تاند- کابل ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو خلاف په جرمني کې د ګڼو پېلوټانو له انکار سره سره نن له فرانکفورت څخه په یوه الوتکه کې یو شمېر رد شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته راورسول شول.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د هغو افغان پناه غوښتونکو، چې د پناه غوښتنلیکونه یې په جرمني کې رد شوي وو، الوتکه نن /پنجشنبه/ سهار وختي د کابل په هوايي ډګر کې کښته شوه.
د کډوالو نړیوالې ادارې یا (آی او ایم) تایید کړه چې ۲۷ تنه رد شوي افغان پناه غوښتونکي په یوه الوتکه کې د جرمني له فرانکفورت څخه د چهارشنبې په ماښام د افغانستان په لور واستول شول.
د سږ کال له جنورۍ را په دې خوا په یو وار دومره شمېر افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته نه ول استول شوي.
پرون شاوخوا ۵۰۰ فعالانو د فرانکفورت په نړیوال هوايي ډګر کې د دغو افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو خلاف اعتراض وکړ.
دوی پر خپلو شعارونو لیکلي و«هیڅ انسان غیرقانوني نه دی.»
مظاهره چیانو همداراز نارې وهلې «تر اروپا د دېوال چاپېرول نه منو، دایمي استوګنه د ټولو حق دی.»
په همدې حال کې د جرمني رسنۍ وايي چې ګڼو پېلوټانو افغانستان ته په زوره د افغان پناه غوښتونکو له وړلو انکار کړی دی.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې تر ۲۲۲ زیاتې الوتنې د پېلوټانو له لوري رد شوي ځکه چې هغوی حاضر نه ول چې افغان پناه غوښتونکي په زور افغانستان ته واستول شي.
د ۲۰۱۶ له دسمبر څخه د جرمني حکومت په ۷ جوپو کې ۱۲۸ افغانان په زوره له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته رسولي دي.
په دغو کسانو کې وروستۍ جوپه شامله نه ده چې نن سهار وختي کابل ته ورسول شوه.
جرمني، چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې په لکونو پناه غوښتونکي ورغلل، هغه افغان پناه غوښتونکي خپل هیواد ته لېږي، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو مسله په جرمني او اروپا کې ډېره لانجمنه هم ده او زیات بحثونه پرې کېږي ځکه چې د ډېرو په باور په افغانستان کې جګړه روانه ده او دا هیواد د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره خوندي نه دی.
ملګرو ملتونو په خپله کلنۍ څېړنه کې چې سږ دوبی یې خپره کړه، افغانستان د هغو هېوادونو له لیسته وایست چې جګړه پکې پای ته رسېدلې او د هغو هېوادونو په کتار کې يې شامل کړ چې جګړه پکې روانه ده.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وګړو تر نیمايي زیاته برخه چې ښايي ۱۴ میلیونه وګړي وي، په هغو ولسوالیو کې اوسېږي چې وسلهوالې نښتې پکې روانې دي او امنیت يې خراب دی.