ښاغلی ارینزی

ډېر کلونه مخکې مې د یوې سندرغاړې دا بدله اورېدلې وه چې ویل یې د انسانانو په ژوند کې ارمانونه دومره ډېر دي چې یو لا نه وي پوره شوی راشي نور!

په کال 1357 هـ ش کې زما ارواښاد پلار چې د کابل ښاروالۍ درې دېرش کلن مامور و، د نوي نظام لخوا تقاعد ته سوق شو او ځای یې پرېښود خلقي بریتورو ملګرو ته!

زما پلار چې د خپل تقاعد له پاره لا مخکې تیاری نیولی و، په میاشت کې د ننه د کار ټول وسایل واخستل او په وردګو کې یې په هغه زمکه کار پیل کړ چې د کابل – کندهار د لویې لارې په دوه سل متری واټن کې پرته وه، خلکو چارکه بلله او نژدې شل کاله مخکې یې د همداسې یو وخت له پاره اخستې وه.

زما پلار په دریو – څلورو میاشتو کې د خپل ډنګر وجود نیمایي غوښه له لاسه ورکړه؛ خو د پنځو – شپږو نورو کسانو په مرسته یې، شپاړلس په څلور متره اوږده او پلنه کنده ویسته چې ژوروالی یې څلور متره و.

د دې کندې پاسني خوا ته د اوبو کوهي ووهل شو چې پریمانه اوبه یې درلودې، په منځ کې یو ډیزلي انجن کیښود، څنګ ته یې د ژرندې ماشین ولګاوه او هیله یې درلوده چې د شولو پاکولو او د شرشمو تېلو ماشینونه به هم ولګوي.

موږ تر دې کنده لاندې شل – پنځه ویشت جریبه ځمکه درلوده چې ټوله یو ځای پرته وه. پلار غوښتل چې په ټوله ځمکه دیوال وګرځوي، د کوهي اوبه حوض ته وباسي، د مڼو باغ جوړ کړي، پالیز ولري، لاندې خوا ته د چرګانو فارمګی جوړ کړي، د حوض څنګ ته د استوګنې او مېلمنو ځای ودان کړي چې ملګري یې راشي، د خدای عبادت وکړي، د زړه خواله وکړي، ټوکې ټکالې وي، کار وي او لنډه دا چې د خپل تقاعد وخت له پاره یو ښکلی مصروفیت ولري.

د خدای کړه و، د بنده ورته کاته وه. یوه ورځ موږ  پاس د مېلمنو په غټه کوټه کې ناست وو چې په سړک د اردو یو لنډ کتار د غزني په لور تېر شو،. د کتار په محاربوي ماشینونو، توپونو او لاریو باندې سرې جنډې رپېدې!

شل – پنځه ویشت دقیقې وروسته د توپونو درانه غږونه واورېدل شول. پوځ په (مورو) او (سنډور) کې د انقلابي دولت په وینا د اشرارو په مرکزونو ګولۍ وچلولې!

پلار ما ته وکتل او وې ویل چې سبا ځه کابل ته او تر هغه چې ما احوال نه وي درکړی، بیا مه راځه! لکه چې په سیمه کې د جګړې اور بلېدونکی دی!

پلار رښتیا ویل. زه له همغه ورځې بیا اوولس کاله خپل کور – کلي ته نه لاړم. په کلي او کلیوالو پسې ډېر خپه وم؛ خو هېڅ مې له لاسه نه کېدل او بس د زړه وینې مې خوړې.

د پلار هغه د هیلو او ارمانونو کار هم ژر بند شو. د شپې به مجاهدین ورتلل او کله نا کله به د ورځې د اردو سرتیري ورغلل چې غنم ورته اوړه کړي!

پلار فکر کاوه چې یوه ورځ به دلته سرتیري او مجاهدین سره مخامخ شي او هر پلو به دی ګرم بولي چې ګواکی بل لوری ته یې پټ خبر ورکړی!

خیر د خلقیانو وار تېر شو. د پرچمیانو او روسانو دوره هم پوره شوه او مجاهدین راغلل. پلار په پېښور کې مړ شو او د کلي – کور او هاغه باغ او کار ارمان یې ګور ته ویوړ!

د طالبانو په وخت کې زه له ډېره ځنډه وروسته وردګو ته لاړم. د مور او پلار فاتحه مو واخسته او سترګې مې بیا د ړنګ کلي په لیدو خوږې شوې. سخته وچکالي وه او خلکو ډېرې ستونزې درلودې. درې کاله وروسته ما همغه د پلار نیمګړی کار بیا پیل کړ. ما هم د خپل تقاعد او (زړبودن) د وخت له پاره یو سالم مصروفیت ته اړتیا درلوده؛ خو ارمان چې ما هم دا کار بشپړ نه شوای کړای!

د حامد کرزي لومړي کلونه ښه د کار کلونه وو؛ خو زه په یو اداري مصروفیت کې دومره بوخت وم چې د پلار د پاته کار د دریېم پړاو د پیل او بشپړتابه له پاره مې ډېر وخت نه درلود.

تر هغه چې زه برابریدم، په وردګو کې بیا جګړه توده شوې وه. دا ځلې طالبان او امریکایان سره ښکر په ښکر وو. په دې جګړه کې د کلي نیمایي خلکو بیا کورونه پرېښودل، اوبه لږ وي، په کرنه ګذاره نه کېده او له ځمکې او آسمانه اورونه ورېدل!

دا دی اوس بیا نهم کال دی چې زه کور – کلي ته نه شم تللای. بیا یو ژور ټولنیز انقطاب منځ ته راغلی. په هغه سیمه کې چې ما باید یو کار پیل کړی وای، نژدې هره ورځ جګړه وي. اردو، پولیس، امنیت، اربکیان، امریکایان، طالبان، ناټو، د تېلو سوداګر، امنیتي کمپنی او غله او داړه مار ټول سره ګډ دي او د خلکو ژوند یې په جهنم بدل کړی!

زه چې اوس فکر کوم داسې را ته ښکاري لکه د پلار ارمان چې د زوی په عمر کې هم پوره نه شي!

هغه غوښتل چې ژوند وکړي او د ژوند له پاره کار ولري؛ خو خونړي شرایط دومره ظالم وو چې حتی د وطن مړینه یې پرې پیرزو نه شوه. زه فکر کوم چې زما دا ارمان به هم پوره نه شي چې په خپل وطن کې د آبادی او پرمختګ یو وروکی ګام پورته کړم او د ځان تر څنګ څو نورو کسانو ته هم د حلالې روزي د ګټلو ور پرانیزم!

زه اوسنیو شرایطو ته په کتو سره، په دې نه پوهېږم چې زما زامن به هم په دې بریالي شي او دا وخت ومومي چې هغه د بابا نیمګړی؛ خو ډېر انساني او شریف ارمان سرته ورسوي که نه؟

زه خو په دې تپه تیاره کې د رڼا او امید کومه کمکی ډیوه هم نه وینم چې ورته په تمه شم!! که تاسو بل ډول فکر کوئ، لطفاً ما هم خبر کړی!

هوله مالي، مالدیپ

نومبر 2017 م

قوس 1396 هـ. ش

One thought on “د بابا هغه ارمان چې لمسي ته پاته شو! || احسان الله ارینزی”
  1. سلام ښاغلی ، منلی اودروند آریانیزی ته !اوه کاله مخکې مو په ډهلی کې سره لیدلی ووـ خواوس لا بل وخت دی ، راغلو دې پورته لیکنې په هکله ـ خدای دتاسو دوالد صاحب ارما ن ستاسو زمن پوره کړي – خو مهم ټکی داده چې موږ به ترهغو په دې بد مرغی اخته یو تر څو چې اسلامی افراطیت له دې خاورې ورک اودتنظیمیانو نسل معدوم شی په پیښور کې یو پاکستانی یوه خبر وکړه چې زه ډیر پرې غصه شوم – خبره نږدي ګریوان نیولو ته رسیدلې وه خو وروسته چې مې فکر وکړ هغه رښتیا ویل هغه دا بې ادبه خبروکړه (که نورمسلمانان پراسلام سرورکوی ـنو افغان ورپسې …ونه هم ورکوی ) زموږ خلک همدااوس هم اول خپلې پوزې ته نه ګوری هسې پیشو پسې ځغلی او وایی چې اسلام په خطر کې دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *