تاند- وايي غوسه یا قار (قهر) د انسان تر ټولو لوی دښمن دی، کومه سروې او څېړنه په دې برخه نه ده شوې خو ښايي موږ افغانان د ژر غوسه کېدو لومړی مقام ولرو.
البته ځیني هیوادونه او ښارونه په دې مشهور دي چې خلک یې زیات حوصله من دي. د نړۍ په سترو ښارونو کې د مکسیکو سیټي اوسېدونکي زیات زغمونکي ګڼل کېږي.
د مکسیکو سیټي، چې د متحدو ایالتونو د جنوبي هیواد مکسیکو پلازمېنه ده، اوسېدونکي په لوړ ږغ خبرې نه کوي. په لوړ ږغ ږغېدا د دوی په کلچر کې عیب ګڼل کېږي.
د دې ښار اوسېدونکي خپله غوسه نه ښکاروي او هر راز بحث په خندا او نرمه ژبه پای ته رسوي.
د مکسیکو سیټي په اړه ویل کېږي چې حتي د شرابو خورا سخت نشه یان یې هم په ټیټ اواز نرمې خبرې کوي.
د دې علت دا دی چې په مکسیکو کې میندې او پلرونه خپلو بچیانو ته له ماشومتوبه دا خبره بیا بیا کوي چې انسان باید خپل احساسات کنټرول کړي او د خپلو احساساتو د کنترول توان ولري.
د مکسیکو په اوسېدونکو کې دا باور پوخ شوی چې غوسه د غوسه کوونکي په تاوان ده.
په مجموع کې هغه کسان چې ژر نه غوسه کېږي، تر نورو متمدن دي.