تاند- د ایران په اسلامي جمهوریت کې، چې له کلونو راهیسي د ښځو د حقونو مسله پکې بیا بیا یادېږي، د لومړي ځل لپاره د ایرانیو ښځو د فېشن یا مود انسایکلوپيډیا خپره شوه.
په دې انسایکلو پیډیا یا دایرة المعارف کې لوستونکو ته د اسلامي جمهوریت د فېشن صنعت معرفي شوی دی.
دا کتاب یا انسایکلو پیډیا به د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ په پای کې د ایران د اسلامي انقلاب د بري د لس ورځني جشن په مناسبت د جامو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس مهر د راپور له مخې انسایکلوپیډیا د مود د ډیزاینرانو او د فېشن د ماهرانو په همکارۍ او د ایران د شورا (مجلس) د اسلامي ارشاد د ډلې، راډیو تلویزیون او د پوهنتوني مرکزونو په لارښوونه جوړ شوی دی.