یو لوړ او غوښن سړی د پلچرخي زندان میلمه و. د هغه د غټو را وتلو  سترګو په لیدلو د ویرې احساس کیده.

دا میلمه څو کاله همداسې بې برخلیکه پروت و. دې برخلیکه میلمه د ډیرو خلکو برخلیک سوزولی و، ده  پسې یوه لویه دوسیه وه. د سرونو دوسیه، د قتلونو دوسیه، د ژوندیو خښونې دوسیه او … دا دوسیه وړه نه وه. د شاوخوا پنځه زره کسانو وه چې اوس یې نومونه په ډاګه شول.

هغه مهال پژواک خبري اژانس کې اډیټر وم. صفیه میلاد مې خبریاله وه. هغه وروسته د روز اژانس مشره شوه. هغې د دغه بې سرنوشته میلمه دوسیې نه خاورې وڅنډلې، راپورته ېې کړه او وروسته د قاضیانو او څارنوالانو هم ورپام شو.

دا هډور او لوړ سړی اسدالله سروري و. سروري، د سره انقلاب په سر کې د استخباراتي ادارې ( اګسا) مشر و. دې ادارې د خپل ایډیال نښانونو څخه ښه پریمانه استفاده وکړه. دې ادارې په ( لور) بې شمیره سرونه وریبل او په (څټک) یې بې شمیره ککرې ماتې کړې.

هر هغه څوک د (لور او څټګ) تر ګوزار لاندې راته چې د نظام پر ضد و یا په زړه کې یې ورته معمولي خیره لرله او یا له دوی سره نه و.  دوی خپل شعار: ((هر خلقي حق لري چې په تورو تیارو کې د انقلاب ضد عناصر تورو کندو ته ولیږي.)) په سرعت عملي کاوه. پولیګونونه یې ډک کړل. په بې شمیره ژوندیو انسانانو یې خاورې واړولې او بې شماره نور یې د توپ خولې ته وتړل.

د سروري په اړه د راپورونو اډیټ، مې له هغه سره دلچسپي پیدا کړه، د هغه د لیدو تنده مې ورځ په ورځ زیاتیده. ما ویل دا به څنګه بشر وي چې د خپلو بې شمیره همنوعو د قتلونو تور ور له غاړې دی؟ ما ویل د ده په سینه کې به له ورایه ډبرین زړه ښکاري. د ده له سترګو به وینې څاڅي او….

بله ورځ د کابل د ملي امنیت په ودانۍ کې د ده محکمه وه او چې څنګه خبر شوم نو د خبریال په ځای خپله لاړم . ځان سره مې ویل: دا به د افغانستان په تاریخ کې عجیبه محکمه وي. څومره به دقیقه وي، څومره تدابیر به ورته نیول شوي وي،د جرم د اثبات لپاره به څومره کره دلایل او شواهد راټول شوي وي او…

همدې چورتونو کې د محکمې تالار ته ننوتم. خلک کتار پر څوکیو ناست وو. په یو چا مې سترګې ولګیدې. د ده مونډۍ ږیره کې په تورو ویښتانو سپین غالب شوي وو. په خړ وړین پټو کې یې ځان تاو کړی و.

دا اسدالله سروري و. دا د وخت د اګسا ادارې مشر و او دا هغه څوک و چې د خپلو زرګونو بې دفاع وګړو د وژلو تور ورباندې و.

هیڅ مې زړه ته نه لویده چې د عادي انسان په قواره کې دی یو څوک د دومره قتلونو مرتکب وي، ما ویل لوی قاتلان به جلا شکل لري او ښو انسانانو سره به یې توپیر وي. خو ټول توپیر په زړه او دماغو کې وي او دا دواړه له سترګو پټ وي، ځکه خو کله کله خلک په ډېرو ظالمانو هم غولیږي او شا ته یې روان وي.

 یو ډنګر څارنوال را پورته شو،صورت دعوه یې ولوسته. هغه ته یې د بې شمیره قتلونو د ترسره کولو ګوته ونیوله. څارنوال غږ کړ: اوس به هغه ویډیو وګورئ چې د ده جرمونه ثابتوي. نوره مې هم سودا زیاته شوه. وی سي ار یې را وړ، کسټ یې ور وغورځوله. نږدې نیم ساعت یې کوښښ وکړ خو هغه ځای یې پیدا نکړ. وروسته یې وویل: اوس یو بل ډیر مهم سند دی چې  د ده جرمونه ثابتوي. بیا مې سودا شوه. څارنوال یو کاغذ ښکاره کړ، پر هغه د سروري لخوا د دهمزنګ زندان ته لیکل شوي و چې د دغو کسانو( لست کې شامل) ښه عزت وکړئ.‎! سروري ویل : نو دا خو بده خبره نه ده. د وژلو خو مې نه دي ویلي، خو څارنوال ټینګار کاوه چې له دې جملې څخه ستا مطلب د هغوی وژل و. خو موږ چې د سروري له اصطلاحاتو او د هغه وخت له شفرونو سره بلد نه وو، دا دلیل راته هم ډېر کمزوری او خام ښکاره شو. همداسې ګډوډي روانه وه. یوه میرمن را پورته شوه، په ژړا یې سروري ته وویل: ستا په حکم زما ځوان ورور چې پولیتخنیک کې محصل و، وژل شوی. میرمن احساساتي شوه، سپکې سپورې یې وویلې. خو سروری په جرئت ځواب ورکړ : د سپکو سپورو حق نلرې. حیران شوم ما ویل انسان هم عجیبه مخلوق دی، د ځان په اړه ناوړه جملې نشي زغملی خو د نورو ژوند تباه کول ورته عادي خبره ښکاري.

له څو شیبو بې نظمیو وروسته د میز تر شا ناست سړي چې پر اوږو یې خاصه چپن اچولې وه، میز وډبوه او د محکمې حکم یې وځنډاوه. ځان سره مې ویل، د سروري په څیر مهمو اشخاصو د محاکمې چې دا حال وي، د عادي وګړو به څه حال وي؟

له دې نظامه مې زړه تور شو، له عدلي ارګانونو مې زړه تور شو، د یوه داسې شخص په اړه دومره بې خونده او عادي محکمې ښودله چې د عدالت تمه یو تش خیال دی او موجوده نظام ورسره کومه دلچسپي نلري.

سروري، کابل ته د جهادي تنظیمونو د راتګ په کلونو کې نیول شوی دی، د پنجشیر چکر یې هم وهلی خو تراوسه ترې د ډلییزو وژنو په اړه موثق معلومات نه دي ترلاسه شوي، جرمونه پرې نه دي ثبوت شوي، ځکه که ثبوت شوي وای نو بیا خو د اعدام وړ و او باید د دار حلقې یې غاړه ښکل کړې وای.

اوس مې نور سوالونه ذهن کې ګرځي را ګرځي، خدای خبر څومره به رښتیا وي؟ او هغه دادي: شاید قصدي هغه نه اعدامیږي،ځکه که سروري اعدام شي نو د نورو سروریانو اعدام ته هم لاره اواريږي، د کابل ښار قاتلان چې اوس د نظام شارګونه په لاس کې لري هم له همدې پریکړې سره مخ کیږي، د دښت لیلي د ډلیزو وژنو قاتلان هم باید تر داره ورسول شي، د افشارو د خلکو قاتلان هم باید اعدام شي، د کونړ د کرهالې د ډلیزو وژنو قاتلان هم باید پیدا او اعدام شي او…

خو دا به څوک اعدام کړي؟ داسې وخت به کله راشي چې عدالت په بشپړه توګه تامین شي، ماته خو د خپل ولس قاتلان ډیر خوش قسمته ښکاري.

جلال اباد

One thought on “زموږ خوش قسمته قاتلان/ محمد نعمان دوست”
  1. ښاغلی دوست، د ستا نثر می ډیر خوښیږی. د ستاسو مثالونه د زمان او مکان تعریف او کیسی ته ورته (ولی جدی لیکنه) ډیر یو زړه راښکونکی تکنیک دی چی تاسو یی همیشه کاروی.
    قلم مو تاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *