تاند- د کندهار په شورابک کې د ناټو او امریکايی پوځیانو په لویه اډه کې د افغان او ناټو پوځیانو ترمنځ د کرکټ مسابقه د افغانستان د ملي اردو لوبغاړو وګټله.

په دې سیالۍ کې، چې د شورابک کمپ د افغان ځواکونو د مرکز په لوی لوبغالي کې وشوه، افغان پوځي لوبغاړو د ناټو د څلورم کنډک پوځي لوبغاړو ته په پنځو ویکټونو ماتې ورکړه.

په افغانستان کې کرکټ خورا په چټکۍ وده کوي او حتي د ملي اردو او ملي پولیسو په منځ کې هم دومره عامه شوې چې د ناټو بریتانیايي او استرالیايي پوځیانو ته ماتې ورکولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *