تاند- یو افغان ته، چې په افغانستان کې یې دوه کاله له بریتانیايي پوځیانو سره د ترجمان په توګه کار کړی، ویل شوي چې باید فوراً له بریتانیا څخه وایستل شي.
د حفیظ الله حسنخېل، چې له ۲ کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسي، د پناه غوښتنلیک د سږ کال په جون میاشت کې د حکومت له لوري رد شو.
ده وروسته د استیناف محکمې ته شکایت وکړ او دې محکمې هم د نوموړي غوښتنلیک رد کړ.
انډیپنډنت بریتانیايي ورځپاڼه وايي چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې ۲۶ کلن حسنخېل د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ته تللی و چې د خپل مهاجرت د پروسې په اړه معلومات واخلي، ونیول شو او اکسفورډ ته نژدې یوه توقیف ځای ته بیول شو چې د دسمبر د شپږمې او دوه ویشتمې ترمنځ له بریتانیا څخه وایستل شي.
ویل شوي چې ښاغلی حسنخېل په ۲۰۱۴ م کال وروسته له دې له افغانستانه ووت چې د مرګ ګواښونه ورته وشول.