تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا د چهارشنبې په ورځ پر طالبانو ږغ وکړ چې په کابل کې دفتر پرانیزي او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې پیل کړي.

د سولې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سولې د خبرو لپاره هیڅ راز وارمخکې شرط نه ږدي او وسله وال طالبان پرېږدي چې د خبرواترو لپاره هغه لار غوره کړي چې د دوی خوښېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وسله والو طالبانو ته دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه او ورسره جوخت یې پر پاکستان او طالبانو فشار زیات کړ.

په وروستیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه زیات شوي او پر پاکستان بیا سیاسي فشار زیات شوی دی.

طالبانو تراوسه پورې د افغانستان د سولې د عالي شورا د وروستي وړاندیز په اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا طالبانو د سولې د شورا او د افغانستان د حکومت د سولې ټول وړاندیزونه رد کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *