تاند- ټاکل شوې ده چې دوه جګپوړي امریکايي چارواکي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ پر نوې ستراتیژۍ او په پاکستان کې د طالبانو د پناهځایونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره نن /دوشنبه/ اسلام اباد ته لاړ شي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس او د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف دنفورډ به د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ او د امریکا او پاکستان پر اړیکو خبرې وکړي.
پاکستاني رسنۍ وايي، سر له اوسه ښکاره ده چې هر امریکايي پوځي پلاوی له پاکستانه غواړي چې د ډانلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په برخه کې نور اقدامات وکړي او ښايي له پاکستانه وغواړي چې په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د حضور خلاف تازه اقدامات وکړي.
پاکستان تر دې وړاندې د امریکا د غوښتنو په وړاندې مقاومت ښودلی او ویلي یې دي چې په خاوره کې یې د طالبانو پناهځایونه نشته.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر اساس د امریکا حکومت پاکستان ته د ۲۰ داسې تروریستي ډلو لیست سپارلی چې د پاکستان له خاورې په افغانستان او کشمیر کې تروریستي بریدونه کوي.
په دې لیست کې د حقاني شبکه، حرکت المجاهدین، جېش محمد، جندالله، لشکر طیبه، لشکر جنګوي، او د پاکستاني طالبانو تحریک شامل دي.
نژدې ۲ اوونۍ وړاندې د امریکا کانګریس یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې پاکستان باید د حقاني شبکې د له منځه وړلو لپاره له افغان او امریکايي پوځیانو سره کار وکړي خو له دې لایحې څخه د لشکرطیبه نوم ایستل شوی دی.
وروسته له دې چې امریکايي چارواکو وویل، پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو پناهځایونه له منځه یوسي، پاکستان د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره مخالفت ښکاره کړ خو اوس داسې ښکاري چې دا هیواد هڅه کوي له امریکا سره اړیکې بېرته ښې کړي.