تاند- د کابل ښار د اوومې ناحیې د سرکارېز مارکېټ ته نژدې د نن /جمعې/ په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي دي.
په دې پېښه کې ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
تراوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نشته چې ایا مخکې تر مخکې اېښودل شوی بم و که انتحاري حمله.
ځیني شاهدان وايي چې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم له کبله شوې ده.
په دې چاودنه کې ۱۶ تنو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو ترڅنګ ۳ موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
د چاودنې د مرګ ژوبلو د هویت په اړه هم لا معلومات نه دي ترلاسه شوي خو د پېښې ځای د اجرايي رييس د دوهم مرستیال محمد محقق کور ته نژدې دی.
حتما به کوم اسراییلي یهود دا کار کړی وي، زموږ مسلمانان خو نن د بیت المقدس په ننګه مصروف وو