تاند- ولسي جرګې د ۱۲ وزارتونو لپاره د ولسمشر غني د کابینې د ۱۲ کاندیدانو په منځ کې یوازې د کانونو او پیټرولیم کاندیده رد کړه.

ولسي جرګې، چې په تېرو ورځو کې د کاندید وزیرانو څرګندونې واورېدې، نن هغوی ته د رایو صندوقونه کېښودل.

دې جرګې د دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامني په ۱۴۱ رایو او د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک په ۱۷۳ رایو تایید کړل.

ګل اغا شېرزي ته، چې د قومونو او سرحدونو چارو وزارت ته کاندید و، د اعتماد ۱۵۸ رایې ورکړل شوې.

مجیب الرحمن کریمي ته د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزارت لپاره ۱۲۹، حمید طهماسي ته د ترانسپورت د وزارت لپاره ۱۴۹، نجیب الله خواجه عمري ته د لوړو زده کړو د وزارت لپاره ۱۲۴، نصیر احمد دراني ته د کرنې او اوبه لګونې د وزارت لپاره ۱۴۴، مصطفي مستور ته د اقتصاد د وزارت لپاره ۱۵۵، شهزاد اریوبي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت لپاره ۱۱۵، یما یاري ته د فواید عامې د وزارت لپاره ۱۵۶، او فیض الله ذکي ته د کار او ټولنیزو چارو وازت لپاره ۱۲۶ رایې ورکړل شوې.

نرګس نهان، چې د کانونو او پیټرولیم وزارت ته نومانده وه، کافي رایې ترلاسه نه کړې او تایید نه شوه.

په جرګه کې له ۲۲۵ حاضرو وکیلانو یوازې ۱۰۷ تنو نرګس نهان ته د اعتماد رایې ورکړې خو د تایید لپاره ۱۱۳ رایو ته اړتیا وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *