موږ په رښتيا خبر جوړوونکي يوو، ژورناليسټان نه ښيم چې لګيا وي د خلکو په خولو کې ګوتې ور اچولې وي، يا يې د سياستوالو، حکومتيانو، طالبانو په غولو کې ډکي وهلو ته په کار ويل، بدبويي د هېواد، سيمې او نړۍ له يوه سره تر بله غځولې وي.

که څه هم دغه ډکي وهلو د چاپېريال د ککړتيا جدي ګواښ را منځ ته کړی او له شين کوريزه غازونو زيات يې چاپېريال اغېزمن کړی دی، خو ژورناليسټانو له همدې موندلې ده.

د شوروي له يرغل او افغان جهاد له وختو، نړۍ موږ ته د خبر جوړوونکيو په سترګه کتل، خو موږ ځانونه اتلان ګڼل. اوس هم موږ په نړيواله کچه د ميډيا د همدغسې خبر جوړولو د هوس قربانيان يوو، خو موږ ته ځانونه اپلاتون او سقراط برېښي، ان چې په وحشتونو او قتلونو هم د شرم او سرټيټي احساس نه‌شو کولای.

د دې مانا دا شوه چې موږ تاريخ جوړ نه کړای شو، يوازې د نورو له‌پاره خبر جوړوونکي پاتې شوو.

حکمتيار صاحب له ټولو ښه خبر جوړوونکی دی، خو ژورناليسټ نه دی. ده دغه تجربه بريالۍ کړه چې يو څوک ژورناليسټ نه اوسي، بيا له هم تر ټولو لړزوونکي خبرونه توليد کړای شي.

لېرې نه ځو، درې ورځې وړاندې بې له دې چې رسنۍ د قريب الرحمان سعيد په خوله کې ګوتې ور واچوي، خپله يې رسنيو ته د حزب د اجرايه شورا اتفاقي پرېکړه په ډاګه او پر خلکو، په تېره حزبيانو يې په حکومت کې د برخې اخيستو زېری وکړ.

دغه لنډ خبر ته اصلي او جعلي شنونکيو داسې ښکر او لکۍ وتوږلې چې په هېواد کې دننه، نړيوال، سيمه‌يز او نه پوهېږم له کوم کوم سياست او سياسي لوبو سره يې غوټه کړ.

دا هماغه تر اوبو له مخه د ګاولو ايستلو کمزوري ده چې له تنکۍ ځواني ښاغلي سعيد ته ورپېښه ده چې له امله يې څو ځله سخت تيندکونه خوړلي، خو سد يې لا سر ته نه دی ورغلی.

که نه ده ښايي تېرو تجربو ته په کتو لږ تر لږه ۲۴ ساعته دغه راز په سينه کې پټ ساتلی وای.

که نور نه وای د شپې رابرده کېدو ته يې هرو مرو صبر کړی وای چې په دغسې چارو او حالاتو کې شپه له ورځې مهمه راوځي. که پر نور ارزښت يې خبرې پرېږدو، حکمتيار صاحب ته د کوم نوي خوب له‌پاره د شپې دغسې يوه اړتيا بايد پام‌وړ ګرځېدلې وای.

شپه ځکه دغسې چارو ته اړينه ده چې پر نورو نزاکتونو او باريکيو سربېره حکمتيار صاحب هم ښايي په زړبودۍ کې لکه مجددي استخارو ته ور ګرځېدلی وي او استخاره له شپې او خوبه پرته نه‌شي راوتلای.

د خلکو زړونو ته ځکه دغه خبره نه لوېده چې د حکمتيار له واکه پرته نه‌شوای رغېدلای، دا ځل واک ته د چمتووالي په نورو اړتياوو او غوښتنو سربېره يې پر ږيره هم ګوتې وهلې وې.

زاهد الماس، الله ګل مجاهد، انجنير محمد خان، ډاکټر انور او دا لسګونه نور دې سترګکونه حزب ته وهي، خندا دې له حکومت سره شريکه ساتي.

که نه ونډه يا برخه توره وي که سپینه؟

که جهادي تنظيمونه ګورو له ټولو چاغه ونډه په تېرو اوولسو کالو کې د حزب او حزبيانو ده، له وزيرانو تر سفيرانو، واليانو په ټولو کې يې ونډه کره ده.

پر نظار شورا، جمعيت او ټوله کې شماله ټلواله يو تور دا پورې دی چې هم د حکومت برخوال دي، هم د اپوزيسيون پر ګدۍ ختلي، دا نو د عبدالنافع همت په خبره، نرښځی يا خنثا مشکل حالت دی.

حکمتيار صاحب ته حکومت دومره شړېدلی ښکاري چې د ده په خبره، د ارګ امنيت هم نه‌شي ساتلای، خو ده له همدغسې يوه شړېدلي حکومت سره ګوته لګولې.

د حکمتيار صاحب بدنصيبي دا ده چې همېشه پر شړېدليو حکومتونو ورګډ شوی، له احمدشاه مسعود سره يې له درنو او خونړيو جګړو وروسته هغه مهال د سروبي يا ماهيپر تړون لاسليک کړ چې پر کابل يې نوره منګول د ټينګېدو نه وه.

د کرزي حکومت له مزو چړچو يې پر محروميت د غني له خوار او سپېره حکومت سره روغه وکړه. د غني حکومت به شړېدلی وي يا نه، خو سپېره او خوار ضرور دی. کېدای شي د ځينو په اند دا له ټولو خطرناکه شړېدنه اوسي…

دا چې په حزب کې پرېکړه فرد واحد کوي که پر يوه سر حکمتيار، د اجمل خټک په وينا؛ دې کې خبره کول توان د چا دی؟

سرخط ورځپاڼه

One thought on “تاريخ که خبر…؟ ډاکټر فرقان احمد توقير”
  1. “دا چې په حزب کې پرېکړه فرد واحد کوي که پر يوه سر حکمتيار، د اجمل خټک په وينا؛ دې کې خبره کول
    “توان د چا دی؟

    Respectable Mr. Ajmal Khatak may said the above a long time ago which no longer apply to Mr. Hekmatyaar :

    The new Mr. Hekmatyaar can still cut the so called bad-infidel head off without feeling for the pain but so called good-infidel that may make Hekmatyaar rich and powerful now can be his close partner.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *