تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره له ناټو سره ګډې لارې چارې ولټوي.

له مسکو څخه د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، سرګی لاوروف نن /دوشنبه/ د مخدرو موادو ضد د پارلماني غړیو په نړیوال کنفرانس کې وویل«موږ د ناټو له استازو غواړو چې د مخدرو موادو د قاچاق او د دغو موادو له کاروباره د افغانستان له خاورې د تمویل کېدونکي تروریزم د محوه کولو لپاره زموږ سره ګډ کړچار (اپروچ) ولټوي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد له ناټو سره د همکارۍ غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې ناټو او امریکا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د مخدرو موادو پر لابراتوارونو جدي حملې پیل کړي دي.

دغو ځواکونو په وروستیو کې په هلمند کې د مخدرو موادو یو شمېر مرکزونه ویجاړ کړل.

لاوروف وویل، د مخدرو موادو ازاد پرېښودل به بې ساری ناورین رامنځته کړي.

ده زیاته کړه«موږ له هغو کسانو سره موافق نه یوو چې وايي د مخدرو موادو د نړیوالو جنایتکارانو په وړاندې باید تسلیم شو، سپین بیرغونه ورته پورته کړو او مخدرو موادو ته یې دروازې پرانیزو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د مخدرو موادو او تروریزم ارتباط یو حقیقت دی، د مخدرو موادو عاید د جنګ او تروریزم اور تود ساتي، د مخدرو موادو عواید نړیواله سوله او ثبات ګواښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *