کله چې هلک وم د مور په خوا کې وېده کېدم او هره شپه به مې ترې يوه غوښتنه او هيله درلوده.

د بېلګې په توګه هيله مې کوله، څو راته د لوبو توکي واخلي. ويل به يې: “اخلم يې درته په دې شرط چې ته وېده شې. “

يا به مې به مې غوښتنه دا وه، څو د نړۍ دلوبو لوی ښار ته لاړ شم.

ويل به يې: ” بيايم دې، خو په دې شرط چې ته وېده شې. “

يوه شپه مې وپوښتل، که چېرې ستر شم خپلو هيلو ته به ورسېږم؟!.

وې ويل: “رسېږې ورته، خو په دې شرط چې ته وېده شې. “

هره شپه به په ډېرې خوښۍ ويده کېدم، دومره ويده شوم چې زه لوی شوم او هيلې مې کوچنۍ شوې.

تېره شپه مې مور په خوب کې وليده، وې پوښتل: ” اوس هم د شپې له وېده کېدو وړاندې د خپلو هيلو په اړه فکر کوې؟”

و مې ويل: ” د شپې نه وېده کېږم. “

ويې ويل: خو څه هيله لرې؟ “

و مې ويل: “ته دې دلته اوسې او زه دې نور هېڅ هيلې و نه لرم. “

ويې ويل: “زه خپله هڅه کوم په خوب کې دې راشم، خو په دې شرط چې ته وېده شې.”

چارلي چاپلين

ځواب دلته پرېږدئ