نن جمعه: مبارکه د ۱۳۹۶هـ ل کال د ليندۍ مياشتي ۱۷  نېټه په هلمند ادبي بهیر کي ادبي غونډه ترسره سوه، چي په دغه غونډه کي دمرکز او ولسوالیو، ګڼ شمېر شاعرانو اوادبپالو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل سوه.

وروسته د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي پرانيستونکې وينا وکړه او د ځوان ليکوال محمد فيروز (سروري) څېړنيز اثر ( پر زینداور باندي بحث ) چي په دا وروستيو کي له چاپه راوتلی، په اړه يې لنډي څرګندوني وکړې، د نوموړي هڅي يې وستايلې، او زياته يې کړه  د تخليقي اثارو د ليکولو په پرتله په ټولنه کي څېړنيزو اثارو ته ډېره اړتيا ليدل کيږي نو ددې اړتيا د پوره کولو په موخه بايد موټي رابډ وهو ترڅو هغه موضوعات چي لا تراوسه په درست ډول نه دي په ډاګه سوي بايد وڅېړل سي ، حيرت د ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چي د خپل مسلک ترڅنګ په نورو ټولنيزو علومو کي هم مطالعه وکړي ترڅو هراړخيز معلومات ترلاسه کړي .

د غونډي دوهمه برخه نثر ته ځانګړې سوې وه، چي د لیکوالانو لخوا ترتیب سوي نثرونه او ادبي ټوټې ولوستل سوې.

ورپسې د غونډي په وروستۍ برخه کي، شاعرانو پخپل نوبت سره ترتيب کړي شعرونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.

د نننۍ مشاعرې د غزلونو څخه مو د ښاغلي (حيرت)  دغه لاندنی غزل د بیلګي په ډول رانقل کړې، ويې لولئ او خوند ترې واخلی.

د بڼوستن

نظــرمــي نـه اوړي لـه تـا مګــر لـیـمـه وګــنډم

د زلـفـوتـار د بـڼـوسـتـن راکـه چـي زړه وګــنـډم

کــړم لـه فـریـاده اعـتـصـاب درقـیـبـانـوپـر ضـد

د سکوت مُهرمي پرخوله کښېږده چي خوله وګنډم

د کـــائیـنـاتـو د ښــکلا تــر ارزیــابــي وروسـتـه

ستــا د ښـا یسـت سـره سپـوږمـۍ په تشبه زه وګنډم

ناصـح پـه کـاڼـي دلغـاز دزړه ښـيـښه ماته کړي

زه یــې ټــوټــې بـیـرتـه دعـقـل پـه نـیـره وګـنـډم

زاهد کرۍ شپه دشهوت په خوب کي حوري ویني

زه ســرد اوښــکـو پـه بخــۍ پـرځنـګانـه وګـنـډم

د دومـره ډیـرو غـمـازانود لاسـو پـه شـتـو ن کـي

څـنـګـه تڼـۍ پـر خپـل شـکـېـد لي ګریوانه وګنډم

دا خـو هـنـر دی (حـیـرت) شیخـه ګـنـاه خـونه ده

دعـشـق الـفـاظ چـي پـه قـلـم کــاږه واږه وګـنـډم

شاعر: سيد محمد (حيرت)

د يادوني وړ ده چي نن هم د تېر په څېر محمد رفيع (بختيار) څو شېبې د مشاعرې ګډونوال په ښايسته ترنم ونازول.

‏د هلمند ادبي‬ بهیر رسنیزه څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *