د هرات د امنيتي مسوولينو تر منځ په دې وروستيو کې د دريو ايراني اتباعو د نيول کېدو پر سر لانجه راپورته شوې، اوس هره غاړه د دې دريو ايراني وسله‌والو د نيول کېدو په خبره خاورې اړه وي.

تېره اوونۍ د هرات د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدير ادعا وکړه چې درې کسان يې په هرات کې له وسلو سره نيولي چې په جنايي پېښو کې يې لاس درلود، خو اوس په دې اړه څه نه وايي.

امنيه قومندان وايي، دی په جريان کې نه دی اچول شوی، خو د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

د هرات امنيه قوماندان انصاري سرخط ته وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې يې ۱۲۰۰ کسان، د غلاوو، وژنو، تښتونو او نورو جنايي کړنو په تړاو نيولي چې اوس يې دوسيې په څارنوالۍ کې دي. دی په هرات کې د جنايي پېښو د شمېرو په تړاو څه نه وايي، خو د ګراف راټيټوالي ته یې اشاره کوي.

په دې وروستيو کې د هرات له ولسواليو رانيولې، تر ښار پورې امنيتي حالت عام خلک اندېښمن کړي دي. دا ځکه چې يو شمېر ناپېژاندو وسله‌وال له وسلو سره په ښار، لويو لارو او کليو کې ترور کوي او يوه هيولا يې ګډه کړې ده.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کروخي وايي، د ايران لاسوهنې او د هغوی له خوا راستول شوي وسله‌وال، اوس په هرات کې د وېرې خپرولو په لټه کې دي.

دا زياتوي، له هرات څخه ډېری طالب قوماندانان او سرګروپان ايران ته د روزنې له‌پاره بېول شوي، تر څو دا ځل د هغوی په خوښه روزنه ترلاسه کړي او د افغانستان په لوېديز کې يې ګټې خوندي کړي.

((په هرات کې په پرله‌پسې ډول د سونيانو او شعيه‌ګانو شپږ جوماتونه په نښه شول، ماين ګزاري شول چې تر شا يې د ايران لاس ښکاري.

دوی غواړي، فرقه‌يي جګړې ته لار هواره کړي، پړه به يې پر داعش ورواچوي، خو په اصل کې د دې کار تر شا د همدوی لاس دی. دوی غواړي په دې ډول خلک په خپلو کې سره وجنګوي.))

که څه هم په هرات کې د نيول شويو دريو ايراني اتباعو راپور د ايران کونسلګري ردوي، خو تر دې ورتېرې کيسې روانې دي، په دې وروستيو کې د ايران لاسوهنې زياتې شوې او د خلکو اندېښنې يې راپارولې دي.

ځايي خبريالان وايي، په هرات کې ځينې ايران پلوه او خپله د هغه هېواد استخباراتي کړۍ د خپلو ليکو د پياوړتيا په لټه کې دي. دوی وايي، د ايران ټوله هڅه دا ده چې د خلکو او حکومت تر منځ باور زيانمن کړي، ولسي وګړي ووېروي.

د هرات د ولايتي شورا رييس عليزايي وايي، ځينې خبرې يوازې د خبرو تر بريده دي، په دې اړه بايد اسناد راټول شي، ملي امنيت او امنيت شورا دې رغنده ګام پورته کړي، د خلکو دې اندېښنې ختمې کړي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدير فضل الرحمن خادم وايي، د وسله‌والو اورپکيو ځينې مهم قوماندانان دي چې فعاليتونه يې په مستقيم ډول له ايران څخه کنټرولېږي، وسلې ورکول کېږي، له هماغه ځايه د ورانۍ کورډيناټ اخلي.

#سرخط ورځپاڼه

One thought on “ايراني وسله‌وال په هرات کې په خونړيو هدفو پسې شوې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *