تاند- په نړۍ کې د هنري او تاریخي اثارو پېژندل د ډېرو لپاره په یوه چلینج بدل شوي دي. جعلکاران په داسې چلونو پوهېږي چې ډېر تکړه خلک تېرباسي.

اوس سایسنسپوهان له مصنوعي ذهن څخه په استفادې د اصلي او جعلي هنري او تاریخي اثارو په پېژندلو بریالي شوي دي.

په هالنډ کې د راجرز پوهنتون څېړونکي وايي، په مصنوعي ذهن جعلي او کاپي شوي هنري اثار معلومېدای شي.

د دوی په وینا له جوړ شوي مصنوعي ذهن څخه د پیکاسو، انري ماتیس او یو شمېر نورو نامتو انځورګرانو د ۳ سوه انځورونو د پېژندلو لپاره کار واخیستل شو او اصلي انځورونه یې د هغوی د بورس د حرکت له مخې وپېژندل.

دوی دغه راز د سترو انځورګرانو په نوم جعل شوي انځورونه وموندل.

په نړۍ کې ډېر ځلې د سترو انځورګانو جعلي انځورونه جوړ شوي او په ملیونونو ډالرو پلورل شوي دي.

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د لندن د ساوت ایببیز (Sotheby’s) د لیلامونو موسسې وویل، هغه انځور چې د نامتو هالنډي انځورګر فرانس هالس په نوم په نژدې اته نیم ملیون پونډه پلورل شوی و، جعلی دی.

ساوت ایبیز وویل چې د دغه انځور، چې «ناپېژندوی سړی» (An Unknown Man) نومېږي، لابراتواري معاینې وښوده چې جعلي دی.

د دې انځور په اړه څېړنه وروسته له دې پیل شوه چې وویل شول د هغې پلورونکی تښتېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *