د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، کابل ته د راغلي پاکستاني خبریالانو له ډلې سره ولیدل.

په دې ناسته کې چې نن غرمه په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، اجرائيه رئيس کابل ته د هغوی د سفر هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو د اړیکو، له ترهګرۍ سره په مبارزې، د افغانستان او سیمې په وروستیو تحولاتو او ګډو ګواښونو خبرې وکړې.

اجرائيه رئيس همدار راز وویل، چې له پاکستان سره یې په اړیکو کې تل نیک نیت ښودلی او ویې ویل، دوی اوس هم چمتو دي چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري. هغه ترهګرۍ د ټولو هېوادونو او سیمې په زیان وبلله.

اجرائيه رئيس همدا راز په سیمه کې په شته اقتصادي فرصتونو هم رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ، د سیمې هېوادونه دې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینې مبارزه و کړي او په سیمه کې دې له شته اقتصادي فرصتونو څخه ګټه واخلي.

اجرائيه رئيس دغه راز د پاکستان د خبریالانو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

One thought on “اجرائيه رئيس د پاکستان له یوشمېر خبریالانو سره ولیدل”
  1. دا لیکنه دی درسته نده کړی عنوان کی به دی لیکلی وای چه اجراییه ریس په پاکستان کی خبریالان سره انځور واخست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *