خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۶-۹-۱۳

په ۱۲مه ناحیه کي د دوه کیلومتره سړک د جوړېدو چاري پيل سوې

د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار د ۱۲ مې ناحيې اړوند د لوي ويالې په سيمه کي د دوه کیلومتره سړک د جوړېدو چاري د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پيل سوې.

دغه دوه طرفه سړک چي ۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندي راځي د څلورو مياشتو په موده کي به د کندهار ښاروالۍ لخوا په پاخه او اساسي ډول جوړ سي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د ياد سړک د کار د پيل پر مهال وويل چي ولايتي اداره د کندهار ښار د پراختيا او پرمختګ لپاره زيات پلانونه لري چي په عملي کېدو سره به يې ښار لا هم ښکلی او پراخ سي.

ښاغلي ويسا د خلګو څخه هم غوښتنه وکړه چي د ښار د پراختيا او پرمختګ په برخه کي د ښاروالۍ رياست سره مرسته او همکاري وکړي.

کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل هم د خپلو خبرو پر مهال وويل چي د ولایت مقام په همکارۍ هڅه کوي چي متوازن انکشاف رامنځته او ښار ته پراختيا ورکړي.

باید وويل سي چي د ياد سړک ټول لګښت د ماليې وزارت د تشويقي بودیجې څخه ورکول کېږي چي کندهار ښاروالۍ ته ورکول سوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *