې د یو کرنیز سستم د ارزولو لپاره هر شاخص په عددي بڼه وړاندې کیږي.د بیلګې په ډول د یو څخه تر لسو پورې عددونو کارول. یو تر ټولو کمزوری او لس تر ټول قوي او وزن لرونکي په مانا سره کاریدلی شي. د تر ټولو غوره شاخص ټاکلو لپاره کیدای شي چې د Analytical Hierarchy process، چې یوه داسې پروسه ده چې په هغه کې یو شاخص یا یو فکتور د بل شاخص او یا فکتور سره په عددي بنه مقایسه کیږي، هم ګته پورته شي.

2د پوهانو په واسطه عملي شوي شاخصونه

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې (FAO) په 2000م کال کې مخ پر ودې هیوادونو کې پرځینو شاخصونو لکه د کرنیزې ځمکې او کروندګرو، د خوړییزو توکو تولید او په ملي تولید کې د کرنیزو توکو ونډې تر منځ نسبت باندې عملي کار کړی دی (جدول، 3).

Sanda او Podmore په 2000م کال کې د پایښت لرونکي چاپیریال په انډکس باندې د کرنیرو سستمونو د پایښت ارزولو په موخه، عملي کار کړی دی. نوموړي پوهانو دا کار د امریکا متحده ایالاتو، د کالوراډو په جنوب ختیځو سیمو کې تر سره کړی دی. په دې څیړنه کې عمده بحث پر دې شوی دی چې څنګه کولای شو د پایښت لرونکي کرنې یو عمده شاخص په نور شاخصونو کې ور شامل کولای شو، تر څو د ډیرو شاخصونو په نظر کې نیولو سره یو ښه پایښت لرونکی سستم ایجاد کړو. د پایښت لرونکي چاپیریال انډکس په 15 نورو فرعي شاخصونو باندې ویشل شوی دی. د پایښت لرونکي چاپیریال انډکس په محاسبه کې دوه بنیادي مرحلې شاملې دي: (1) په ټاکل شوي موده کې د نباتاتو د اداري سستم کارکردګي، او (2) د( Sands او Podmore، 2000) په واسطه په غیر واقعي ډول ښودلو موډل (Simulation model) څخه په ګټه پورته کولو سره کولای شو د پایښت لرونکي چاپیریال انډکس محاسبه کړو. د سر خاورو ژوروالی، عضوي کاربن، حجمي کثافت او د ځمکې لاندې اوبو ژوروالی د هغه 15 شاخصونو له ډلې څخه دي چې د اوږدې مودې موډل کولو په نتیجه کې غوره شوي دي. د حجمي کثافت او د خاورې د اوبو نیولو توان هغه شاخصونه دي چې په یوه فارم کې د عملي کولو څخه وروسته ثابته شوه چې د کرنې په پایښت باندې تر نورو فرعي شاخصونو ډیره اغیزه لري.

Tellarini او Caporali په 2000م کال کې د ایټالیا په مرکز کې د دوه فارمونو د پایښت مقایسه کولو په منظور پولي ارزښت او د انرژي ارزښت په نظر کې ونیول. یو فارم ته زیات خام مواد او بل فارم ته کم خام مواد په نظر کې نیول شوي و.د کرنیز سستم د ارزولولپاره ساختماني او وظیفوي شاخصونه د انرژي د مصرف په اساس په نظر کې نیول شوي و، په داسې حال کې چې د یو پایښت لرونکي کرنیز سستم د ډیزاین او تصمیم نیولو په خاطر يې د پولي ارزښت شاخصونه په نظر کې نیولي و. د دوی د څیړنې له پایلې څخه څرګندیږي چې هغه فارم چې ورته په کمه اندازه سره خام مواد په نظر کې نیول شوي و، موثریت يې د توکو د تولید لپاره هم کم و.

که څه هم د پایښت لرونکي کرنې دهر شاخص لپاره یو ټاکل شوی خد نه دی وړاندې شوی، ولې بیا هم هغه پرمختګ چې د پایښت لرونکي کرنې په برخه کې په دې نیږدې وختونو کې تر سترګو کیږي، د پایښت لرونکي کرنې د شاخصونو په برخه کې د پرمختګ څرګندويي کوي. د بیلګې په ډول د کیمیاوي سرو او حشره وژونکو کارول، دواړه د چاپیریال ساتنې له شاخصونو څخه دي، ولې تر اوسه پورې د یادو شوو شاخصونو د خد ټاکلو لپاره کوم نړیوال قیمتونه نه دي وړاندې شوي.

2د شاخصونو د غوراوي لپاره معیارونه

د موثرو شاخصونو ټاکل د څارنې د هر پروګرام د بریالیتوب کیلي ده (Dale  او ‌Beleyer، 2001). یو شاخص باید په ډیر دقت سره په داسې ډول انتخاب شي چې د هغې په واسطه وکولای شو د کرنې پایښت اندازه او تشریح کړو.

د Dale او Beleyer له لوري په 2001م کال کې د ژوند د چاپیریال اړونده وړاندې شوي شاخصونه باید د لاندې نقاطو په نظر کې نیولو سره غوره شي.

  1. په اسانی سره د اندازه کیدو وړ وي
  2. په سستم باندې د فشار پر وړاندې حساس وي
  3. په ایکالوژيکي سستم کې د تغیر راوستو سبب شي
  4. د بدلونونو وړاندوینه پرې تر سره شي
  5. هر اړخیز وي
  6. د طبعي پیښو پر وړاندې ثابت وي

مخ پر ودې هیوادونو کې د پایښت لرونکي کرنې لپاره Liverman او نورو، 1988 او Braat، 1991م کالونو کې د پایښت لرونکي کرنې د شاخصونو ټاکلو لپاره ځینې نوره معیارونه هم په خپلو څیړنیزو رسالو کې بیان کړي دي. ددوی له لوري وړاندې شوو معیارونو ته په لاندې ډول لنډه کتنه شوي ده.

د هغه ارقامو شتون چې د شاخص څخه نماینده ګي کوي

سره ددې چې د چاپیریال ساتنې  په سستمونو او د ارقامو ټولولو په شبکو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي، ولې بیا هم د ارقامو د شتون ستونزې لیدل کیږي. د بیلګې په ډول د نباتاتو د تغذيې په کچه د کافي مالوماتو نه شتون. نو په کار ده داسې شاخص غوره کړل شي چې، د هغې په مورد ارقام په اسانی سره لاسته راتلای شي.

په سستم باندې د فشار پر وړاندې حساسیت

Dale او Beleyer په 2001م کال کې د خپلې څیړنې په پایله کې پر دې ټینګار کوي چې تر ټولو ګټور شاخصونه هغه دي چې د فشار پر وړاندې حساس وي. د شاخص ټاکل په کار ده په سستم باندې د فشار پر وړاندې حساسیت ته انعکاس ورکړي.

د یوه ټاکلي خد د قیمت او لارښودونو موجودیت

د هر شاخص د ارزول باید د یوه ټاکل شوي خد داسې قیمتونه ولري چې د دولت، تخقیقاتي مرکزونو او یا هم د غیر دولتي موسسو له لوري تصدیق شوي وي.د خد قیمتونه د ماًخذ په څیر کارول کیږي. د بیلګې په ډول د ځمکې لاندې اوبو کې د نایتریت د غلظت اعظمي خد باید مالوم  وي.

مخ پر ودې هیوادونو کې پایښت لرونکي کرنې د اندازه کولو لپاره وړاندې شوي شاخصونه

که څه هم په زیاتر مواردو کې موجوده او یا وړاندې شوي شاخصونه د ارزولو تر ټولو ښې وسیلې نه دي; دبیلګې په ډول زیاتره شاخصونه د وخت په تیریدو سره بدلون مومي، ولې بیا هم  په دې مقاله کې د پایښت لرونکي کرنې هغه شاخصونو ته اشاره شوي ده چې په تیوریکي ډول وړاندې شوي او د پوهانو له لوري په عملي ساحه کې تطبیق شوي او د شاخص د غوراوي لپاره معیارونو ته یوه کتنه شوي ده.

د ځینو شاخصونو لپاره د خد ټاکل هم ډیر  ګران کار دی. د بیلګې په ډ ول د فارم په کارونو او یا تصمیم نیولو کې د اناثو ګډون. د مخ پر ودې هیوادونو د پایښت لرونکي کرنې د اندازه کولو لپاره د فارم په سطخه د شاخصونو یو ګروپ وړاندې شوی دی ( شکل، 1).

اقتصادي شاخصونه د ګټورتیا، ابره ورتوب اود فارم دثبات په موخه کارول کیږي. د غذايي توکو له اړخه خوندیتوب ددې لپاره ارزول کیږي چې د هر یو ځانګړي کروندګر د خوړو د خوندیتوب خالت مالوم شي. په دې کې عموماً پر دې ټینګار کیږي چې ایا تولید شوي غذایي توکي، د ټول نفوس لپاره بسنه کوي او که نه. په غذايي توکو کې مساوات او د کروند ګرو تر منځ د عاید ویش هغه څه دي چې ټولنیز مساوات ته انعکاس ورکوي. د یو نفر پر سر شته د کښت ځمکې، د اوبخور اوبو په څیر منابعو او خدماتو ته لاسرسی، د پایښت لرونکي کرنې د لاسته راوړلو لپاره اړین فکتورونه شمیرل کیږي. مخ پر ودې هیوادونو کې لوی کروند ګر عموماً د کرنې پراختیا خدمتونو او کرډیټ ته په زیاته اندازه لاسرسی لري (Axinn، 1988). په ډیری مخ پر ودې هیوادونو کې د لویو کروندګرو په نسبت د کوچنیو کروندګرو اندازه ډیره ده. دا ډول کوچنیو کروند ګرو ته د ترویجي خدمتونو وړاندې کول او کریډیټ ته لاسرسی د ټولنیز ثبات د منځ ته راتلو باعث ګرځي.

مخ پر ودې هیوادونو کې خاوره او اوبه د پایښت لرونکي کرنیز تولید دوه اساسي او مهمې سرچینې دي. د ژوند د چاپیریال شاخصونه، عموماً د خاورې  خاصلخیزی او اوبو د اداره کولو لپاره کارول کیږي. هغه اندازه کیمیاوي سرې او حشره وژونکي درمل چې په کرونده کې  کارول کیږي، د هغوی مقدار باید د خاورې د خاصلخیزی د خالت او د افتونو او ناروغیو د واقع کیدو د شمیر په اساس په نظر کې ونیول شي.د حشره وژونکو درملو او کیمیاوي سرو له حده ډیره کارونه، د خاورې په لاندینیو برخو کې د مختلفو کیمیاوي موادو د جمع کیدو سبب کیږي. ددې څخه علاوه، د ځمکې لاندې اوبو د ملوث کیدو سبب هم کیدای شي. په یوه سیمه کې د له منځه تلونکو منابعو ساتنه هم په کار ده. د بیلګې په ډول د ځمکې لاندې اوبو په اندازه کې بدلون د اقلیمي تغیراتو په مقابل کې د جهیلونو، ویالو او سیندونو غوندې په چټکتیا سره نه تر سترګو کیږي، نو په هغه صورت کې چې د ځمکې لاندې اوبه د کښت لاندې ځمکو د خړوبولو او یا د بل کار لپاره د یوې ورځې په موده کې پمپ کیږي، د ځمکې لاندې د همغه اندازه اوبو ذخیره کیدل میاشتې او کلونه وخت نیسي.

2پایله

په دې مقاله کې هغه شاخصونه تر بحث لاندې نیول شوي دي، چې د پایښت لرونکي کرنې د ارزولو لپاره د مختلفو پوهانو له لوري وړاندې شوي دي. په یوه سیمه کې کیدای شي چې یو کرنیز فعالیت پایښت لرونکی وي، په داسې حال کې چې ورته کرنیز فعالیت کیدای شي چې په بله سیمه کې پایښت لرونکی نه وي، نو د کرنې د پرمختګ لپاره د پایښت لرونکي کرنې مفکوره تر ټولو غښتلي ده.

که څه هم د شاخصونو د لیست څخه یو څوک په اسانی سره نه شي کولای چې هر شاخص بدون د فکر کولو څخه انتخاب کړي، ولې بیا هم د پایښت لرونکي کرنې په برخه کې د څیړنیزو مرکزونو او پوهانو له لوري وړاندې شوي او عملي شوي شاخصونه دا پوښتنه خوابوي چې شاخصونه څه ډول وړاندې شوي او د پایښت لرونکي کرنې د ارزولو لپاره کارول شوي دي. په کار ده چې د یو کرنیز فعالیت د پایښت ارزولو لپاره د مربوطه سیمې د حالاتو په نظر کې نیولو سره ځانګړي شاخصونه وټاکل شي.

په دې مقاله کې د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د پاییښت لرونکي کرنې شاخصونه وړاندې شوي دي. سربېره پردې، د شاخصونو د ټاکلو لپاره معیارونو ته هم په کې اشاره شوي ده.

هیله ده وړاندې شوي شاخصونه مخ پر ودې هیوادونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د کرنې د پایښت لپاره ور څخه په عملي ساحه کې کار واخیستل شي.

ماخذونه:

References

Axinn, G. H., (1988).Guide on alternative extension approaches. Food and Agricultur Organization, Rome,  148 p.

Barbier, E. B. (1987).The concept of sustainable economic development.Environmental conservation14(02), 101-110 pp.

Bowers, J. (1995). Sustainability, agriculture, and agricultural policy.Environment and Planning A27(8), 1231-1243 pp.

Braat, L. (1991). The predictive meaning of sustainability indicators. In In search of indicators of sustainable development ,Springer Netherlands. 57-70 pp

Brklacich, M., Bryant, C. R., &Smit, B. (1991).Review and appraisal of concept of sustainable food production systems. Environmental Management15(1), 1-14 pp.

Chen, S. K. (2000). The establishment of evaluation and indices system for Chinese sustainable development. World Environment, 9 p.

Dale, V. H., &Beyeler, S. C. (2001).Challenges in the development and use of ecological indicators. Ecological indicators1(1), 3-10 pp.

FAO  (Food   and  Agriculture Organization).  (2000).  Selected indicators of  food  and  agriculture development in  Asia- Pacific region, 1989 –99 pp.

Liverman, D. M., Hanson, M. E., Brown, B. J., &MeridethJr, R. W. (1988). Global sustainability: toward measurement. Environmental management,12(2), 133-143 pp.

Lo, F. C., & Xing, Y. Q. (Eds.). (1999). China’s sustainable development framework: summary report. UNU, Institute of Advanced Studies 9-12 pp.

Lynam, J. K., &Herdt, R. W. (1989). Sense and sustainability: sustainability as an objective in international agricultural research. Agricultural economics,3(4), 381-398 pp.

Morse, S., McNamara, N., Acholo, M., &Okwoli, B. (2001). Sustainability indicators: the problem of integration. Sustainable development9(1), 1-15 pp.

Pretty, J. N. (1995). Regenerating agriculture: policies and practice for sustainability and self-reliance. Joseph Henry Press 14- 16 pp.

Pretty, J., & Hine, R. (2000, May). The promising spread of sustainable agriculture in Asia. In Natural Resources Forum .Blackwell Publishing Ltd. (Vol. 24, No. 2, pp. 107-121).

Sands, G. R., &Podmore, T. H. (2000).A generalized environmental sustainability index for agricultural systems. Agriculture, Ecosystems & Environment79(1), 29-41 pp.

Senanayake, R. (1991). Sustainable agriculture: definitions and parameters for measurement. Journal of Sustainable Agriculture1(4), 7-28 pp.

Simon, D. (1989). Sustainable development: theoretical construct or attainable goal?. Environmental Conservation16(01), 41-48 pp.

Smith, C. S., & McDonald, G. T. (1997).Assessing the sustainability of agriculture at the planning stage. Journal of Environmental Management,52(1), 15-37 pp.

Stockle, C. O., Papendick, R. I., Saxton, K. E., Campbell, G. S., & Van Evert, F. K. (1994). A framework for evaluating the sustainability of agricultural production systems. American Journal of Alternative Agriculture,9(1-2), 45-50 pp.

Tellarini, V., &Caporali, F. (2000). An input/output methodology to evaluate farms as sustainable agroecosystems: an application of indicators to farms in central Italy. Agriculture, Ecosystems & Environment77(1), 111-123 pp.

Tisdell, C. (1996). Economic indicators to assess the sustainability of conservation farming projects: an evaluation. Agriculture, ecosystems & environment57(2), 117-131 pp.

vonWirén-Lehr, S. (2001). Sustainability in agriculture—an evaluation of principal goal-oriented concepts to close the gap between theory and practice. Agriculture, Ecosystems & Environment84(2), 115-129 pp.

[WCED] World Commission on Environment and Development, B. C. (1987).Our common future. Aka.‘TheBrundtlandReport’  140 p.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *