تاند- څېړونکو د انسان د ګوتې په نښو کې د موجودو موادو د موندلو لپاره نوې طریقه کشف کړې چې په مرسته یې د مجرم حتي جنسیت هم پېژندل کېدای شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا طریقه د بریتانیا د شیفیلد پوهنتون څېړونکو کشف کړې ده.

د راپور له مخې، دا طریقه له پولیسو سره مرسته کوي چې نه یوازې د مجرم جنسیت وپېژني، بلکې څه چې یې خوړلي او نور معلومات هم ترلاسه کړي.

د څېړونکو په وینا دا طریقه د جرم د کولو په مهال د مجرم د روحي وضعیت په اړه دقیق معلومات ورکوي.

د دې څېړنې سرڅېړونکی ډاکتر (سیمونا فرانسي) وايي، د ګوتې په نښه کې د وګړي خوله موجوده وي چې دا ماده د انسان د بدن مالیکولونه لري نو زیات معلومات ورڅخه ترلاسه کېدای شي.

ساینسپوهان له ۲۰۱۲ م کال راهیسې له پولیسو سره یوځای په دې ټکنالوژۍ کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *