تاند- د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد هیله لري چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به حضرت امام مهدي، چې شیعه ګان یې خپل دوولسم امام ګڼي، ظهور وکړي.

ایسنا خبري اژانس پرون /چهارشنبه/ په یوه راپور کې وویل چې احمدي نژاد تېره شپه /د چهارشنبې شپه/ سپټمبر ۱۷/ د تهران په یوه جومات کې د خپل یوه پلوي د پوښتنې په ځواب کې وویل :«تاسو دا وایاست چې تر څلورو کلونو پوري به امام مهدي ظهور ونه کړي او ټوله دنیا به اصلاح نه کړي؟.»

ښاغلي احمدي نژاد، چې د ولسمشرۍ په موده کې یې ادعا کړې وه چې په ملګروملتو کې د وینا په ترڅ کې د ده په شاوخوا کې نور او رڼاوې وې او د امام مهدي له لوري ورته الهام کېده، د ولسمشرۍ د بلې دورې د انتخاباتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې تر بلې دورې پوري به اما مهدي ظهور کړی وي.

احمدي نژاد د ولسمشرۍ په دوره کې په ځلونو د امام مهدي د ظهور د دقیقې نېټې په اړه وړاندوینې کړي دي.

د شیعه ګانو له عقایدو سره سم امام مهدي څو پېړۍ پخوا زېږېدلی او ځان یې بې درکه کړی دی. د ځینو شیعه ګانو په اند امام مهدي ځیني وخت د قم په یوه جومات کې ځان یوازې خاصو کسانو ته ښکاروي.

د ۱۳۸۷ لمریز کال د سرطان په میاشت کې کله چې احمدي نژاد سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر کړی و نو د خپل یوه مرستیال د اعتراض په ځواب کې چې ولې خلکو ته د ملیاردونو تومانو هوايي ژمنې ورکوي، وویل «تشویش مه لرئ، دوه کاله وروسته امام زمان(مهدي) ظهور کوي او ټولې ستونزې حل کوي.»

14 thoughts on “احمدي نژاد وايي په ۴ کلونو کې مهدي ظهور کوي”
  1. فکر کوم چی احمدی نژاد به رښتیا وایی . همدا اوس په ځینو هیوادونو کی د واقعی اسلام څرک نه لیدل کیږی . دلته په افغانستان کی د دجال پلرونه د طالبانو او جنګ سالارانو په شکل ظهور کړی دی او د خلکو زړونه له اسلامه توروی او ټول خلک د کفر خواته تشویقوی. هلته په ایران کی دجالان لا پخوا پیدا شوی دی او واقعی مسلمانان حتی د جمعی لمونځ ته هم نه پریږدی او د ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد ص سنت خو هیڅ نه اداکیږی . د پیغمبر پر ځای د خمینی او خامنه ای صفت کیږی . پلار یی نه پیژنی خو لمسیان او کړوسیان یی ښه په درز سره ستایل کیږی. نو حضرت امام مهدی به ولی نه راځی . هغه به حتما راځی او اول به په ایران کی اسلام پلی کړی او بیا به نورو هیوادونو ته ورځی. د هغی ورځی په انتظار چی حضرت امام مهدی ټولو مسلمانانو ته له دغو ظالمانو نجات ورکړی.

  2. خدای خبر چې څلور کاله وروسته به د امام مهدي په رول کې څوک را پورته کړي او کوم هدفونه به پرې ترلاسه کړي؟

  3. جناب مایل دخپلی عقیدی اصلاح وه که اواحمدنژاد که پردی عقیده وی زان دی جهنم ته برابرکی

  4. دا چى يو ريس جمهور بيا د يو باسواده او علمي غنى ملك نه په اپلتو سر وى، دا رعيت خو بيا بيخى كر او كور دى، دا خو بيا زموژ ملا غمبر ملامته ندى چى طالبان يي د كراماتو خاوند گني

  5. دا سياست رشتيا چى هم مردار شى دى، بيا د قدرت نشه!!
    دا جناب هم په اپلتو سر دى، نو چى ايران د خپل دومره علمى او مادى غنا سره ، دومره احمق أداره كرى دى، نو زموژ بيسواد هيواد كى خو بيا كرزى خان سم اپلاتون دى، دا خو بيا طالبان هم ملامته ندى چى ملا غُمبر كى كرامات گورى.

  6. Salamoona
    Pa Kabil kshe da pol-e sokhta na kata yaw pool dey da Pol-e daktar mehdi pa noom! fikir kawm ahmaky nejad hagha daktter mehdi pa khob lidly wi!
    Bya hem irany chaarwaky la sauudi-Arab shaykhano ayyashano na kha di.Aqalen yi teil milli karri di.Vessalamo a`ala mane-tabb`al huda!

  7. تاند هم بیکاره دی، هر څوګ چی هر چټیات وایی تاند یی خپروی. د احمدی نژاد پدی وینا کی چی ویلی دی (( مهدی به ظهور وکړی ))پر کوم بنسټ کړی ده. ایا احمدی نژاد ته کومه وحی راغلی ده؟
    هیله ده چی تاند د دی ډول مزخرفاتو د خپرولو څخه ډډه وکړی!!!!

    1. خبر خبر دی. که احمدي نژاد یوه عادي خبره کړې وای مثلاً ویلي یې وای چې د ایران دی موږ به نه وه خپره کړې خو دا په دې هم په خپرېدو ارزېده چې ستاسو په شمول لږ ترلږه لس لږترلږه لس زره کسانو په همدې تاند کې لوستی دی.
      تاند

  8. خو زما په شمول دا د لسو زرو لوستونکو وخت خو مو بی ځایه پری مصرف کړی دی. او دا خو زموږ هدف دی چی پدی نه ارزیده چی موږ دا لس زره کسانو پری وخت زایه کړی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *