تاند- ایران وايي، د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح په داسې حال کې، چې له صنعا څخه تښتېده، ووژل شو.
ایراني رسنۍ وايي چې صالح نن /دوشنبه/ له خپل مرستیال عارف زوکا او د ملي کانګریس ګوند له سرمنشي یاسرالعواشي سره په زغرګاډي کې له صنعا تښتېده چې وویشتل شو.
ایراني رسنیو نه دي ویلي چې نوموړی د چا له لوري وژل شوی دی.
خو دا خبر یوه ورځ وروسته له دې خپرېږي چې پرون /یکشنبه/ سعودي عربستان په صنعا کې د عبدالله صالح په ملاتړ د حوثیانو مورچې بمباري کړې.
علي عبدالله صالح د یمن په جګړه کې د حوثیانو متحد و.
وروستی خبر:
حوثیان ادعا کوي چې علي عبدالله صالح د یمن په هغه سیمه کې وژل شوی چې متحده عربي امارات یې د هوا له لارې څارنه کوي.