داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د جلال اباد د خالص فامیلې د نن ورځې د انتحاري حملې مسوولیت په غاړه واخیست. په دې برید کې ۶ تنه ووژل شول او ۶ نور ژوبل شول.
اشوشیتید پریس خبري اژانس د طالبانو د مشرانو له قوله وايي چې پاکستان دوی ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له حکومت سره یې ولي په پټه خبرې کړي دي.
(تفصیل وروسته)
سي این این وايي، په څو ساعتونو کې ممکن عراقي ځواکونه ممکن موصل ښار ته ننوځي.
عراقي ځواکونو نن سهار د موصل عملیات له سره پیل کړل.
ایران نن د طالبانو د ملاتړ په اړه تورونه رد کړل.
ایرنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی بهرام قاسمي له قوله وویل«د طالبانو د ملاتړ په باب تورونه سوچ دروغ او بې اساس دي.»
د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې یوې انتحاري حملې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، دا برید د پچیراګام ولسوالۍ د یوه قومي مشر ملک ښایسته خان په دیره کې شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، په تیرو ۴ میاشتو کې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د ۱۲ سوه ملیون ډالرو په ارزښت د پانګونې ژمني شوي دي.
د خوست ولایتي چارواکي وايي، متحده عربي اماراتو د خوست له شیخ زاید پوهنتون سره ۳۰ ملیون ډالره مرسته کوي.
د خوست د والي ویندوی مبارز ځدراڼ وايي، د متحده عربي اماراتو سفیر یوسف العلي د خوست له والي سره په یوه خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې د شیخ زاید پوهنتون د پراختیا لپاره ۳۰ ملیون ډالره مرسته وکړي.
متحده عربي اماراتو پخوا هم د خوست له شیخ زاید پوهنتون سره مرستې کړي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر اندېښنه وښده چې د مرکزي حکومت او تحریک انصاف د اختلافاتو د زیاتېدو او د مظاهرو د دوام له کبله ممکن د خیبر پښتونخوا حکومت منحل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وايي، د شربتګلې د نیولو د قضیې په اړه به د دې لپاره غور وکړي چې هغه یوه ښځه ده او باید دې قضیې ته له بشري اړخه وکتل شي.
دي کنساس سیټي سټار ورځپاڼه: د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره مایله (۱۳ زره کیلومتره) سړکونه جوړ کړل خو اوس د دغو سړکونو لویه برخه له منځه تللې یا له منځه ځي.
ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د څارنوالانو په څلورمه غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د طالبانو صحرايي محکمو ته مراجعه ونه کړي.
ده وویل چې سیاسي لانجې باید د عدلي او قضايي اورګانونو پر پرېکړو اغېز ونه کړي.