تاند- په میانمار یا برما کې، چې له افغانستانه وروسته د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید پکې زیات دی، د یوې بلې محدرې مادې تولید ته پام زیات شوی دی.

د جنوب ختیځې اسیا او پسفیک لپاره د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې رييس وايي، په میانمار یا برما کې د تریاکو د تولید د کمېدو هرکلی کوي، خو دا بری نه شي بللی.

جیرمي دوګلاس رویټرز خبري اژانس ته وویل، داسې ښکاري چې کیمیايي مخدرو موادو ته د تقاضا په برخه کې د سیمې په بازارونو کې بدلون راغلی او د تریاکو اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی.

راپورونه وايي چې په چین او د جنوبي اسیا په ډېرو هیوادونو کې متامفتامین ته تقاضا زیاته شوې ده.

متامفتاماین (Metamfetamine) یا کریسټال یو ډول نشه يي مواد دي.

فلیپین له دغو موادو سره په خونړۍ مبارزه بوخت دی.

د م.م. له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې یا (یو این ډي سي) د معلوماتو پر اساس، د سیمې په هیوادونو کې د مخدرو موادو تقاضا په خپل حال پاتې شوې یا لږه شوې ده.

د دې سیمې اکثره په نشو روږدي ځوانان متامفتادماین استعمالوي.

د یو این ډي سي له اټکل سره سم د میانمار په شان او کاچین ولایتونو کې سږ کال (په ۲۰۱۷) پر ۴۱ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي دي.

دا تر ۲۰۱۵ م کال په سلو کې ۲۵ لږ دي.

په تېره سروې کې، چې په ۲۰۱۵ م کال شوې وه، د میانمار پر ۵۴ زره ۵۰۰ هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو.

د میانمار یا برما د کورنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې، چې (یو این ډي سي) خپره کړې ده، ویلي چې د دغه هیواد حکومت خوښ دی چې په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

ده همداراز ویلي، د میانمار حکومت د هیواد په هغو سیمو کې، چې کوکنار پکې کرل کېږي، د بدیل معیشیت  د پروګرامونو ملاتړ کوي.

په جنوب ختیځه اسیا کې تر ټولو زیات متامفتاماین په برما کې تولیدېږي. دا مواد د برما په هغو سرجدي سیمو کې زیات تولیدېږي چې د حکومت له کنټروله وتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *