تاند- په جوزجان ولایت کې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې لږترلږه ۳۰۰ ماشومان د داعش د سختدریځې ډلې له لوري تر روزنې لاندې دي.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په سلو کې ۸۰ د داعش د سختدریځو تر کنترول لاندې ده او دا ډله د جوزجان له بېلابېلو سیمو خلک له جلبولو وروسته دې ولسوالۍ ته راولي او هلته د تروریزم روزونه ورکوي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي هم دا خبره تاییدوي، وايي چې اکثره خلک نه غواړي چې له داعش سره یوځای شي خو بېوزلي او بې روزګاري دوی مجبوروي چې ماشومان یې د داعش له لیکو سره یوځای شي.

د درزاب پخوانی ولسوال وايي چې د داعش غړي هڅه کوي چې د ماشومانو ذهنونه ومینځي او تروریستان ورڅخه جوړ کړي.

په جوزجان کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دفتر د داعش له لوري په درزاب ولسوالي کې د ماشومانو د روزنې راپورونه تایید کړل او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د تروریستانو په لاس د دې بشري ناورین مخه ونیسي.

په افغانستان کې د داعش تروریسته ډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ م کال په ننګرهار کې څرګنده شوه خو وروسته – وروسته یې خپل نفوذ د افغانستان تر شمال پورې وغځاوه.

ویل کېږي چې دا ډله اوس پر ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان، بدخشان، فاریاب، سرپل، جوزجان او غور ولایتونو کې فعاله ده.

One thought on “داعش په جوزجان کې لږترلږه ۳۰۰ ماشومانو ته د تروریزم روزنه ورکوي”
  1. هسې چټي د افغانانو نوم بد دی چې ماشومانو د روزنې او تعلیم مخالف دي، اوس خو په ډاګ سبق ورکوي خو که اسلامي خلافت ته خدای وس ورکړي نو ښه موډرن ښوونځي به هم ورته جوړ کړي هههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *