ادبستان د پښتو ژبې د خورا پیاوړي کره کتونکي او تیورسن استاد اجمل ښکلي د هغو بېلا بېلو مقالو ټولګه ده، چې د پښتو ادب د تیوری او کره کتنې په اړه یې پکې لسګونه مقالې او لیکنې رایوځای کړي دي.
ادبستان په ننګرهار کې د کلاسیک خپرندويه ټولنې لخوا د زرو (۱۰۰۰)ټوکو په شمیر په مجلد ډول په ۴۱۶ صفحو کې چاپ دی، چې د منځپانګې له مخې په څلورو کټګوریو ادب تیوري، کره کتنه، بدیع او د ژبپوهنې پر مسايلو بحثونه پکې شامل دي،
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د استاد اجمل ښکلي د څو انتخابه او د ادبي زوايې په نامه هم د علمي او ادبي لیکنو ټولګې خپرې شوې وې، چې د ادب لوستونکيو لخوا یې تود هرکلی وشو.