تاند- د جرمني په مونشن ښار کې د پناه غوښتونکو لپاره بېل ځای جوړېږي او له دغه ځایه ۱۲ فوټه لوړ دېوال راچاپېره کېږي.
دغه مېشت ځای یا پنډغالي ته شاوخوا ۱۶۰ ځوانان روانه اوونۍ راوستل کېږي څو د جرمنیانو له هستوګنو سیمو لېري شي.
په جرمني کې د پناه غوښتونکو جره ګانو د اخلاقي ضد کارونو له کبله ډېر خلک له پناه غوښتونکو شکایت کوي او غوښتنه کوي چې هغوی ته دې پناه نه ورکول کېږي او که ورکول کېږي هم د دوی له کورونو دې لېري ځای پر ځای کړای شي.
په عین حال کې ځینو کسانو د جرمني د حکومت پر دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول ځای سم دم زندان دی.
د سیمې یوه ولسي چارواکي ګیدو بوخولتڅ وویل«کله چې ما دا وحشتناک دېوال ولید ووېرېدم.»
خو حکومت وايي، دا دېوال یې وروسته له دې جوړ کړ چې د سیمې اصلي اوسېدونکو محکمې ته شکایت وکړ او محکمې د دوی غوښتنه تایید کړه.
د روان میلادي کال له پیله تراوسه پوري نیونازیانو او فاشیستانو په جرمني کې پر پناه غوښتونکو او د هغوی پر هستوګنځیو ۱۸۰۰ حملې کړي دي. تر ټولو وروستۍ یې د شنبې په ماښام د ساکسوني ایالت مرکز دریزدن ته نژدې په هیدیناو (Heidenau) ښارګوټي کې وشوه.
ویل کېږي چې نیونازیان په درزدن ښار کې زیات دي او ډېر بهرنیان نه غواړي چې د جرمني دغه ښار ته، چې د چک جمهوریت په پوله کې دی، لاړ شي.
په جرمني کې د مسلمانانو خلاف غورځنګ بنسټ هم په دغه کوچني ښار کې اېښودل شوی دی.